اسلام او د فلسطین له مظلوم ولس د ملاتړ اړتیا
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې اسلام او د فلسطین له مظلوم ولس د ملاتړ اړتیا تر عنوان لاندې له ننني (ځانګړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
د صهيونیسټي رژيم لخوا د فلسطين له نیولو څخه ۷۵ كاله تېر تېرېږي او اوس هم دغه هېواد د دغه ظالم رژيم په ولکې کې دی. که څه هم د دې لرغونې اسلامي خاورې د بېرته نیولو لپارهو د فلسطین د زړه ورو خلکو هڅو او مبارزو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې، مګر د اکتوبر په اوومه د حماس د اسلامي مقاومت د بریالي عملیاتو له پیل سره، د دې توکم پرست رژیم په بدن باندې سخت ګوزار وشو. که څه هم د صهیونیسټي رژیم پوځ د فلسطین د اسلامي مقاومت له مبارزینو سره د مقابلې پرځاې، د دغه هېواد په سویل لوېدیځ او د غزې پر تړانګې وحشیانه بمبارۍ پیل کړې . تر اوسه پورې د دغې وړې سيمې په زرګونه ماشومان، ښځې او ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شوي او په سلګونه زره نور کسان هم بې ځایه او کډوال شوي دي.
بې رحمه صهیونیسټانو حتی پر دوی درمل او د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم بندې کړي او په عملي توګه یې د فلسطینیانو پراخه نسل وژنه او هولوکاسټ ترسره کړی دی. د غزې په تړانګه کې د دغه ډول زړه بوږنوونکي او دردوونکي حالت رامنځته کېدل، د دې لامل شوي چې خلک نه یوازې په اسلامي هېوادونو، بلکې په ډېرو غیر اسلامي هېوادونو کې هم د فلسطین له مظلوم ملت څخه د ملاتړ په موخه، واټونو ته راووځي او د دغه وحشیانه قتل عام د بندیدو غوښتنه وکړي.
له فلسطینیانو څخه دفاع، د هر آزاد انسان د عقل او وجدان له نظره، یو څرګند او اړین ګام دی، مګر بده نه ده چې دا مسله له اسلامي اړخه هم وڅېړل شي.
په زړورتیا سره ویلای شو چې هېڅ دین او مکتب د اسلام په اندازه، د نورو د ظلم، جبر او تیري مخالف نه دی. په دې آسماني دین کې له ظلم سره مبارزه، یو مهم اصل دی، داسې چې د دې آرماني ټولنې یو له اصلي هدفونو څخه چې د بشریت د ژغورونکي، حضرت مهدي (عج) له خوا په آخرالزمان کې جوړېږي، د ظلم او استبداد له منځه وړل او د عدالت رامنځته کول دي.
نو په اسلام کې؛ ظلم، د خلکو له حقوقو څخه سرغړونه، تبعیض، استبداد، د خلکو وژل، د نورو خلکو د ځمکو غصب او داسې نور؛ د غندلو او نه منلو وړ دي او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي.
د اميرالمؤمنين حضرت امام علي (ع) دغه وينا، په لنډه توګه د ظالم او مظلوم پر وړاندې د اسلام درېځ تعريفوي او فرمايي: د ظالم، دښمن او د مظلوم، دوست او مددګار اوسئ.
په دې قیمتي وینا کې د پام وړ ټکی دا دی چې له مظلوم سره مرسته، یوازې په مسلمانانو پورې محدوده نه ده، بلکې هر انسان چې د ظلم لاندې وي، باید د مسلمانانو له خوا ترې ملاتړ وشي.
یو حدیث د اسلام له ګران رسول (ص) څخه هم روایت شوی، چې همدا ځانګړنه لري، فرمایي: هر څوک چې د مظلوم غږ واوري، چې له مسلمانانو څخه مرسته غواړي او ورسره مرسته ونه کړي، مسلمان نه دی.
نو مسلمانان باید له مظلومانو ملاتړ وکړي، په ځانګړې توګه که د فلسطینیانو په څېر، مسلمان او د دوی دیني وروڼه وي.
قرآنکریم په ډېرو آیتونو کې، د اسرائیلي رژیم په څېر د ظالمانو او تیري کوونکو غندنه او د سزا ګواښ کړی دی، لکه څنګه چې د سورت فرقان په ۱۹ آیت کې راغلي: په تاسو کې هریو چې ظلم وکړي، هغه ته سخت عذاب ورکوو. همدارنګه دغه ستر آسماني کتاب له مسلمانانو څخه غوښتي چې د مظلومو او بې وسه خلکو مرستې ته ورشي.
د سورت نساء په ۷۵ آيت کي الله تعالی مسلمانانو ته په خطاب کې فرمايي: «ولې د الله په لاره کې، د هغو نارينه، ښځو او ماشومانو لپاره چې (د ظالمانو له خوا) کمزوري شوي دي، نه جنګېږئ ؟! هماغه (مظلوم) کسان چې وايي: اې پروردګاره! موږ له دې ښاره چې خلک یې ظالمان دي، بهر وباسه! او له خپل لوري موږ ته یو سرپرست وټاکه! او له خپل لوري زموږ لپاره ملګری او مرستندوی وټاکه.
که څه هم دا آيت د مکې د مسلمانانو په اړه، د رسول الله (ص) په زمانه کې نازل شوی، خو ګواکي د فلسطين او غزې د خلکو د اوسني حالت او د هغوی د ملاتړ د ضرورت په اړه وي. نن ورځ دغه کسانو ظلمونه لیدلي، خو ثابت قدمه له مسلمانانو څخه د مرستې غوښتنه لري، ترڅو صهیونیسټي رژیم دخپلو ناوړه بریدونو مخنیوي ته اړ کړي او د دوی ټول جنایتونه او اشغال پای ته ورسوي. د اسلام ګران رسول (ص) د داسې مسلمانانو ثواب داسې بيان کړی دی: څوک چې له ظالم څخه د مظلوم حق واخلي، په جنت کې به له ما سره وي.
خو پوښتنه دا ده چې په اوسني حالت کې، چې د فلسطین او په ځانګړې توګه د غزې له خلکو سره، پوځي مرستې تقریبا ناشوني دي، موږ څنګه کولای شو له هغوی سره مرسته وکړو؟ له فلسطینیانو سره د مرستې لپاره تر ټولو لږ کار، د مختلفو مظاهرو او غونډو په جوړولو سره، له هغوی سره د ملاتړ او خواخوږۍ څرګندول او له صهیونیسټانو څخه کرکه او غوسه ده.
البته دا کار له ډېر وخت راهسې پیل شوی دی او په غزې تړانګه کې د نسل وژنې له زیاتېدا او وحشیانه بمباریو ترڅنګ، د فلسطین د خلکو په ملاتړ کې مظاهرو نوي اړخونه پیدا کړي او حتی په لوېدیځو هېوادونو کې د دولتونو له مخالفت سره سره، بیا هم د غاصب اسرائيلي رژيم د غندنې په موخه پراخ لاريونونه ترسره کېږي.
خو د فلسطین د مظلومو خلکو د دفاع لپاره تر ټولو مهم کار، د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د ماهیت روښانه کول او افشا کول دي. نن ورځ د نړۍ مهمې رسنۍ د صهیونیسټانو تر ولکې یا نفوذو لاندې دي او دوی پر مجازي نړۍ باندې ستر کنټرول لري. دغه رسنیز تسلط په ټوله نړۍ کې د ناسمو خبرونو د خپرېدو او د اسرائیلي رژیم د موجه ښکاره کولو د هڅو لامل شوی دی.
نو له همدې امله، د فلسطین ټول مدافعین او ملاتړي دنده لري، چې له هرې ممکنې لارې په ځانګړې توګه له مجازي نړۍ او مختلفو پیغام رسوونکو څخه په استفادې سره، د مظلومیت او د دې مقاوم ملت د حقونو غوښتنې غږ تر هر چا پورې ورسوي.
د فلسطین له خلکو سره د مرستې بله لاره، د نغدو پیسو راټولول او دوی ته د معتبرو او باوري خلکو او بنسټونو له لارې لېږل دي. په ټولیزه توګه، د نړۍ د ټولو آزادو کسانو په ځانګړې توګه د مسلمانانو اخلاقي، انساني او دیني دنده ده، ترڅو د فلسطین له مظلوم ملت سره په هره ممکنه توګه مرسته وکړي.
په همدې حال کې، اسلامي دولتونه هم له فلسطین سره د عملي ملاتړ دروند مسئولیت پر غاړه لري. له بده مرغه، په تېرو وختونو کې دغو حکومتونو، د دغه هېواد له خلکو سره په اغېزناکه توګه مرسته نه ده کړې، خو په اوسنیو نازکو حالاتو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت معظم رهبر آیت الله خامنه يي چې تل د فلسطینیانو دوست او مرستندوی دی، دوی ته له فلسطینانو سره د مرستې بلنه ورکړې او فرمايي: موږ مسلمانو حکومتونو ته وایو: راځئ چې په ګډه د غزې خلکو ته د هر ډول مرستې رسولو او پر هغه خنډونو د غلبې لپاره، چې صهیونیسټي رژیم په دې لاره کې رامنځته کړي دي، سره یوموټي شو، له یو بل سره کار وکړو او دوی ته ډول ډول مرستې ورسوو.
په هر صورت، نن سبا اشغال شوی فلسطین د حق او باطل تر منځ د مقابلې یوه بله صحنه ګرځېدلې ده. امريکا او لوېديځ حکومتونه د غاصب اسرائيلو مرستې او ملاتړ ته چې د باطلو بېلګه ده، راوتلي دي. له بلې خوا، دا د هر مسلمان او هر انسان وظیفه ده چې له دوی سره د مقابلې لپاره، د فلسطین د حق غوښتونکو او مظلومو خلکو ملاتړ وکړي.
البته په دې کې شک نشته چې د خدای له وعدې سره سم به باطل له منځه ولاړ شي. لکه څنګه چې د پېغمبر اکرم ګران لمسی امام صادق (ع)، دغه هیله بخښونکې وعده په لاندې ډول بیانوي: « هیڅ باطل نشته چې د حق پر وړاندې ودرېږي، مګر داچې حق پر باطل برلاسی کېږي او دا د خدای کلام دی... بلکې د باطلو پر وړاندې به په حق سره مبارزه وکړو، چې هغه له منځه وړي. (سورت انبیاء، ۱۸ آیت)
ژباړه: زماني