فلسطین د اسلامي امت لومړۍ مساله (۱۴)
د فلسطین نیواک او د هغه د ولسونو وژلې او نیواک د صهیونیستانو له لورې، نه یوازې د ۱۹۴۸ کال د یوم النکبت پورې نه محدود کیږي بلکې د فلسطینیانو په وېناو النکبه مستمره ده، یعني دوامداره نیواک او ظلم چي د صهیونیستانو له لورې د ښارګوټو د جوړونو او د فلسطینیانو د کورونو په ورانولو سره دوام موندلي دي، او صهیونیستان د نړیوالو ټولنو او عربي او اسلامي هیوادونو د چوپتیا په سیورې کې د فلسطینیانو وژلې ته دوام ورکوي. په تېرو خپرونو کې مو د صهیونیستانو له لورې د فلسطینیانو د بې رحمانه وژلو د بیلګې په څېر په دیری
.
د فلسطین نیواک او د هغه د ولسونو وژلې او نیواک د صهیونیستانو له لورې، نه یوازې د ۱۹۴۸ کال د یوم النکبت پورې نه محدود کیږي بلکې د فلسطینیانو په وېناو النکبه مستمره ده، یعني دوامداره نیواک او ظلم چي د صهیونیستانو له لورې د ښارګوټو د جوړونو او د فلسطینیانو د کورونو په ورانولو سره دوام موندلي دي، او صهیونیستان د نړیوالو ټولنو او عربي او اسلامي هیوادونو د چوپتیا په سیورې کې د فلسطینیانو وژلې ته دوام ورکوي. په تېرو خپرونو کې مو د صهیونیستانو له لورې د فلسطینیانو د بې رحمانه وژلو د بیلګې په څېر په دیریاسین، خان یونس، الطنطوره، الدوایمه، کفرقاسم، صبرا او شتیلا له عام وژنو یادونه وکړه. نن به هم د دغو جنایاتو یو نیم نور موارد تاسو سره شریک کړو.
د ۱۹۹۶ د اپرېل د میاشتې په ۱۱ نیټه کې د لبنان او د صهیونیستي رژیم تر مینځ د اوربند تړون وشو، خو له دغه تړونه درې ورځې لا تیرې شوې نه وي، چي صهیونیستي رژیم په ښکاره توګه د لبنان په جنوبي سیمو باندې یرغل پیل کړ، څو ورځې وروسته شیمن پرز د لبنان په قانا کلي باندې د برید امر وکړ او صهیونیستانو دغه کلي کې ټول عام ولس له مینځه یووړ، صهیونیستانو ویلي وه چي دا کار یې د حزب الله د ځپلو لپاره تر سره کړی دی، خو وروسته معلومه چي شیمون پرز د دې لپاره د لبنان یوه پوره کلي د خلګو د وژلې امر ورکړی وو چي په ټاکنو کې ورڅخه تبلیغاتي استفاده وکړي او د خپلو سیالانو څخه ځان زیات سختدریځه او د مسلمانانو دښمن وښیي څو رایې تر لاسه کړي.
دغه رژیم د اپریل د یوولسمې د اوربند له تړونه وروسته، په لبنان باندې د خپل یرغل پر مهال چي ۱۶ ورځې دوام وکړه، له هوا، سمندر او ځمکې له لارې په لبنان کې په عامو ولسونو بریدونه وکړ او د لبنان په پلازمینې بیروت، جنوبي سیمه بقاع او جبل باندې په خوشه یې یا کلسټر بمونو سره بمبارۍ وکړې. د دغه ۱۶ ورځني یرغل په موده کې صهیونیست رژیم د لبنان په ۱۵۹ کلیو او ښارونو باندې بمبارۍ وکړې. په دغو جنایاتو کې یو نه هېرېدونکی جنایت د لبنان په قانا کې د صهیونیستانو له لورې تر سره شو.
قانا د لبنان په جنوب کې یوه کلی دی چي په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو قرار په کښې وه، د قانا خلګو د اسرائیل د رژیم د بریدونو له ویرې، د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو دغه قرارګاه ته پناه وړې وه، لیکن د ۱۹۹۶ میلادي کال د اپرېل په ۱۸ د غرمې په دوو بجو باندې، صهیونیستي رژیم په دغه قرارګاه باندې بریدونه پیل کړ او په توپونو یې وویشتل، دغه قرارګاه کې د ښځو او ماشومانو په ۸۰۰ کسه کلیوال پناه اخیستې وه، بریدونه تر شپې پورې دوام درلوده و وروسته، معلوم شو چي په دغو بریدونو کې ۲۰۰ زیات کسان شهیدان شوي او جسدونه یې ټوټې ټوټې شوې دي، او ۱۰۰ کسان هم ژوبل شوي وه، صهیونیستانو لا هم د دغو بې ګناه خلګو د وینو په تویلو ماړه نه شول او بیا یې خپل فوځیان واستول څو په ایمبولانسونو باندې ډزې وکړې او د ټپیانو د لېږدولو مخنیوی وکړي.
هغه وخت کې د انګلیس انډیپندنټ په قانا باندې د صهیونیستانو د برید په هکله په خپل راپور کې ولیکل: په دغه برید کې کارول شوي توپونه د امریکې جوړ وه.
د قانا په کلي کې د عام خلګو وژله، د صهیونیستي رژیم او د هغه د لومړي وزیر شیمون پرز لپاره په یوه لویه رسوایي باندې بدله شوه او په نړۍ کې د صهیونیستانو په د عامه افکارو د راپارېدلو لامل شو، په دې خاطر صهیونیست رژیم د عامو افکارو تر فشار لاندې په لبنان باندې د خپل یرغل بندولو ته مجبوره شو. صهیونیست رژیم په دروغو اعلان وکړ چي توغندۍ یې په غیر عمدي توګه او د تېروتنې د امله په قانا کې موښتې ده، خو د ملګرو ملتونو راپور وویل چي صهیونیستي رژیم په پلان شوي توګه په قانا کې عام خلګ وژلې دي، سره له دې امریکا د امنیت په شورا کې د صهیونیستانو په ضد د پرېکړه لیک د تصویبولو مخنیوی وکړ، خو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ بیا د صهیونیست رژیم د جنایت په غندنې سره، اسرائیل رژیم یې د غرامت په ورکولو محکوم کړ، لیکن اسرائیل رژیم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پریکړې ته غاړه کښې نه ښوده او قربانیانو ته د غرامت له ورکولو ډډه وکړه.
د صهیونیست رژیم سخت زړه توب په وژله او ټرور کې ماشوم، ښځه او لوی نه پېژني او د دې رژیم ځواکونو د مسلمانانو حتی د نوزیږې ماشومانو په وژلو کې شک نه کوي. یوه له دغو بې رحمانه جنایاتو څخه هغه پېښه ده چي انځور په لسګونو ځلې په نړیوالو رسنیو کې خپور شو او د نړیوالو زړونه یې ولرزول. د ۲۰۰۰ میلادي کال د سیپټمبر په ۳۰ نیټه کې په غزې کې د فلسطینیانو له لورې لاریون شوی وو، په دې مینځ کې یو ۱۲ کلن ماشوم له خپل پلار سره، د ګاډو په بازار کې راتېرېدل او کور ته روان وه، ماشوم چي محمد نومیدی له ویرې نه دخپل پلار شاته پټ شوی وو، هغوی د البریج په مهاجر کېمپ کې اوسېدل، پلار یې د ګآدې د اخیستلو اراده درلوده او محمد ډېر خوشحاله وو، خو د هغوی هیلې د اسرائیلې پولیسو د ګزمې په راتګ سره، په وینو ککړ شوې. اسرائیلي پولیسو کله چي محمد او د هغه پلار یې ولیده نو ډزې پرې وکړې، هغوی د یوه کانګریټې خښتې شاته پناه واخیسته، خو صهیونیستي پولیسو ډزو ته دوام ورکړ.
د ګاډې د اخیستلو خوشحالي په وېر او وحشت باندې بدل شو، د محمد پلار جمال په چي دغه وخت کې د یوې خښتې شاته پناه اخیستې وه، د ځان په غم کې نه وه او کوښښ یې کاوه چي د خپل معصوم ماشوم ساتنه وکړي او د دې کار لپاره یې ځان په محمد د پاسه اچولی وو، مرمۍ یو په بل پسې راتللې او د پلار په بدن باندې لګېدلې، جمال که څه هم ټپي خو لاهم شهید شوی نه وو، نو لاس یې اوچت کړ او له صهیونیستانو څخه یې غوښتنه وکړه چي ډزې بندې کړي ځکه چي ماشوم ورسره دی، خو صهیونیستانو ډزو ته دوام ورکول، تر دې چي یوه مرمۍ د ماشوم په زنګون کې ومښتی، پلار خپل ماشوم محمد ته وویل: زویه مه ویریږه! هر څه به سم شي! امبولانس راځي له دې ځایه مو باسي. خو محمد که څه هم ماشوم یو، ګواکې زړه وړتیا او ایمان یې له فلسطین څخه په میراث کې وړی وو، پلار ته یې د ډآډینې د ورکولو کوښښ کاوه او ویل یې: پلاره زه خو هیڅ نه ویریږم، زه یې زغم کولایشم د ځان په فکر کې ووسه!.
جمال ژوبل شوی دی خو لا ژوندی دی، دغه وخت کې صهیونیستانو اوښکې بهوونکې ګېس کاروي، جمال نور بې هوښه کیږي خو کله چي بیرته سترګې خلاصوي ویني چي زوی یې محمد په غېږ کې سوری سوری شوی دی او شهید شوی دی، دا ټولې صحنې د فرانسې د دوهم ټلویزیونې چېنل له لورې ضبط شوی وو، چي بیا وروسته، خپور شو. په دې توګه محمد الدره د فلسطین د مظلومیت او د صهیونیستانو د وحشت په یوه بېلګه باندې بدل شو.