په سوریې کښې د امریکا په دوو اډو بریدونه شوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی المیادین ټیلي ويژن د سوریې په خاوره کښې د امریکا په التنف او کونیکو دوو اډو باندې د توغندوي او د بې پایلوټه الوتکو د حملو خبر ورکړ.
المیادین ټیلي ويژن د خپلو سرچینو په قول وویل د سوریې د عراق او د اردن په سرحدي مثلث کښې د امریکا په التنف اډې باندې د دریو بې پایلوټه الوتکو برید وشو.
دغو سرچینو وویل بې پایلوټه الوتکې وتوانیدلې چې د التنف اډې د پاسه الوت او په هغې برید وکړي خو د رسیدلیو تاوانونو په هکله تراوسه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
دغو سرچینو دغه راز د سوریې د دیرالزور ولایت په شمال کښې په کونیکو اډې کښې د امریکا په یوه مرکز باندې د دوو توغندیو د لګیدا خبر ورکړ.
د المیادین ټیلي ويژن سرچینو وویل کونکیو هوايي اډه تیارسی ده او په دغه سیمې باندې د امریکا جنګي الوتکو او هیلي کوپټرونو الوتونه وکړل.
دا په داسې حال کښې دي چې د عراق اسلامي مقاومت ډلو پرون په یوې بیانیې کښې د عراق د کردستان د اقلیم په مرکز اربیل کښې په الحریر اډې او په الانبار ولایت کښې په عین الاسد سیمه کښې د امریکا په دوو اډو باندې د حملو مسوولیت پرغاړه واخیست.