صهیونیسټي ځواکونو یوه بله فلسطینۍ پيغله شهیده کړه
یوه فلسطینۍ پیغله د هغو ټپوڼو له امله چې صهیونسټي پوځیانو ورته رسولې وو شهیده شوه .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د حیفا د جنوب په الخضیره سیمه کې د هلیا یافا روغتونو مقاماتو وویل شپاړس کلنه فلسطینۍ جینۍ نوف عقاب انفیعات چې پرون په یو چیک پوسټ کې صهیونسټي پوځیانو په ډزو ژوبل کړې وه نن د سختو ټپونو له امله په روغتونه کې شهیده شوه .
د اسراییلو پوځ په یوې بیانیې کې ادعا کړې چې دغه فلسطینۍ جینې یې له هغې ورسته ویشتې چې یو اسراییلی پوځی یې د میفودوتان ښارګي په دروازه کې په چاقو ژوبل کړ.
په اسلامي مراکزو د صهیونسټ رژیم د تیریو او دماشومانو او ښځو په خلاف د دغه رژیم د جنایتونو له سختیدو وروسته فلسطینیانو د دوه زره پینځلسم کال په اکتوبر کې د قدس انتفاضه پیل کړه . له هغه وخته تر اوسه درې سوه فلسطنیان د اسراییلو په لاس شهیدان شوې او په سلګونو ژوبل شوې دي.