لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې
د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ د مهمو پيښو د څیړنې له اونیزې لیکنې سره مو په خدمت کښې یوو. له معمول سره سم، نن به هم اول د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ د ځینو مهمو خبرونو سرټکي او ورپسې به یې په اړه شننې او څیړنې درته وړاندې شي.
په تیره اونۍ کښې، د غزې د بدلونونو په اړه مهم خبرونه،
په عراق کښې د حشد الشعبي په ځواکونو باندې د امریمکې حمله
او
د دغه ځواک د یو قومندان شهادت، د لویدیځې آسیا مهمې پيښې وې...
*/*/*/
د غزې تړانګې خلاف د صهیونیسټي رژيم د جنګ پنځمه میاشت په داسې حال کښې تیریږي چې په تیرو ورځو کښې هم د غزې د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم نسل وژنه روانه وه.
ورته مهال د اوربند لپاره مذاکراتو هم دوام وکړ. صهیونیسټي، امریکايي، مصري او قطري مذاکره کووونکي په پاریس کښې د جنګ د بندولو او له حماس سره د پاتې صهیونیسټي اسیرانو د آزادۍ لپاره د یو چوکاټ د څیړلو په سر موافقې ته ورسیدل، دا هغه طرحه وه چې د امریکې خارجه وزیر انتوني بلینکن په واشنګټن کښې له خپل قطري همرتبه سره په ګډې خبري غونډې کښې «پياوړې او قانع کوونکې» وبلله.
خو حماس دې ته په اشارې سره چې د مقاومت له نورو ډلو سره له صلاح مشورو وروسته یې دغه وړاندیز ته ځواب ورکړی دی، وویل: «مونږ دغه وړاندیز ته په مثبت نظر ګورو خو داشان چې پراخ او بشپړ اوربند او زمونږ په ولس باندې د حملو بندیدل په کښې شامل وي».
له بلې خوا د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم نتانیاهو څو ورځې مخکښې د اوربند لپاره د حماس د طرحې په ردولو سره وویل: «د حماس د وهمي غوښتنو په وړاندې تسلیمیدل به د اسرائیلو لپاره یوازې د یوې بلې غمیزې او د یوې بلې وژلې سبب شي». هغه زیاته کړه چې په حماس باندې د پوځي دباؤ دوام، د اسرائيلو د امنیت لپاره «ضروري شرط» دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکې خارجه وزیر لویدیځې آسیا ته په خپل ۵ ورځني سفر کښې تیره چارشنبه د صهیونیسټي رژیم له وزیراعظم سره وکتل او د خبریالانو له شتون پرته یوې غونډې کښې یې خبرې اترې وکړې. ویل کیږي چې د دغو خبرواترو یو چورلیز د اوربند وړاندیزي طرحه وه.
*/*/*/*/
صهیونیسټي رژيم په داسې حال کښې د اوربند له منلو ډډه کوي چې د یدیعوت آحارانوت اسرائیلي ورځپاڼې په لیکنه، د اسرائيلو د نسل وژونکي پوځ ډیر ذخیره پوځیان د غزې له جګړې له راستنیدو وروسته نفسیاتي درملنې ته اړتیا لري.
د دغې ورځپاڼې په لیکنه، د دې ذهني پریشانۍ علت هم، هغه سخت حالات دي چې د غزې خلاف جنګ کښې ورسره مخامخ شوي وو.
صهیونیسټي سرچینو له دې مخکښې ویلي وو چې ۹ زره صهیونیسټي پوځیانو ته د غزې د جنګ له پیل راهیسې درملیزې مرستې ورکړې شوې دي او د هغوي څلورمه برخه دوباره جنګ ته ستنه نه شوه.
یدیعوت آحارانوت ورځپاڼې تیره چارشنبه د یو رپورټ په خپرولو سره په غزه کښې د اسرائیلو د ذخیره ځواکونو د خراب حالت څیني انځورونه خپاره کړل چې هره شیبه ممکنه ده یوځل بیا د جنګ لپاره وروغوښتل شي. ورځپاڼې خپله له دغو پوځیانوڅخه د یو هغه پوځي له خولې چې تازه له غزې ستون شوی، لیکلي دي: په غزې کښې مو سخت ګوزار وخوړه، دوه ملګري مې ووژل شول او څلور نور ژوبل شول. فکر کوم د دې وضاحت لپاره چې له دې وروسته به مې ژوند څنګه وي، ډیر وخت ته ضرورت لرم. خو د اوس وخت په هکله باید ووایم چې له نورو سره په ډیره ګرانه اړیکه ټینګولې شم. خوی مې ګډوډ شوی دی، زیاتره وختونه مې حال خراب وي او عصبي یم او څیره مې ډیره غمګینه ده».
سي، این، این هم رپورټ ورکړی چې په غزه کښې د پاتې اسیرانو کورنۍ له حماس سره د اوربند د موافقې د ردولو په وجه بنیامین نتانیاهو ته سختې په قهر دي. سي این این په خپلې شننې کښې لیکلي چې په غزه کښې د پاتې اسیرانو کورنۍ، له جنګ څخه په تیریدونکو دې څلورو میاشتو کښې يه یوهیړ اعتراضي غږ بدلې شوې دي او د اسرائيلیانو له پراخو ملاتړونو برخورې دي.
*/*/*/*/
د لویدیځې آسیا یوه بله پیښه، په رفح باندې د حملې لپاره د نتانیاهو فیصله ده. د اسرائیلو وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د رفح د خالي کولو لپاره د دغه رژیم د پلان خبر ورکړی دی. هغه وویل: پوځ ته مې حکم کړی چې له خلکو د رفح سیمې د پاکولو او همداشان د حماس د پاتې څلورو کنډکونو د نابودولو لپاره یوه طرحه وړاندې کړي.
د نتانیاهو دفتر په یوې خبرپاڼې کښې وویل: به داسې حالاتو کښې د اسرائلو لپاره د جنګي اهدافو ترلاسه کول ناشوني دي چې په رفح کښې د حماس څلور یونټونه پاتې دي. د دې بیانیې په دوام کشې لولو: «له بلې خوا واضحه ده چې په رفح کښې د پراخو عملیاتو ترسره کول، له جنګي سیمو د خلکو ایستلو ته ضرورت لري». د اسرائيلو د جنګ وزیر یوآو ګالانټ هم له دې مخکښې ویلي وو چې د دغه رژيم پوځیانو پریکړه کړې چې په غزه کښې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو په دوام کښې، د مصر پولې ته څیرمه رفح ته هم ورشي.
اسرائيلو دا فیصله په داسې حالاتو کښې کړې ده چې رپورټونه وايي، په زرګونو کډوال فلسطینیانو په رفح کښې پناه اخیستې ده او مصر هم په دغې سرحدي سیمې باندې د اسرائیلو د حملې په هکله خبرداری ورکړی دی. ډیر فلسطینیانو له مخکښې نه په رفح ښار باندې د اسرائیلو له بریده اندیښمن وو. هغوي وايي، په داسې حالاتو کښې چې اسرائیل د غزې په جنوبي سیمو کښې د خپلو عملیاتو په پراخولو لګیا دي، له رفح نه پس د پناه اخیستو هیڅ ځاې نشته.
په رفح باندې د حملې لپاره د نتانیاهو پریکړه په داسې حال کښې ده چې نیویارک ټایمز رپورټ ورکړی، د امریکې د اطلاعاتي چارواکو ارزونه دا ده چې اسرائیل د حماس د ختمولو لپاره تراوسه خپل هدف ته نه دی نزدې شوی. نیویارک ټایمز څو اونۍ مخکښې هم رپورټ ورکړی و چې د اسرائيلو د پوځ یوشمیر جګ پوړي قومندانان اوس دې نتیجې ته رسیدلي دي چې په یو وخت دواړو اهدافو ته د رسیدو امکان نشته او د حماس د نابودولو لپاره هر ډول اوږدمهاله پروګرام به د اسیرانو د مړینې سبب شي.
*/*/*/*/*/
په اکتوبر میاشت کښې د غزې د جنګ له پيلیدو سره هممهاله، د مقاومت ډلو په عراق کښې په دیره امریکايي پوځیانو باندې هم بریدونه پيل کړل. په دغه ډول یوې حملې کښې چې د اردن او سوریې په پوله کښې د امریکې په اډې باندې وشوه، درې امریکايي پوځیان وژل شوي او ۳۴ نور زخمي شول. پينټاګان د حشد الشعبي «کتائب حزب ا...» څانګه په اردن کښې په خپلې پوځي اډې کښې د دریو امریکايي عسکرو د وژلو لامل وبلله.
امریکې د دغې حملې په غبرګون کښې، په سوریې او عراق کښې د مقاومت د ډلو سنګرونه په نښه کړل. د بغداد په ختیځ کښې په یو ګاډي باندې د تیرې اونۍ په حملې کښې د عراق د کتائب حزب ا... یو قومندان «أبو باقر الساعدي» شهید شو. د امریکې د پوځ مرکزي قومندانۍ «سنټکام» د عراق د حزب ا... د یو قومندان په شهیدولو باندې په رسمي توګه اعتراف وکړ. سنټکام مدعي شوی، دا کوم قومندان چې په دغو عملیاتو کښې په نښه شوی، په سیمه کښې زمونږ په ځواکونو باندې په حملو کښې په لاس لرلو او نیغ په نیغه د پلاننګ مسئول و.
د عراق په پارلیمان کښې د بدر فراکسیون مشر مهدي تقي الامرلي، د مقاومت د ځواکونو په ګاډي باندې د امریکې ډرون حملې ته غبرګون ښودلی او په عراق کښې د تل لپاره د امریکایانو د شتون د ختمیدو غوښتونکی شو. هغه وویل: «مونږ یوځل بیا وایوو. البته دا ځل، د تیرو ځلونو سره فرق لري. مونږ په عراق کښې د امریکې شتون ته «نه» وایو. صبر وکړئ نو وبه وینئ چې مونږ څه کوو. د امنیت او دفاع د کمیټې ټول غړي په ګډه د نیواکګرو د ایستلو هوډ لري. د بیګناه خلکو د وینې توییدل نور بس دي».
د عراق النجبا غورځنګ هم د عراق د مقاومت له ځواکونو څخه د ابوباقر الساعدي ټرور ته هم غبرګون وښوده. د النجبا غورځنګ په بیانیه کښې راغلي دي: «قومندان الساعدي د عراق د وسله والو ځواکونو په لوې قومندانۍ پورې اړونده د عراق په یو رسمي سازمان پورې اړونده دی. د عراق حاکمیت او د وینې او ځمکې حرمت چرته دی؟
د عراق د شیعه سیاسي غږملتیا چوکاټ هم په یوې بیانیې کښې وویل چې دغه پیښه د امریکايي ائتلاف د ځواکونو له ماموریتونو سره په تناقض کښې ده او مونږ یې له هغو قومندانانو خونړۍ بدل ګڼو چې د ترهګرۍ په وړاندې په قدرت سره اودریدل.
همداشان د عراق د شیعه غږملتیا چوکاټ، د عراقي ښاریزو د امنیت د ساتنې او د غلیمانه بریدونو د لړۍ د ختمولو لپاره د نړیوال ائتلاف د ماموریت د ختمولو لپاره د عراق د حکومت د هلوځلو د دوام په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی