لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې
(last modified Mon, 31 Oct 2022 08:42:52 GMT )
Oct 31, 2022 13:12 Asia/Kabul
  • لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکی السلام علیکم! لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یو.  په ننني پروګرام کښې وړومبې د عراق بدلونونه او ورپسې به د فلسطینیانو خلاف د نیواکګر صهیونیسټي رژیم جنایتونه وجاجوو، هیله ده چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي

د عراق نوي پارلیمان تیره پنجشنبه د دغه هیواد نوې کابینې ته د باور راې ورکړه. د عراق نوي ولسمشر محمد شیاع السوډاني د هیواد د نوې کابینې د جوړولو د دندې له ترلاسه کولو دوه اونۍ وروسته خپله کابینه پارلیمان ته معرفي کړه او پارلیمان یې هم ټولو غړو ته د اعتماد راې ورکړې.

السوډاني د جمعې په مازیګر په یو لړ ځانګړو دستورو کښې په بغداد کښې د عراق د وزیراعظمۍ ماڼۍ ته لاړه او له مصطفي الکاظمي سره له ملاقات وروسته یې د وزیراعظمۍ چوکۍ په رسمي توګه ترلاسه کړه. هغه د دغه مقام له ترلاسه کولو سمدستي وروسته د کابینې غونډه جوړه کړه.

شیاع السوډاني او د هغه د کابینې ټولو غړو ته د عراق د پارلیمان د اعتماد راې  له دیارلس میاشتني بندونه د وتلو لپاره د عراق د سیاسي ډلو د هوډ نښه ده. په نوې کابینې کښې د عراق مهمې سیاسي ډلې ونډه لري.

د عراق د نوې کابینې جوړیدل له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخامخ شول. د صدر له بهیر پرته زیاتره مشهورو سیاسي ډلو د نوې کابینې د جوړیدو هرکلی وکړ. د عراق د کردستان سیمې مشر نچیروان بارزاني د عراق نوي وزیراعظم محمد شیاع السوډاني ته له پارلیمانه د باور راې د ترلاسه کولو مبارکي ورکړه. او په یوه خبرپاڼه کښې یې وویل: هیله مند یو چې دا لوړ ګام د عراق د خلکو د کړاؤنو د ختمولو او د ستونزو او کړکیچونو د هوارولو او هم داشان په هیواد کښې د اقتصادي پراختیا، خدمات رسونې او د امنیت او ثبات یوه پيلامه وګرځي.           */*/*/*/*

هم داشان د امریکې د خارجه وزارت ویاند نِډ پرایس په یوې خبرپاڼې کښې د عراق د نوې کابینې له جوړیدو په هرکلي سره وویل: واشنګټن د عاق خلکو ته د خدمات رسونې د ښه والي او د سټراټیجکې ملګرتیا په چوکاټ کښې د یو امن، باثباته او د حاکمیت خاوند عراق لپاره له نوي حکومت سره ملګرتیا ته تیار دی. پرایس زیاته کړه: د عراق خلک د اقتصادي فرصتونو، د فساد د ختمیدو او د عمومي خدماتو د ښه والي وړ دي او امریکا تر کنټرول لاندې د وسلو د راوتلو او د رسمي حکومتي ارګانونو تر حده یې د محدودیدو په هکله د عراق د نوي ویراعظم د ژمنې هرکلی کوي.

د عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز هم د عراق وزیراعظم محمد شیاع السوډاني ته له پارلیمانه د باور راې په ترلاسه کولو د مبارکۍ پيغام ولیږه. د عربستان باچا له دغې باور راې د خوښۍ په څرګندولو سره د هغه لپاره د کامیابۍ او د عراق د ولس لپاره د لازیات پرمختګ او ترقۍ آرزو وکړه. په عین حال کښې د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم السوډاني ته په یو پیغام کښې د هغه لپاره د بریالیتوب او د عراق د ولس لپاره د ودې او پرمختګ آرزو وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم محمد شیاع سوډاني ته په یو پیغام کښې د وزیراعظمۍ د ستر مسئولیت د ترلاسه کولو او د پارلیمان د اعتماد په راې سره د عراق د حکومت د جوړولو مبارکي ورکړه او د عراق د ودې او ترقۍ په لړ کښې یې د نوي حکومت لپاره د کامیابۍ په آرزو سره ټینګار وکړ چې د آباد، خپلواکه او د مثبت او رغنده رول په لوبولو سره د پیاوړي عراق شتون د سیمې په امنیت کښې اغیزناک ثابتیدې شي.

*/*/*/*/*/

خو د عراق حکومت له یولړ مهمو ننګونو سره مخامخ دی. شباع السوډاني د پارلیمان د باور راې په غونډه کښې له هغو نه ځینو ته اشاره وکړه او په اقتصادي، اجتماعي، انساني او د ژواک چاپیریال په برخو کښې راغونډ شوي کړکیچونه یې د نوي حکومت د مهمو چیلنجونو په توګه وبلل. هغه هم داشان د فساد، د حکومت د کمزورتیا، د بې وزلۍ او بیکارۍ د زیاتیدا او د خدماتو د کمزورتیا وبا یوه بله مهمه ننګونه وبلله. د عراق نوي وزیراعظم په دې خبرې سره چې د عراق له ستر ولس سره ریښتونې ژمنه کوي چې د ستونزو د ختمولو او د حکومت د کامیابیدو لپاره به خپله پوره پوره هڅه وکړي، ټینګار وکړ: د فساد وبا چې ټولې برخې یې ککړې کړې دي، د کرونا له وبا ډیره خطرناکه ده ځکه چې د حکومت د کمزورۍ، د فقر او بیکارۍ د زیاتوالي او د خدماتو د خرابیدو لامل شوې ده، ځکه د حکومت پروګرام له دغې وبا سره د مبارزې لپاره پریکنده سیاستونه او پروګرامونه لري.

په عین حال کښې په بغداد کښې د ملګرو ملتو پلاوی هم د نوي حکومت له جوړیدو د هرکلي ترڅنګ ویلي دي: د عراق نوی حکومت له داسې خطرناکو ننګونو سره مخامخ دی چې پریکنده اقدامات غواړي او په دغو اقداماتو کښې له فساد سره مبارزه، د اصلاحاتو اجرا، ټولو خلکو ته د مناسبو خدماتو ورکول او جنایتکارانو ته سزا ورکول او د غیرحکومتي وسله والو ډلو کنټرولول شامل دي.

که څه هم د عراق د نوي وزیراعظم په څرګندونو کښې د صدر بهیر په هکله هیڅ ونه ویل شول خو داسې ښکاري چې  په نویو ولسمشریزو او د وزیراعظمۍ په انتخاباتو کښط د صدر بهیر له ماتې سره سره د دغه بهیر ټولنیز او سیاسي ظرفیتونه باید د یوې جدي سیاسي ننګونې او الټرنیټیو په توګه د عراقي چارواکو د پاملرنې وړ ورګرځي. په حقیقت کښې سیاسي ثبات ته د ستنیدو او د محمد شیاع السوډاني د کار د دوام ترټولو ستر خنډ د صدر بهیر پلویان دي چې داسې ښکاري د هغوي اوسنۍ چپتیا یو تاکتیک دی او دې ته په پام سره چې نوې کابینې د ځان لپاره یوه ماتې ګڼي، د وخت په تیریدو سره ټولنیز ګډوډي رامینځته کړي.   */*/*/*/*/*/

اخوا د اسرائیلي پوځیانو له خوا د نابلس د محاصرې دوام د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ یوه بله مهمه پیښه وه. د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د نابلس د محاصرې له شلو ډیرې ورځې وشوې. صهیونیسټ رژیم په نابلس کښې د مقاومتي عملیاتو د پراختیا او د دغه ښار په«عرین الأسود»  کښې د دغو ډلو د کسانو د شتون په پلمه، هغه په کلکه کلابنده کړې ده.

تیره اونۍ هم د اسرائیلي پوځیانو او فلسطینیانو ترمینځ نښته کښې څو فلسطینیان شهیدان شول. د ملګرو ملتو د بشري حقوقو لوړ کمشنر د لویدیځې آسیا د بدلونونو د څیړنې لپاره د امنیت شورا په غونډه کښې وویل: اسرائیلي پوځیانو د روان کال له پیل څخه په لویدیځې غاړې او نیواکي قدس کښې د ۲۶ ماشومانو او ۵ ښځو په شمول ۱۱۸ فلسطینیان شهیدان کړې دي.

د لویدیځې غاړې په نابلس ښار کښې د عربن الاسود په نامه د نوې ډلې جوړیدل په تیرو دوو میاشتو کښې په لویدیځې غاړې کښې د مقاومت له پياوړتیا او تر غزې تړانګې یې له محدود نه پاتې کیدو د صهیونیسټي رژیم د ویرې سبب شوې دي. د دغې ډلې جوړیدل ښودنه کوي چې مقاومت په جدي توګه د غزې له تړانګې تیر شوی او د فلسطین نورو سیمو ته رسیدلی دی. د نابلس محاصره له هرڅه زیاته د فلسطنیانو د مقاومت د نوې څپې پ؟ه وړاندې د قدس د نیواکګر رژیم د ناتوانۍ بیانونکې ده. د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي زیاد النخاله د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې د مقاومت نوې څپې ته په اشارې سره باوري دی چې د نابلس محاصره د دغې څپې په وړاندې د اسرائیلو د ناتوانۍ بیانونکې ده.

هاآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې په یو رپورټ کښې ولیکل: د صهیونیسټي رژيم د پوځ له خوا د اردن د سیند په لویدیځې غاړې کښې د پروت نابلس ښار کلابندولو په دغه ښار کښې د مقاومت په لړ کښې د فعالیت کونکې عرین الاسود ډلې محبوبیت د فلسطین د خلکو په نزد ډیر زیات کړی دی. د دغې صهیونیسټي ورځپاڼې په رپورټ کښې راغلي دي: په پراخه پيمانه د ځواکونو د دیره کولو او نابلس ښار په لویدیځې دروازه کښې د سړکونو د بندولو لپاره خنډونه جوړول، له دویمې انتفاضې نه تراوسه پورې نه وو لیدل شوي. د دغه رپورټ په اساس، د نابلس ښار خلک په دې باور دي چې د قدس د نیواکګرو له خوا د دغه ښار کلابندي په امنیتي اقداماتو پورې هیڅ اړه نه لري بلکې یوه ډله ایزه سزا ده چې د ښار د اوسیدونکو د تسلیمولو په هدف یې ورکوي.

*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی