صهیونیسټي ځواکونو یوه بله فلسطینۍ پيغله شهیده کړه
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i49018-صهیونیسټي_ځواکونو_یوه_بله_فلسطینۍ_پيغله_شهیده_کړه
یوه فلسطینۍ پیغله  د هغو ټپوڼو له امله چې صهیونسټي پوځیانو  ورته رسولې وو  شهیده شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2017 15:16 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي ځواکونو یوه بله فلسطینۍ پيغله شهیده کړه

یوه فلسطینۍ پیغله  د هغو ټپوڼو له امله چې صهیونسټي پوځیانو  ورته رسولې وو  شهیده شوه .

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې د حیفا د جنوب په الخضیره سیمه کې د هلیا یافا روغتونو مقاماتو وویل شپاړس کلنه فلسطینۍ جینۍ نوف عقاب انفیعات  چې پرون په یو چیک پوسټ کې صهیونسټي پوځیانو په ډزو ژوبل کړې وه نن د سختو ټپونو  له  امله په روغتونه کې شهیده شوه .

 د اسراییلو پوځ په یوې بیانیې کې ادعا کړې چې دغه فلسطینۍ جینې یې له هغې ورسته ویشتې چې  یو اسراییلی پوځی یې د میفودوتان ښارګي په دروازه کې په چاقو ژوبل کړ.

 په اسلامي مراکزو د صهیونسټ رژیم د تیریو او دماشومانو او ښځو   په خلاف د دغه رژیم د جنایتونو له سختیدو وروسته  فلسطینیانو د دوه زره پینځلسم کال په  اکتوبر کې د قدس انتفاضه پیل کړه .  له هغه وخته تر اوسه درې سوه فلسطنیان د اسراییلو په لاس شهیدان شوې او په  سلګونو ژوبل شوې دي.