فلسطین، د اسلامي نړۍ وړومبنۍ مسئله ۱۶
د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! (فلسطین، د اسلامي نړۍ اولنۍ مسئله) نومې لړۍ له وروستۍ برخې سره مو په خدمت کښې یوو او نن د دې پوښتنې د ځواب موندلو کوشش کوو چې د فلسطین موضوع ولې باید د اسلامي امت وړومبنۍ مسئله وي؟ */*/*/*
ګرانو او قدرمنو دوستانو د «فلسطین د اسلامي نړۍ وړومبنۍ مسئله» تر عنوان لاندې دې لړ کښې مو د فلسطین د تاریخ او هلته د وړومبنیو استوګنو خلکو یعنې کنعاني عربو په هکله خبرې وکړې او ومو ویل چې د فلسطین ټاټوبی د غوره جغرافیايي موقعیت، د ځمکي د ښیرازتیا او د خپل حرمت په وجه، په ټول تاریخ کښې د شخړو او نښتو ډګر پاتې شوی و خو د ۱۹۴۸ کال د مۍ په ۱۴ نیټه په «یوم النکبه» او د اسرائیلو د جعلي رژیم په جوړیدو سره په دې ټاټوبي کښې یو نوی باب خلاص شو. صهیونیسټي نیواکګر د دغه ټاټوبي په پراخو ځمکو واکمن شول او د خپل څه باندې اویا کلن شتون په دوران کښې یې د دغه ټاټوبي د اصلي خلکو له وژلې او ورباندې یې له ظلم او بدبختۍ پرته بل څه نه دي لرلې. د فلسطین په خاوره د صهیونزم د څو لسیزو سپیره شتون، د زرګونو بیګناه فلسطینیانو پر شهادت سربیره، په لویدیځې آسیا کښې ورځ تر بلې زیاتیدونکې ناامني هم رامینځته کړې ده او لامل شوی چې د فلسطین موضوع د اسلامي نړۍ په اولنۍ اندیښنې بدله شي او د اسلامي نړۍ ډیر پتمن مشران، د فلسطین تاوان د اسلامي دنیا تاوان وبولي.
نو د دې لړ ۍ په دې وروستي پروګرام کښې به کوشش وکړو چې ولې د فلسطین مسئله باید د اسلامي امت وړومبنۍ مسئله وي؟ او د اسلامي نړۍ لپاره د دغه ټاټوبي د اهمیت وجوهات کوم دي؟
*/*/*/*
په ایران کښې له اسلامي انقلابه مخکښې، د فلسطین د جګړې په ډګر کښې «اسلام» نه و او د عربو هیوادونو د وخت مشرانو هڅه کړې وه چې ورته قومي او عربي هویت او رنګ ورکړي. خو په ۱۹۷۹ کال کښې د ایران د اسلامي انقلاب بریالیتوب دا حقیقت چې د صهیونزم خلاف د مبارزې لپاره اسلام یوازنۍ حل لاره او مقاومت د دغه مقصد لپاره یوازنۍ لاره ده، د فلسطین پاڅون کونکو خلکو ته بیان کړ او د صهیونسټي رژیم د پراختیاغوښتنې خطر یې ټولې سیمې ته په ګوته او څرګند کړ.
همداشان دې انقلاب دیني تعلیماتو ته د ستنیدو، خپلو توانمنیو ته د هیله مند کیدو، د اسلامي نظام مثال ګرځولو او د حماس او جهادِ اسلامي په شان د جهادي ډلو د جوړولو په لړ کښې د فلسطین په مسلمان ولس باندې ژوره اغیزه وکړه. د دغو اغیزو ترڅنګ، د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) له خوا د قدس د نړیوالې ورځې د اعلانولو نوښت سبب شو چې دغه ورځ په صهیونیسټي رژیم باندې د نړیوال دباؤ په یو اوزار بدله شي او د نړیوالو عامه افکار د فلسطین مسئله ته واوړي.
اسلام په ټولې انساني ټولنې کښې د انسان نیکمرغي خپل یو هدف ګڼي او خپلواکي، آزادي او ټولنیز انصاف د ټولو انسانانو حق ګڼي. په همدې بنیاد، هیڅ مسلمان د انسانانو په حقونو باندې په تیري او د بیګناه خلکو په مظلومیت سترګې نه شي پټولې. دا د هر انسان پر وړاندې د هر مسلمان مهمه بشري دنده ده او کله چې پر ځينو مسلمانانو ظلم وشي نو دا دروند مسؤليت دوه چنده کېږي. لکه څنګه چې رسول ا... صلی ا... علیه وآله وسلم په دې اړه فرمایلي دي: څوک چې سهار له خوبه پاڅي او دمسلمانانو په فکر کې نه وي، مسلمان نه دی او څوک چې د مسلمان غږ واوري او ځواب یې ورنکړي، هغه هم له مسلمانۍ بهر دی.
یعنې د اسلام د منلو شرط د مسلمانانو چارو ته رسیدګي او د اسلامي امت د نیکمرغۍ فکر او اندیښنه ده. امام خمیني د قدس د نړیوالې ورځې په توګه د رمضان د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په نومولو سره د فلسطین مسئله، پس له دې چې د صهیونیسټانو او د هغوي د ملاتړو په ګمان یوه هیره شوې مسئله ګڼله کیده، د اسلامي نړۍ په اولنۍ مسئلې بدله کړه او لامل شو چې د مسلمانو ولسونو پام د فلسطین مسئلې ته واوړي.
امام خمیني(رح) په دې خبرې سره چې دغه موضوع چې«د قدس ورځ یوازې د فلسطین ورځ نه ده بلکې د اسلام ورځ او هغه ورځ ده چې اسلام باید راژوندی کړي» لامل شوه چې نه یوازې د صهیونیسټانو په وړاندې د فلطین د خلکو د مقاومت د ونې جرړه وچه نه شي بلکې د قدس د آزادۍ په چورلیزتوب د نړۍ د مسلمانانو د یووالي لپاره یو نوی پلیټ فارم جوړ شي. دوي د قدس د ورځې په طرحې سره په عمل کښې وښودله چې د مسلمانانو ستونزې د زنځیر د کړیو په شان دي او هغوي دې نه پریږدي چط د اسلامي امت دښمنان د مذهبي او نسلي توپیرونو په کارولو سره په اسلامي نړۍ کښې تفرقه واچوي او خپلې سپیره دسیسې کامیابې کړي.
حضرت امام خمیني په ډاګه ټینګار درلود چې د اسلامي هیوادونو مشران باید پام وکړي چې د فساد دغه چینجی چې په اسلامي هیوادونو یې لګولی دی، یوازې د عرب ولسونو د ځپنې لپاره نه دی بلکې خطر او تاوان یې ټولې اسلامي نړۍ ته رسیږي.
د امام له نظره، دغه پلان،په اسلامي دنیا باندې د صهیونزم د ولکې او د اسلامي هیوادونو د ډیرو ښیرازو او له سرچینو د ډکو سیمو د نیولو لپاره دی او یوازې په سرشیندنې، پایدارۍ او د اسلامي حکومتونو په یووالي سره د استعمار د دغې تورې خپسکې له شره خلاصیدې شو او د اسلامي نړۍ د شرف او عظمت دوران دوباره راژوندې کوې شو.
د ایران د اسلامي جمهوریت اوسنې رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي هم باوري دی چې فلسطین د اسلامي هیوادونو د ټولو ګډو موضوعاتو ترمینځ اولنۍ مسئله ده ځکه چې په دې مسئله کښې ځانګړي مشخصات او خصوصیات موجود دي، وړومبې دا چې یو مسلمان هیواد د هغه له ولسه نیول شوی او هغو پردیو ته سپارل شوی چې له بیلابیلو هیوادونو څخه راغونډ کړې شوي او یوه جعلي ټولنه یې جوړه کړې ده.
دویمه دا چې په تاریخ کښې دغه بې مخینې پيښه په دوامداره وژلو، جنایتونو، ظلم او سپکاوي سره ترسره شوې ده.
دریمه دا چې د مسلمانانو وړومبنۍ قبله او په دغه هیواد کښې موجود ډیر محترم دیني مرکزونه د صهیونیسټانو له خوا په ورانولو، سپکاوي او زوال ګواښل شوي دي.
څلورمه دا چې د اسلامي نړۍ په ډیرې حساسې سیمې کښې دغه حکومت او جعلي صهیونیسټي ټولنې، له پیل نه تراوسه پورې د استکباري حکومتونو لپاره د یوې پوځي، امنیتي او سیاسي اډې په توګه رول لوبولی دی او د یو خنجر په شان د اسلامي امت په خیټه ننوتی دی.
او وروستی ټکی دا چې صهیونزم چې د انساني ټولنې لپاهر یو ستر اخلاقي، سیاسي او اقتصادي خطر دی، دغه ځاې په نړۍ کښې د خپل نفوذ او سلطې د پراختیا لپاره یوه وسیله او اتکائي ټکی ګرځولی دی.
آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د هغو میلیونونو کډوالو په کړاؤنو باندې په ټینګار سره چې د صهیونیسټي رژیم د جوړیدو په وجه ورسره مخامخ شوي دي، باور لري: «د فلسطین غمیزه، له اولې ورځې نه تر ننه پورې، د وژلې، ټرور او وراني او د اسلامي مقدساتو د نیواک او ورباندې د تیري یو ترکیب پاتې شوې، په دې وجه د دغه جنګي او غاصب دښمن په وړاندې د اودریدو او ورسره د مبارزې په ضرورت باندې ټول اسلامي مذهبونه په یوه خوله ټینګار وکړي او د ټولو صادقو او سالمو ملي بهیرونو د اجماع مرکز ووسي».
دوي له اسلامي نړۍ ورتیر، باوري دي: «د فلسطین مسئله یوازې یوه اسلامي مسئله نه ده بلکې یوه انساني مسئله ده، یعنې په دنیا کښې هر کس که هغه مسلمان وي او که نه وي، چې د فلسطین د پیښو په حقیقت پوه شي، د عاصب رژيم مخالف به وي.»
دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټانو او د هغوي د ملاتړو اصلي سیاست دا دی چې د فلسطین مسئله هیره کړې شي. هغوي په مختلفو چل ولونو او د ډول ډول طریقو په تیره بیا د پیچلو رسندوي تبلیغاتو په کارولو سره، د فلسطین د آرمان او د هغه د دفاع د لوړو اهدافو د هیرولو لپاره، عامه اذهانو ته نوي موضوعات او ستونزې وراچوي.
د آیت ا... خامنه اي به باور نړیوال استکبار او په سر کښې یې صهیونیسټي رژيم، امریکا او انګلستان په ځانګړو پلانونو سره کوشش کوي چې د مسلمانانو عامه اذهان، د فلسطین له نیواکي ټاټوبي څخه د اسلامي هیوادونو دننې ته بوځي چې وروستۍ نمونه یې د شیعه او سني ترمینځ د اختلاف او دښمنۍ رامینځته کول او د اسلامي نړۍ د هیوادونو ترمینځ د مذهبي جنګ جوړول او هم داشان په مسلمانو هیوادونو کښې د داعش، القاعده او احرار الشام وغیره په شان د ترهګرو ډلو جوړول دي.
ګرانو مینه والو د پروګرامو د دې لړۍ په پاې کښې دې جمع بندۍ ته رسیدې شو چې: فلسطین د اسلامي نړۍ وړومبنۍ مسئله ده ځکه دغه خاوره د الهي دینونو د راتلو او د نبیانو او برکتونو ټاټوبی دی او خدای تعالی دغه ځمکه په قرآن کریم کښې پنځه ځلې د «مبارک»، «مقدس» او «قریب» ټاټوبي په شان عنوانونو ستایلې او یاده کړې ده.
فلسطین د اسلامي نړۍ اولنۍ مسئله ده ځکه چې د مسلمانانو وړومبنۍ قبله هلته ده او له هجرته درې کاله مخکښې یعنې د بعثت په لسم کال د اسراء او معراج په شپه د لمونځ له واجب کیدو راهیسې به رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) او د هغوي اصحابو، له هجرت نه تر ۱۶ میاشتې وروسته پورې د هغې په لور لمونځ کوه.
فلسطین د اسلامي نړۍ وړومبۍ مسئله ده ځکه چې دغه ټاټوبی او په خاصه توګه «قدس» د پیغمبر اکرم د اسماني سفر او معراج د ځمکني سفر د پاې او د اسماني سفر د پيلیدو ځاې دی. خدای تعالی په دې ډول اراده وکړه چې د شپې په وخت د حضرت محمد(ص) ځمکنې سفر په مسجدالاقصی باندې ختم شي او له دغه ځايه اسمانونو او «سدرة المنتهی» ته د دوي سفر پيل شي. د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ او د نړۍ د نورو پتمنو اولنۍ مسئله ده ځکه چې جعلي صهیونیسټي رژیم د فلسطین د د مظلومو خلکو د وطن څه باندې ۱۹ زره مربع کیلومیټره خاوره نیولې او د دغه ټاټوبي میلیونونه خلک یې بې کوره کړي او زرګونه یې شهیدان کړي دي. په دې وجه ضروري ده چې د نړۍ په ډیرو سیمو کښې په صحي خبرتیا او اطلاع رسونې سره، د فلسطین د ملاتړ او د قدس شریف د مسئلې د روښانه کولو په لړ کښې اقدام وکړي.
په پاې کښې باید هیر نه کړو چې د فلسطین له خلکو ملاتړ، سربیره پر دې چې یو اسلامي آرمان دی، په عین حال کښې یو نړیوال مسئولیت او انساني او د بشري حقوقو آرمان هم دی چې په دې دنیا کښې هر کس یې باید مسئولیت په اوږو یوسي او له نیواکګرو د قدس شریف د آزادۍ په لاره کښې هلې ځلې وکړي.
*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی