په خبریالانو ډزې په حقیقت باندې ډزې دي
(last modified Sun, 22 May 2022 10:54:25 GMT )
May 22, 2022 15:24 Asia/Kabul
  • په خبریالانو ډزې په حقیقت باندې ډزې دي

د صهیونیسټي پوځیانو په لاس د فلسطیني خبریالې د شهیدولو او د جرنل ازم د اصولو د خلاف ورزۍ په هکله ځانګړې لیکنه

فلسطیني خبریاله" شیرین ابوعاقله " په مینځني ختیځ کښې یوه فعاله خبریاله وه چې د فلسطین خبرونو ته به یې کوریج ورکوه. هغه د روانې مۍ میاشتې په یوولسمه نیټه په داسې حال کښې چې په جنین ښار باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځي ځواکونو د حملې خبرونه یې خپرول، د دغو ځواکونو په ډزو کښې په سر ولګیده او مړه شوه.

شیرین ابو عاقله د عرب نړۍ او سیمې ترټولو مهم خبریاله ګڼلی شو. هغه په ۱۹۷۱ کال کښې په بیت المقدس کښې په یوې عیسايي عرب کورنۍ کښې زیږیدلې وه. تر لیسې پورې زده کړې یې هم هلته وکړې او بیا د معمارۍ په برخه کښې زده کړو د دوام لپاره د اردن یو پوهنتون ته لاړه خو څه موده پس یې دغه څانګه پریښودله او د جرنل ازم په برخه کښې یې زده کړه شروع کړه. ابوعاقله د خپلو زده کړو له پوره کولو وروسته فلسطین ته ستنه شوه او په مختلفو رسنیو کښې یې کار وکړ خو په فلسطین کښې د الجزیره چینل د دفتر د پرانستل کیدو له وړومبیو څخه په دغه چینل کښې شامله شوه او تر شهادته پورې یې هلته کار وکړ.

شیرین ابوعاقله په دریو لسیزو کښې په دریو لسیزو کښې د فلسطین پیغام د نړۍ خلکو ته ورسوه. وروستې خبر چې د ایمیل له لارې یې لیږلې و، داسې و: د صهیونیسټي رژیم پوځ په جنین یرغل کړی او هلته یې یو کور کلابند کړی دی. د جزئیاتو له معلومیدو سره سم به یې چینل ته درولیږم.

په فلسطین کښې هیڅ داسې کلی، ښار یا کیمپ نشته چې شیرین یې په هکله خبرونه نه وي تیار کړې، شاید په هم دې وجه ډیرو لیکلي دي چې هغه په تیرو دریو لسیزو کښې په هر فلسطیني کور کښې موجوده وه. ابوعاقله د فلسطین په حساسو او برخلیک جوړونکو پیښو کښې شتون درلود چې ډیرې مهمې پکښې د الاقصی د انتفاضې یعنې دویمې انتفاضې پیښې او د بیت المقدس، غزې، لویدیځې غاړې او د نیواکي ټاټوبو مقابلې او نښتې وې.

شیرین په جنین ښار کښې د خپل وروستي رپورټ د برابرولو په وخت په یوې ویډیو کښې وویل: د جنین حالات ډیر حساس دي او د فلسطینیانو روحیه ډیره لوړه ده.

هغې وویل چې په الجزیره کښې یې همکاران وار په وار د جنین کیمپ او د خواوشا سیمو کوریج کوي.

هغه د چارشنبې په ورځ هم له معمول سره سمه زر میدان ته لاړه او له هر خطر څخه د خوندي پاتې کیدو په موخه یې د خبریالۍ جامه وغوستله او د رپورټ برابرولو لوپاره د جنین په لویدیځ کښې د دغه کیمپ او بورقین کلي ترمینځ جبریات سیمې ته روانه شوه. نیواکګرو ځواکونو د یو فلسطیني د نیولو لپاره چې کور یې ورله محاصره کړی و، په سیمې برید وکړ او په لاوډ سپیکر کښې یې اعلانونه کول.

لږ وخت نه و تیر چې نیواکګرو په خپل ماموریت کښې ماتې وخوړله او ډزې یې شروع کړې. شیرین د یو صهیونیسټي سنایپر په ډزو کښې په سر ولګیدله او پر ځمکه پریوته. له هغې څو شیبې مخکښې د علي الصمودي په نامه د الجزیره یو بل خبریال هم چې په جنین کښې دغه چینل ته کار کوي، په ډزو کښې په اوږه لګیدلی و. د هغوي همکارانو او د پيښې په ځاې کښې موجود خلکو یې د ژغورلو او روغتون ته د وړلو پوره پوره کوشش وکړ خو دغه هلې ځلې یې ناکامې شوې او شیرین سا ورکړه.

د دغه خبر له اعلانیدو وروسته په ټول فلسطین کښې په تیره بیا د مطبوعاتو په ټولنه کښې غم او خفګان او قهر خپور شو او صهیونیسټي چارواکو د هغې مړینه غیر عمدي او له فلسطینیانوسره یې د ډزو د تبادلې له امله وبلله. دا په داسې حال کښې دي چې په سیمه کښې موجود خبریال علي الصمودي ویلي دي، په ډګر کښې هیڅ فلسطیني ځواک موجود نه و او هغوي بې له هیڅ ډول خبرداري پر مونږ باندې چې د خبریالۍ جاکټونه مو هم اغوستي وو، ډزې وکړې.

د الجزیره د رپورټ مطابق، د شیرین ابوعاقله د جنازې دستورې هم د صهیونیسټي رژیم له ځورونو او خنډ اچونو سره مل وې. ځايي سرچینو ویلي چې صهیونیسټي پوځیانو خلک په اوږو باندې د دغې شهیدې د جنازې وړلو ته پرې نښودل او جنازه یې ورله روغتون ته ستنه کړه.

د فلسطین هلالِ احمر وویل چې د روغتون مخې ته د شیرین ابوعاقله د جنازې او تابوت په وړونکو باندې د نیواکګرو اسرائیلیانو په حمله کښې لسګونه کسان ژوبل شول. د دغې شهیدې خبریالې جنازه بلآخره د قدس ښار په داود نبي ادیره کښې خاورو ته وسپارله شوه.

له دغې پیښې وروسته ملګرو ملتو په فلسطین کښې د الجزیره چینل د خبریال د وژل کیدو په غندلو سره په دې لړ کښې د سمدستي تحقیقاتو غوښتنه وکړه د فلسطین څارنوالۍ هم وویل چې دغه دوسیه د رڼو تحقیقاتو لپاره د جزا نړیوالې محکمې ته وړي. په مینځني ختیځ او شمالي افریقې کښې د اروپايي اتحادیې ویاندوي هم په جنین کښې د نیواکګرو ځواکونو د نفوذ د خبري کوریج په وخت د میرمن ابوعاقله له شهادته دخواشینۍ په ښودلو سره د هغې د قاتلانو د معرفي کولو په لړ کښې د دغې دوسیې د خپلواک او چټک تحقیق غوښتنه وکړه.

د دغې تجربه کاره خبریالې په شهیدولو کښې د اسرائیلي پوځیانو شرمناکه جنایت د فلسطیني ارګاننو، رسنیو، د حقوقو ارګانونو او سازمانونو او د ځینو هیوادونو د چارواکو پراخ غبرګونه لرلي دي.

ټولنیزې انټرنیټي شبکې د "شیرین شهید جنین"، "شهید شاهد" او "شهید شیرین ابوعاقله" په هیشټیګونو سره له زرګونو سوګنامو ډکې شوې.

په الخلیل پوهنتون کښې د سیاسي علومو استاز بلال الشبکي ولیکل: شیرین ابوعاقله د فلسطین له دویمې انتفاضې راهیسې د وطن یوه مقدمه کرښه وه... هغې هر هغه وخت چې فلسطین ته زیان ورسیده، مونږ ته امید راکړ. هغه د هر فلسطیني لور، د هر کډوال خور او د ظلم په وړاندې د حقیقت خبره وه.

د فتح غورځنګ یو مشر جمال حویل د ابوعاقله د جنازې مخې ته په یوه وینا کښې وویل: خدای دې وبخښي، هغه له بیت المقدسه راغله ترڅو په جنین کیمپ کښې شهیده شي.

د ایران اسلامي جمهرویت هم په عمدي توګه د ابوعاقله ویشتل په کلکه وغندل او د هغې کورنۍ، الجزیره چینل او په ټوله نړۍ کښې د فلسطین او قدس شریف په ارمان باندې ژمنو خبریالانو ته یې د هغې د شهادت تسلیت ووایه. ایران له نړیوالو سازمانونو، د بشري حقوقو له ارګانونو او د رسنیو له نړیوالو اتحادیو وغوښتل چې د میرمن شیرین ابوعاقله د شهادت په هکله خپلواکه تحقیقات وکړي او له صهیونیسټي رژیمه د دغه جنایت ځواب وغواړي.

د میرمن ابوعاقله په وژل کیدو کښې د فلسطینیانو د ګرموالي په هکله د موقته صهیونیسټي رژیم د چارواکو له ادعاؤ سره سره د دغه رژیم پوځ په ده جنایت کښې په لاس لرلو داده شو.

هاآرټص ورځپاڼې خبر ورکړ چې د صهیونیسټ رژیم پوځ د ابوعاقله د وژلې په هکله د تحقیقاتو له ترسره کیدو وروسته اعتراف وکړ چې د صهیونیسټو پوځیانو ګولۍ د هغې د شهادت لامل شوې دي. په دغه رپورټ کښې راغلي دي: د اسرائيلو د پوځ د (دودیوان) یونټ یوشمیر عسکرو د جنین په کیمپ باندې د یرغل په وخت لسګونه ډزې وکړې.

د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم نفتالي بنت په یوې خبرپاڼې کښې وویل: اسرائیلو له فلسطینیانو غوښتي دي چې حقیقت ته د رسیدو لپاره د موجود اسنادو او معلوماتو له مخې ګډ پوسټ مارټم او څیړنې ترسره کړي.

خو د کنسټ غړي ایتمار بن غفیر په پوره سپین سترګۍ سره په یو ټویټ کښې لیکلي دي: هر ځاې چې ترهګر (فلسطینیان) په جنین کښې زمونږ په پوځیانو ډزې وکړي، باید په پوره توان سره یې مقابله وکړو حتی که هلته ځیني خبریالان هم موجود وي.

هغه په دوام کښې لیکلي دي چې د الجزیره خبریالان زیاتره وختونه په عمدي توګه د نښتو مینځ ته ورځي ترڅو زمونږ د پوځیانو په کال کښې خنډ رامینځته کړي.

په خواشینۍ سره باید ووایو چې د شیرین ابوعاقله وژله د خبریالانو خلاف د صهیونیسټي رژیم وړومبنې جنایت نه و. د فلسطین د اطلاع رسونې د وزارت د احصائیو له مخې په ۲۰۰۰ کال کښې د فلسطین له دویمې انتفاضې راهیسې د صهیونیسټي رژیم په لاس ۴۵ خبریالان شهیدان شوي دي.

نن سبا په اتفاقي توګه هغه کلیزه ده چې صهیونیسټي رژیم له وارمخکښي اعلان مخکښې په غزه کښې په (الجلاء) برج کښې چې بهرني چینلونه په کښې په خپل کار بوخت وو، حمله وکړه او هغه یې وران ویجاړ کړ. اوس د دغې پیښې په کلیزې کښې صهیونیسټي سنایپرانو هغه خبریاله چې د خلکو د خبرولو په لړ کښې په خپلې دندې لګیا وه، وویشتله.

خو د دغو ټرورونو مخینه تیرو کلونو ته ورګرځي. ځیني خبریالان چې د صهیونیسټي رژيم په لاس او زیاتره د هغوي په مخامخ ډزو کښې شهیدان شوي دي، په دا ډول دي:

د فلسطین د الاقصی راډیو خبریال یوسف ابوحسین په ۲۰۲۱ کال کښې شهید شو.

فلسطیني عکاس احمد ابوحسین په ۲۰۱۸ کال کښې شهید شوی دی.

ځوان فلسطیني خبریال عبدا... مرتجي د الشجاعیه سیمې په بمبارۍ کښې شهید شو.

د ایسوشیئیټډ پریس عکاس او خبریال سایمن کامیلي په ۲۰۱۴ کال کښې شهید شوی دی.

خبریاله او انځورګره میرمنه انجلا الحاج هم به ۲۰۱۴ کال کښې شهیده شوه.

د قدس د روزنیز راډیو مدیر محمد ابوعیشه په ۲۰۱۱ کال کښې شهید شو

د الاقصی سپوږمکۍ عکاسان محمود الکومي او حسام سلامه هم په ۲۰۱۱ کال کښې شهیدان شول.

ایټالیايي فلم جوړونکی او فلمبردار جیمز هنري دومینیک میلر په ۲۰۰۳ کال کښې شهید شو.

د دوحې د رسینو د آزادۍ مرکز مدیر علي شحتة ابو عفش په ۲۰۱۴ کال کشې شهید شو.

او د (ای، پي) خبریاله نزیه عادل دروزه په ۲۰۰۳ کال کښې شهیده شوه.

د دې ټکي یادونه ضروري ده چې د شیرین ابوعاقله هدفمنده وژله چې د جعلي اسرائیلي رژيم د جنایتونو د خبرونو د پټولو په موخه ترسره شوه، د فلسطین په ډګر کښې د ظلم له حقیقته د نړیوالو له خبریدو د نیواکګرو د ویرې نښه ده.

د دغې میړنۍ میرمنې او د هغو ټولو خبریالانو وژله چې د خبر رسونې د دندې د ترسره کولو په وخت له حملې سره او تاوان سره مخامخیږي، یو ډیر بد جنایت او د نړیوالو انساني قوانینو څرګنده خلاف ورزي او د رسنیو په آزادۍ، د بیان په آزادۍ او د معلوماتو په ترلاسه کولو کښې د ولسونو په حق باندې څرګند تیری دی. یو داسې اقدام چې تر ننه یې د خبریالانو، انځورګرانو او د کیمرې چلونکو سترې پرګنې ته سخت تاوان رسولی دی. دا په داسې حال کښې دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې جرنلسټان، خبریالان او هغه کسان چې د پوځي نښتو په سیمو کښې خطرناک کاري ماموریتونه ترسره کوي، غیرپوځي ګڼل کیږي او احترام او ضروري ملاتړي یې لازمي اعلان شوی دی.

په دې بنیاد د دنیا رسنیزې ټولنې باید د دغو پیښو په وړاندې چپه خوله پاتې نه شي او د هغو په غندلو سره د داشان جنایتونو له ترسره کونکو او مسببانو څخه ځواب وغواړي.

*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی