اسرائیل باید په سوریې باندې تیري بند کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو له استازي »ګیر پډرسون» سره په کتنه کښې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د خلاف ورزۍ او د صهیونیسټ رژیم د تیریو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې په اقدام ټینګار وکړ.
حسین امیر عبداللهیان چې نیویارک ته تللی دی د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي ګیر پډرسون سره په کتنه کښې په سوریې کښې د ثبات له ټینګیدا سره د مرستې لپاره د ملګروملتونو د هڅو په ملاتړ کولو سره د ترهګرۍ له سپیرې ښکارندې سره د اغیز شیندونکي او د پریکنده مبارزې لپاره د سیمې د هیوادونو او د نړیوالو ارګانونو په ملګرتیا او د نړیوالې ټولنې په جدي ارادې ټینګار وکړ.
ګیر پډرسون هم په هر ډول سیاسي نوښت کښې د تهران د رول لوبولو د دوام د ضرورت او د قدرونې په شمول په سوریې کښې له سیاسي حل سره د مرستې او له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په رغنده او اغیز شیندونکي رول ټینګار وکړ.
د صهیونیسټ رژیم له وروستي ترهګر اقدام وروسته د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ته په لیک کښې ولیکل د ایران د پوځي سلاکارانو پرضد د اسرائیلو ترهګرې حملې د دغه رژیم ترهګر ماهیت ښکاره کړ.