فلسطین، د اسلامي امت لومړنۍ موضوع (۴)
(last modified Thu, 31 Aug 2023 13:15:39 GMT )
Aug 31, 2023 17:45 Asia/Kabul
  • فلسطین، د اسلامي امت لومړنۍ موضوع (۴)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د (فلسطین، د اسلامي امت لومړۍ موضوع) په تړاو له ننني (۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

کله چې حضرت محمد بن عبدالله د خدای له خوا په پیغمبرۍ او رسالت مبعوث شو، ترڅو د اسلام دین نړیوالو ته معرفي کړي، فلسطین د بیـزانس حکومت تر واکمنۍ لاندې وو او په پایله کې د دې خاورې لویه برخه د اشغالګرو تحمیلي دین ته اوښتې وه. د فلسطین خاوره د اسلام د ګران پیغمبر او د هغه د کورنۍ لپاره د خورا قیمتي یادونو ټاټوبی وو. دا خاوره شام ​​ته د مکې د سوداګرو د اوړي د تګ راتګ لاره وه او د اسلام پیغمبر (ص) به له بعثت وړاندې د حضرت خدیجې ( ام المؤمنین ) په شتمنۍ سره سوداګري کوله او له دې لارې به د سوداګرو له کاروانونو سره یو ځای تېرېدلو. همدارنګه فلسطین  د اسلام د ګرام پیغمبر لپاره د هغه د نیکه هاشم بن عبد مناف د یادګار ځای وو، چې د غزې په ښار کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د رسول الله (ص) پلار عبدالله بن عبدالمطلب هم شام ته د یوه سوداګریز سفر په ترڅ کې وفات شو.

خو هغه څه چې د اسلام د ګران پیغمبر او د هغه د پیروانو لپاره د فلسطین د خاورې ارزښت زیات کړی، په دې خاوره کې د قدس (بیت المقدس) د ښار او د مقدسو ځایونو لکه: الاقصی جومات او د قبة الصخره شتون دی.

بیت المقدس د فلسطین مرکز ته څېرمه یو ښار دی، چې د بحرالمیت په لوېدیځ کې په ۲۴ کیلومترۍ کې او د مدیترانې سمندرګي د ختیځ په ۵۶ کیلومترۍ کې، د مدیترانې د جلګې او د اردن سیند د درې(دره) تر منځ پروت دی. دا ښار یو غرنی ښار ګڼل کېږي، چې د مدیترانې له سمندر څخه 2 زره او ۵۰۰ فوټه (شاوخوا 760 متره) او له بحرالمیت څخه 3 زره او ۸۰۰ فوټه (شاوخوا 1160 متره) پورته دی. د ښار اقلیم، استوایي، نیمه وچه، ګرم او وچ اوړی او سوړ او باراني ژمی دی.

بیت المقدس د نړۍ یو له پخوانیو ښارونو او یو له سپېڅلو ځایونو څخه دی، ځکه چې د ډېرو لویو الهي پیغمبرانو ټاټوبی وو. دا ښار څو ځله فتح شوی، ویجاړ شوی او بیا رغول شوی دی. د دې خاورې په هره برخه کې د هغو خلکو د تېرو وختونو یوه ټوټه پرته ده، چې د هرډول دین او مذهب پیروان چې وو، د دې سپېڅلې خاورې د درناوي په برخه کې، په یو نظر وو. دا مشهوره ده چې دا ښار د الهي پیغمبرانو لخوا جوړ شوی دی. دا ځای د الهي پیغمبرانو کور دی، له ابراهیم څخه نیولې بیا تر عیسی (ع) پورې او د وحي مُهبِط (د وحي ځای) او د "تورات"، "انجیل"، "زبور" او نورو آسماني صحیفو د نازلېدو ځای وو، چې له قرآن څخه مخکې نازل شوي وو.

لکه څنګه چې په تېرو پروګرامونو کې یادونه وشوه، داود (ع) او سلیمان (ع) په دې ښار کې واکمني کړې ده او د جلال او عظمت خاوندان وو. د دې ښار د نورو تاریخي ارزښتونو ترڅنګ، د دې یادونه هم کولای شو چې؛ د يحيى (ع) د ولادت ښه خبر په همدې ښار کې حضرت ذکريا (ع) ته ورکړل شو. خدای تعالی په بیت‌المقدس کې غرونه او الوتونکي حضرت داود(ع) ته مسخر کړل. عیسی مسیح (ع) له همدې ځایه عروج کړی دی او ویل کېږي چې حضرت مریم په همدې ښار کې وفات شوې ده. دا ښار د مسلمانانو لومړنۍ قبله هم ده او د اسلام د عقایدو له مخې به دا خاوره د خیر او شر تر منځ د وروستۍ جګړې ډګر او میدان وي او په همدې خاوره کې به د حضرت مهدي (ع) لخوا دجال ووژل شي.

الاقصی جومات چې په بیت المقدس کې موقعیت لري، باید د نړۍ د مسلمانانو لپاره یو له سپېڅلو اسلامي ځایونو څخه وګڼل شي. دا جومات د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده، چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په وخت کې، هغه د خدای په حکم د دغه جومات لور ته لمونځ کړی او همدرانګه په مکه او مدینه کې له مسجد الحرام او مسجد النبي څخه وروسته درېیم مقدس زیارت هم دی.

د تاریخ پوهانو په وینا، الاقصی جومات  له بیت الله الحرام (کعبې) څخه وروسته په ځمکه کې جوړ شوی دویم جومات ګڼل کېږي، چې یوازې د خدای د عبادت لپاره جوړ شوی. روایت دی چې آدم (ع) د کعبې (بیت الله الحرام) له جوړېدو څلویښت کاله وروسته، د خدای له حکم سره سم، هغه جوړ کړی او بشپړ کړی دی.

همدارنګه د ځینو روایتونو له مخې، حضرت ابراهیم (ع) بیا کعبه ودانه کړه او حضرت موسی (ع) د خدای په حکم سره له شرک او انحراف څخه د مسجدالاقصی د ژغورلو لپاره، له بیت المقدس څخه قبله جوړه کړه.

د هغه څه له مخې چې وویل شول، بیت المقدس یو سپېڅلی ښار وو چې ټولو د هغه په اړه اورېدلي او ورته یې لېوالتیا ښوده، تر دې چې خدای تعالی  خپل وروستی پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د عیسی مسیح (ص) له زیږیدنې څخه 609 کاله وروسته، د اسلامي رسالت لپاره مبعوث کړ. د اسلام د لمر په راختلو سره، پېغمبراکرم (ص) د خدای په حکم، مسجد الاقصی (البته) په لنډ مهاله توګه د مسلمانانو قبله وګرځوله، ځکه چې د اسلام په پيل کې، کعبه د مشرکانو له بتانو څخه ډکه وه او هلته بتان حاکم وو.

په هغه وخت کې کعبه په یوه بت خانه بدله شوې وه او د هغه په ​​لور لمونځ کوونکو، د بتانو په احترام کې شک رامنځته کولو. نو د اسلام د ظهور په پیل کې، لکه څنګه چې د اسلام دین لا ځواک نه وو ترلاسه کړی، خدای تعالی خپل رسول ته لارښوونه وکړه، چې د بیت المقدس په لور لمونځ وکړي، ځکه چې بیت المقدس د یوه توحیدي دین په توګه، د یهودیانو قبله وه او د دوی دین او آیین د هغو مشرکانو په پرتله چې په مکه کې د بتانو عبادت کولو، اسلام ته ډېر نږدې وو.

پېغمبراکرم (ص) چې کله په مکه کې اوسېدلو او مدینې ته له هجرت څخه تر ۱۷ میاشتو پورې، د لومړي کال د ربيع الاول له لومړي څخه د دویم هجري کال تر نيمايي پورې، د دې جومات په لور لمونځ کولو او له هغه وروسته بیا د خدای له حکم سره سم، د کعبې په لور خپله قبله بدله کړه او کعبه د مسلمانانو قبله شوه. په هر حال د اسلام د دين او د هغه د پيروانو لپاره د فلسطين او بيت المقدس او په ځانګړې توګه د مسجد الاقصی ارزښت، يوازې په دغو برخو پورې محدود نه دی، بلکې اصلي اهميت يې د بعثت په لسم کال (۶۳۱ هـ) د رجب د مياشتې د ۲۷مې نېټې له پېښې سره تړاو لري، چې هغه د اسلام د ګران رسول (ص) د « معراج » او د هغه د علمي او عملي معجزو په توګه یادېږي.

« معراج » له مسجد الاقصی څخه آسمانونو ته د اسلام د پېغمبر (ص) پورته کېدلو ته ویل کېږي. د اسلامي رواياتو له مخې، د اسلام ګران پېغمبر (ص) په مکه کې وو، چې جبرائيل عليه السلام ورته راغى او غوښتنه يې ترې وکړه، چې له ده سره یوې لورې ته ولاړ شي، چې ملائکې میکائیل او اسرافیل هم هلته وې. هلته جبرائیل (ع) پیغمبر ته د "براق" په نوم یوه سورلۍ راوسته او حضرت د خدای په ارادې سره د جبرئیل په ملتیا له مکې څخه ووت او مسجد الاقصی ته ولاړل، هلته یې وړاندې د پیغمبرانو لمونځ ادا کړ، ترڅو پر نورو اديانو باندې د اسلام دين برتري اعلان کړي او له هغه ځايه آسمان ته پورته شو.

داسې ښکاري چې د اسلام پیغمبر (ص) له قبه الصخره څخه آسمان ته پورته شوی. په دې نوم د هغه د نومولو لامل، په هغه کې د یوې ډبرې شتون دی، چې پیغمبر (ص) له هغې څخه آسمان ته پورته شوی. د خدای او د اسلام د پېغمبر (ص) تر منځ د خبرو تفصیل په یوه قدسي حدیث کې د «حدیث معراج » په نوم راغلی دی. له همدې وخته وو چې پنځه وخته لمونځ پر مسلمانانو فرض شو. بیا د اسلام پیغمبر، قدس او له هغه ځایه مکې ته راستون شو.

له هغه وخت راهیسې فلسطین او قدس د مسلمانانو په منځ کې ډېر ځانګړی ځای ترلاسه کړی دی.

ژباړه: زماني