لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې
د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ د مهمو پیښو د څیړنې اونیزه لیکنه
په تیره اونۍ کښې د اسرائیلي پوځیانو په لاس د لویدیځې غاړې په نابلس کښې د دریو فلسطیني ځوانانو ټرور، د عراق د نوي ولسمشر په غوره کیدو کښې ځنډ او هم داشان د عراق په میسان ولایت کښې بدلونونه د لویدیځې آسیا ډیرې مهمې پیښې وې چې په دې ننني پروګرام کښې یې جاجوو.
*/*/*/*/*/
د تیرې اونۍ په سه شنبې د (یمام) په نامه د صهیونیسټي رژيم د پوځ د ځانګړي یونټ ځواکونو د نابلس ښار یوې سیمې ته په ورتګ سره هغه درې فلسطیني ځوانان وویشتل چې د فتح غورځنګ د پوځي ځانګړې (د الاقصی د شهیدانو) د کنډکونو غړي وو. د اسرائیلي پوځیانو د دې اقدام په هکله د څو ټکیو ذکرول مهم دي.
وړومبې دا چې دغه قتلونه په یو بشپړ فلسطیني ښار کښې د هغوي د ورځني ژوند په مینځ کښې هغه مهال وشول چې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د حکومت د پولیسو او امنیتي ادارې ټول ځواکونه د خپل خدمت په ځاې کښې موجود وو. په بله وینا، دا په رڼا ورځ هدفمنې وژلې وې او په هغه ښار کښې رامینځته شوې چې فلسطینيان په کښې اوسیږي.
دویم، د اسرائیلو رژيم ادعا وکړه چې دغو دریو ځوانانو له دې مخکښې د یاد رژيم د ځواکونو خلاف په څلورو وسله والو عملیاتو کښې ګډون لرلی و. اسرائیلي چارواکو هم د دغه اقدام دفاع وکړه او دغه ټرورونه یې خپل حق بللی دی. د صهیونیسټي رژيم د ارتباطاتو وزیر یوعز هندل مدعي شو چې د صهیونیسټي رژیم پوځ د کورواکه تشکیلاتو ترکنټرول لاندې سیمو ته د ننوتو او هلته د عملیات د کولو حق لري.
دریم دا چې د وژلې دغه عملیات په نابلس ښار کښې وشول چې د امنیت مسئولیت یې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو په غاړه دی. د اسرائیلو دغه جنایت له یوې خوا د کورواکه تشکیلاتو تر کنټرول لاندې سیمو د امنیت په تامینولو کښې د هغوي د ماتې بیانونکي دي او له بلې خوا ښودنه کوي چې له نیواکګر رژيم سره د کورواکه تشکیلاتو امنیتي ملګرتیا به هم د امنیت د تامینید سبب نه شي او دغه ملګرتیا یوازې د صهیونیسټي رژیم د ګټو په لاره کښې ده.
په دې لړ کښې د صهیونیسټي رژیم د جنګ د وزیر مرستیال الون شوستر په دې هکله چې دغه عملیات به د کورواکه تشکیلاتو د مشرۍ د کمزورتیا سبب شي که نه، وویل: څرګنده ده چې مونږ په کورواکه تشکیلاتو کښې د مینځ لارو د پياوړتیا غوښتونکي یو.
څلورمه خبره ده چې د ټرور او وژلې دغه عملیات د اسرائیلو له نیواکګر رژیم سره د فلسطین په ټولنه کښې د پيوستون د پياوړتیا سبب شول. په دې لړ کښې د تیرې اونۍ د سه شنبې په مازیګر (د الاقصی د شهیدانو) د کنډکونو د غړو دریو فلسطیني ځوانانو د جنازې دستورې د نابلس د مرکز په شهیدانو میدان کښې ترسره شوې چې په کښې د زرګونو فلسطینیانو نه علاوه سلګونو وسله والو ځوانانو هم شتون درلود.
پنځم، د ټرور او وژلې دغه عملیات به د اسرائیلو د رژیم خلاف په فلسطینیانو کښې د مقاومت د پیاوړتیا سبب شي. د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په دې هکله وویل: دا هغه وینه ده چې ضایع کیږي نه او حماس او د فلسطیني مقاومت ټولې ډلې د شهیدانو د وینې بدل، په خپله غاړه یو امانت ګڼي. هغه ټینګار وکړ چې د ټرور او وژلې سیاست ماتې خوړلې ده او دا سیاست به د فلسطین د خلکو د مقاومت او دوام مخه ونه نیوې شي.
او شپږمه خبره دا چې د صهیونیسټانو دا جنایت په فلسطین کښې دننه د کورواکو تشکلیاتو خلاف د لازیات دباؤ سبب شوی دی. اسماعیل هنیه د اسرائیلو له رژیم سره د تشکیلاتو په امنیتي ملګرتیا باندې په نیوکې سره وویل: دا وینې له صهیونیسټي رژیم سره د ظالمانه جوړجاړي او له دښمن سره د امنیتي غږملتیا له دایرې د وتلو لپاره یوه څرګنده بلنه ده.
د دباؤنو په زیاتیدو سره د فلسطین د آزادي بخښونکي سازمان (پي، ایل، او) مرکزي شورا تیره اونۍ د خپلې پړاویزې غونډې د پاې په خبرپاڼه کښې د ختیځ قدس په پلازمینه توب د فلسطین د خپلواکه هیواد تر پیژندل کیدو او د ښارګي جوړونې تر بندیدو پورې په رسمیت د اسرائیلو د پیژندنې د ځنډولو خبر ورکړ او ویې ویل چې په فلسطیني ځمکو کښې د اسرائیلي پوځیانو او ښارګي میشتو شتون ناروا او غیرقانوني دی او زرترزره دې ختم شي.
*/*/*/*/*/
ټاکل شوې وه چې د تیرې اونۍ په دوشنبې ورځ د عراق پارلیمان د دغه هیواد د نوي ولسمشر د معرفۍ لپاره غونډه وکړي. دغه غونډه خو جوړه شوه چې د نصاب حد ته د نمایندګانو د شمیر د نه رسیدو په وجه د ولسمشر غوره کیدل تر بلې خبرتیا پورې وځنډیدل.
په دغه ورځ د عراق د پارلیمان له ۳۲۹ استازو څخه یوازې ۵۸ کسان په پارلیمان کښې حاضر شول او نورو د بایکاټ سیاست غوره کړ. دا په داسې حال کښې دي چې د عراق نوی ولسمسشر باید د پارلیمان له دریو نه د دوه برخه استازو د باور راې ترلاسه کړي.
د نصاب حد ته د نمایندګانو د شمیر د نه رسیدو وجه هم، د کردستان د ډیموکراټ ګوند له خوا د هوشیار زیباري معرفۍ ته ورګرځي. هوشیار زیباري د عراق د ولسمشرۍ لپاره په نوم لیکلو ۲۵ کاندیدانو کښې له دوو اصلي کاندیداو څخه دی. د کردستان د وطني اتحادیې له ګوند څخه اوسنې ولسمشر برهم صالح هم د ولسمشر د بیا ترلاسه کولو لپاره بل کاندید دی چې باید له پارلیمان څخه د باور راې د ترلاسه کولو لپاره له نورو کاندیدانو سره سیالي وکړي.
د هوشیار زیباري په معرفي کیدو باندې نیوکه کونکي وايي چې هغه په فساد تورن دی او په ۲۰۱۶ کال کښې د فساد په وجه د مالیې د وزارت له مقامه لرې کړی شوی و او اوس هم ولسمشرۍ ته ځان نه شي کاندیدولې. په هم دې بنیاد د عراق سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د یو حکم په صادرولو سره د هوشیار زیباري خلاف د فساد د تورونو په وجه د ډیموکراټ ګوند له خوا د هغه د کاندیداتورۍ د حکم صادرول وځنډول. د عراق د سترې محکمې په حکم کښې راغلي دي چې د هوشیار زیباري کاندیدوالی د هیواد د اقتصاد او مالیې په وزارت باندې د هغه د مشرۍ په پړاؤ کښې د فساد د تورونو تر ختمیدو پورې لغو کیږي.
د پارلیمان د غونډې په لغو کیدو سره لا معلومه نه ده چې د نوي ولسمشر د پیژندګلوۍ لپاره به دغه غونډه کله جوړیږي، خو دا موضوع د دې نښه ده چې که په عراق کښې سیاسي ګډوډی لاهم زیات دی. مهم ټکی دا دی چې تر څو پورې نوی ولسمشر معرفي نه شي تر هغې د نوي وزیراعظم د معرفۍ امکان هم نشته.
*/*/*/*/*
په عراق کښې د سیاسي ګډوډي له دوام سره په یو وخت ده هیواد له امنیتي پیښو سره هم مخامخ و. د عراق په میسان ولایت کښې تیره اونۍ وړومبی یو پولیس افسر ووژل شو او بیا له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د برخې یو جګ پوړی قاضي په قتل ورسیده.
له دغو بدلونونو وروسته د عراق وزیراعظم مصطفی الکاظمي د حالاتو د جاجونې لپاره میسان ولایت ته لاړه. په دې وروستیو کښې د عراق د الفتح ائتلاف مشر هادي العامري د عراق د دښمنانونو د دې نوې فتنې رامینځته کولو په لړ کښې، ټولو لورو ته خبرداری ورکړ او ورته یې د زغم لرلو سپارښتنه وکړه.
العامري تیره پنجشنبه هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: مونږ له مخکښې نه د اختلافاتو د زیاتیدو په هکله خبرداری ورکړی و چې احتمال شته تاوتریخوالي خطرناک حد ته ورسیږي او اوس په میسان ولایت کښې دا رامینځته شوې خونړۍ پیښې د خواشینۍ وړ دي او امنیت او ثبات به خراب کړي.
په داسې حال کښې چې ځینو عراقي لورو هڅه کوله د دغو ناامنیو پړه په صدر بهیر ورواچوي، خو صدر بهیر او د عصائب اهل الحق غورځنګ پلاوي د یوې غونډې د ترسره کولو په ترڅ کښې په یوې ګډې بیانیې کښې دغه وژلې وغندلې. په دغې خبرپاڼې کښې په میسان ولایت کښې ټولې وژلې وغندلې شوې او له قضايي ادارې او امنیتي برخو وغوښتې شول چې د قانون په اجرا کولو او د جرمونو په کمولو او د قانوني او عادلانه سزا په موخه د مجرمانو د پیژندلو په لړ کښې لازیات رول ولوبوي.
*/*/*/*/*/*