منځنی ختیځ په تیره اونۍ کی
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i75442-منځنی_ختیځ_په_تیره_اونۍ_کی
په تیره اونۍ کی د سوریې؛ یمن او نیواکی سیمو بدلونونه، د نورو ځایونو له بدلونونو څخه لا مهم ؤو، چی پدی مطلب کی په لا زیاتی توضیح سره څیړل کیږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2018 07:22 Asia/Kabul
  • منځنی ختیځ په تیره اونۍ کی

په تیره اونۍ کی د سوریې؛ یمن او نیواکی سیمو بدلونونه، د نورو ځایونو له بدلونونو څخه لا مهم ؤو، چی پدی مطلب کی په لا زیاتی توضیح سره څیړل کیږی.

تیره اونۍ د سوریی په باره کی لسمه سیاسی غونډه ترسره شوه. دغه دوه ورځنۍ غونډه د جولای په ۳۰ او ۳۱ نیټو کی د روسیی په سوچی کی وشوه. تر دې وړاندی ۹ غونډې د قزاقستان په پایتخت( آستانه ) کی ترسره شوی وې. د سوریی په چارو کی د روسیی د ولس مشر ځانګړی استازی«الکساندر لاورنتیف»، چی د سوچی په ناسته کی یی د روسی پلاوی مشرې هم په غاړه درلوده، وویل:« په سوچی کی د غونډې د ترسره کولو لپاره فیصله، د دی لپاره وه چی د آستانه د خبرو اترو په پروسی باندی یو نوئ اړخ زیات شوئ، او د بحثونو تمرکز به د سیاسی او بشر دوستانه چارو په باره کی وی ».

د دې دورې په ناسته کی هم، د لانجمنو سیمو د مشکلاتو د کمولو د ضامن په توګه د روسیی؛ ترکیی او د ایران د اسلامی جمهوریت پلاویو؛ د سوریی په چارو کی د ملګرو ملتو د استازی« اسټفن ډی میستورا »؛ د سوریی پلاوی، او د سوریی په مخالفانو پوری پیلی پلاوی ګډون درلود. امریکا ته پدې غونډه کی د ګډون لپاره بلنه ورکړه شوه، خو د امریکی د خارجه وزارت ویاندوی رسما اعلان وکړ، چی « دغه هیواد به د څارونکی په توګه، یا په هر بل رسمی شکل سره، پدی غونډه کی برخه وا نخلی ». پدی غونډه کی یو اردنی څارونکی هم شتون لرلئ دئ. پدې غونډه کی د اردن د شتون دلیل، د سوریی د جنوب په بدلونونو پوری مربوط ؤ، چی  د ترهه ګرو له نیواک څخه د سوریی د جنوبی سیمو د پاکولو عملیات په چټکۍ سره دوام لری، او د درعا ولایت  څه دپاسه ۹۸ فیصده برخی آزادی شوی دی، او د سوریی د پوځ او د هغه د متحدینو تمرکز، د قنیطره ولایت د آزادولو لپاره شوئ دئ.

د سوچی غونډه کی د ایران د لوړ پوړی مذاکره کونکی« حسین جابری انصاری » له قوله؛ د سوچی په ناسته کی، د سوریی د اساسی قانون کمیټه؛ د کډوالو د تبادلې او خپل هیواد ته د کډوالو د ستنولو کمیټه؛ د تیری اونۍ د غونډې د خبرو اترو دری

چورلیزونه ؤو ». د سوچی غونډې د پای په بیانیه کی؛ چی د تیری اونۍ د سه شنبی په ورځ صادره شوه، د داعش؛ جبهة النصره؛ او په القاعدی یا داعش پوری د نورو ټولو پیلو ډلو، غړیو او جوړښتونو په نابودولو؛ چی د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا پیژندل شوی دی، او همداراز د هغو بیلتون غواړو اهدافو او مقاصدو سره په مقابله کولو، چی موخه یی د سوریی د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، او د ګاونډیو هیوادونو د ملی امنیت کمزوری کول دی، ټینګار شوی دئ. په عین حال کی په یاده بیانیه کی راغلی دی: چی د سوریی په باره کی د خبرو اترو راتلونکئ دور به، د ۲۰۱۸ م کال په سپټمبر میاشت کی ترسره شی.

د سوریی پلاوی سرپرست« بشار جعفری » د دغې غونډې له کیدو وروسته، د دی خبری په بیانولو سره؛ چی امریکا د صهیونیسټی رژیم په شان، په سوریه کی له ترهه ګرو څخه ملاتړ کوی؛ ټینګار وکړ:« موږ، د سوریی له مختلفو سیمو څخه د امریکی او د هغې د متحدینو د ځواکونو په وتلو ټینګار لرو، ځکه چی د دغو ځواکونو شتون غیر قانونی دئ ».

بشار جعفری؛ د سوریی په خلاف د امریکی او اروپایی اتحادیی یو اړخیز؛ غلیمانه او تپلی اقدامونه، خپل هیواد ته د سوریایی

کډوالو د ستنیدو په وړاندی اصلی خنډ وباله ».

د اسرائیلو رژیم؛ د تیری اونۍ د یکشنبی  په ورځ، فلسطینۍ ۱۷ کلنه نجلۍ« عهد التمیمی » آزاد کړه. عهد التمیمی په هغو اعتراضونو کی، چی د ۲۰۱۷ م کال په ډسمبر کی، بیت المقدس ته د امریکی د متحده ایالتونو د سفارت د منتقلولو لپاره؛ د ډونالډ ټرمپ له فیصلې، او د اسرائیلو د پایتخت په توګه د دغه ښار له رسمیت پیژندنی وروسته ترسره شول؛ ګډون کړئ ؤ، او له اسرائیلی پوځیانو سره د مقابلې، او د صهیونیسټی رژیم د دؤو پوځیانو په مخ د سپیړی وهلو له کبله، نیوله شوې او په اتو میاشتو قید محکومه شوې وه. هغی؛ پداسی حال کی د اسرائیلو د «هشارون» په بند کی د خپل اسارت دوره پایته ورسوله، چی د نیول کیدو په مهال، ۱۶ کلنه وه.   

عهد التمیمی؛ چی د فلسطینیانو د مقاومت په سمبول واوښتله، له بند څخه له آزادیدو وروسته، د النبی صالح ع  په کلی کی د شهید«عزالدین التمیم» د کور په وړاندی وویل:« مقاومت به دوام ومومی ». هغې؛ همداراز ټینګار وکړ: چی حاضر دمه ۲۹ ښځی د اسرائیلو په جیلونو کی بندیانی دی؛ چی دری تنی یی کم عمرونه لری، او ټول دغه ښځی ټینګه اراده لری.

د لبنان خارجه وزارت، په یوې بیانیه کی د فلسطینی ځوانانو د مقاومت په ستایلو سره تاکید وکړ: فلسطینی پیغلی«عهد التمیمی» ثابته کړه؛ چی د نیواکګرۍ، ظلم او تکبر په وړاندی مقاومت او دریدل، عمر او جنسیت نه پیژنی ».

د فلسطین د آزادی بښونکی سازمان د اجرایی کمیټی د غړی «حنان عشراوی»  له قوله: همدا اوس؛ ۲۹۱ فلسطینی ماشومان، هماغه راز د صهیونیسټی رژیم  په بندونو کی شپی سبا کوی، چی روحی او بدنی شکنجې هم ورته ورکولی کیږی.

د غزی تړانګی په خلاف د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په دوام کی، د دغه رژیم د جګړې وزیر« آویګدور لیبرمن » تیره اونۍ، د صهیونیسټی رژیم پوځ ته امر کړئ، چی د غزی تړانګی د سونګو توکو د وړولو مخه ونیسی. په واقعیت کی لیبرمن، یو ځلې بیا د غزی تړانکی په ضد د سونګو جنګ پیل کړئ دئ. اسرائیل؛ د تیر جون میاشتې له نهمی نیټی څخه، د« کرم ابو سالم » لویه لاره هم، په بشپړه توګه تړلې ده. د دغې لویی لاری د تړلو پلمه هم، د فلسطینیانو له خوا د صهیونیسټ میشت ښارګوټو په لور، د اور بلونکی بالن او کاغذ بادونو الوزول بلل شوی دی. د «کرم ابو سالم» لویه لاره، غزې ته د اساسی کالیو او موادو د

وړلو یواځنۍ لار ده، چی د هغې په تړل کیدو سره د غزی اوسیدونکی، له کړکیچ او مشکل سره مخامخ دی.

غزې ته د سونګو توکو د وړلو منع کیدل، پداسی حال کی دی چی  فلسطینیان په غزه کی په منظمه توګه د بریښنا له تلو سره مخامخ دی، او له جنراتورونو څخه د استفادې لپاره، د سونګو توکو ته اړتیا لری. په غزه کی د سونګو کړکیچ او کمښت، د غزې د یو شمیر روغتونونو او د خدماتو او فعالیتونو د بندیدو سبب ګرځی، پداسی حال کی چی د اسرائیلو په وسیله د غزی ۱۲ کلنه کلابندې، پدې سیمه کی د ناروغانو د شمیر د زیاتیدو سبب شوې، او د روغتونونو، او د درملنی د ځایونو تړل کیدل، دغه وضعیت په زیاته اندازه کړکیچنوی. تیر ژمی؛ چی غزی ته د سونګو توکو وړل منع شوی ؤو، د دغې سیمی د درملنی لږ تر لږه ۹ مرکزونه تړل شوی ؤو.

په همدی حال کی، په غزی تړانګه کی د خلګو په سوله ایزو مظاهرو باندی د صهیونیسټی رژیم پرله پسی حملو، تیره اونۍ هم دوام وموند. د فلسطین د عامی روغتیا وزارت، د غزې په تړانګه کی د« ستنیدو حق » د ستر لاریون په ۱۹ جمعه کی، د یو ۱۵ کلن ځلمی په شمول د دؤو فلسطینیانو د شهیدانیدو، او د ۱۲۰

کسانو د ټپیانیدو خبر ورکړ. د فلسطین د عامی روغتیا وزارت اعلان وکړ: د تیری جمعې د لاریون کونکو د ټپیانو په منځ کی زیات شمیر ښځی او ماشومان وجود لری.

د ۲۰۱۸ کال د مارچ له ۳۰ نیټی څخه، چی د« ستنیدو حق » لاریونونه پیل شول؛ تر اوسه پوری ۱۵۶ فلسطینیان د اسرائیلی پوځیانو د ګولیو په ډزو شهیدان شوی، او څه د پاسه ۱۷ زره کسان ژوبل شوی دی.

یمن په تیره اونۍ کی هم، د آل سعود د جنایتونو د ادامی کتونکئ ؤ. د سعودی تیری ګر ائتلاف؛ د تیری اونۍ د پنجشنبی  په مازدیګر، په عمومی او استوګن سیمو باندی د حملو په دوام کی، د یمن په لویدیځ کی د الحدیده ښار د« الثوره » روغتون او ماهیانو د خرڅولو بازار بمباری کړ. پدغه جنایت کی لږ تر لږه ۶۰ یمنیان وژل شوی، او څه د پاسه ۱۰۰ کسان ټپیان شول.

د یمن انقلاب د لوړې کمیټی مشر« محمد علی الحوثی »، په الحدیده کی د سعودی تیری ګر ائتلاف عام قتل، د ملګرو متحدو د امنیت شورا لپاره ډیره لانجمنونکې موضوع وبلله، او ټینګار یی وکړ: امریکا؛ بریتانیا؛ عربستان؛ امارات او د هغوی نور

ملګری، هره ورځ ډول ډول جنایتون سرته رسوی، او له هیڅ کوم خنډ پرته، قوانین ترپښو لاندی کوی ».

د یمن د بشری حقوقو وزارت هم، پر روغتونونو او د درملنی پر ځایونو باندی قصدی او پلان شوې حمله، جنګی جنایت وباله، چی باید عواملو ته یی د جزایی نړیوالی محکمی له خوا سزا ورکړه شی. د یمن د عالمانو اتحادیی هم اعلان وکړ: د یمن ؤلس؛ پوځ او د هغه ؤلسی ځواکونه، توغندویی ځواک او د یاد هیواد بی پیلوټه الوتکی، د سعودی نیواکګرو او مزدورانو په ضد د جهاد کولو حق لری.   

په عین حال کی؛ د یمنی ښځو تښتول او په یمنی ماشومانو او ښځو باندی تیری کولو هم، د سعودی عربستان او اماراتو په ضد د دغه هیواد د خلګو قهر او غصه لمسولې ده. د امارات پوځیانو تیره اونی نږدی ۱۰ تنی ښځی د صعده له ښار څخه تښتولی او یو نا معلوم ځای ته یی منتقل کړې.

د یمن په ضد د آل سعود او د هغه د ملګرو جنایتونه پداسی شرایطو کی دوام لری، چی پدی هیواد کی د انسانی کړکیچن وضعیت  په باره کی، د نړیوالو ارګانونو خبرداری هره ورځ زیاتیږی.

د ملګرو ملګرو د نفوسو صندوق؛ د تیرې جمعی په ورځ په یو راپور کی اعلان وکړ: د الحدیده په ښار کی په سل ګونه امیندواری ښځی، د طبی امکاناتو او درملنی د کمښت له کبله، د مړینی له خطر سره مخامخی دی. پدی راپور کی راغلی دی: چی د یمنی میندو د مړینی کچه، په ۲۰۱۵ کال کی د موجودو شمیرنو په پرتله، دوه چنده شوې ده.

په یمن کی د ملګرو ملتو د انسانی چارو غږملونکی« لیز ګرندی» هم؛ د تیری اونۍ د یکشنبی په ورځ، په یمن کی د وبا ناروغۍ د یوځلې بیا خوریدو په هکله خبردارئ ورکړ، او ویی ویل: الحدیده؛ د یوې بلې هوایی حملې په اندازه، د وبا له پراختیا سره واټن لری.

نړیوال روغتیایی سازمان هم، دیته په اشارې سره چی په یمن کی د ناوړه تغذیی له کبله د مړینی اندازه، د زیاتیدو په حال کی ده؛ څرګنده کړه: یمن؛ د وبا ناروغۍ د خوریدو له خطرناکی څپې سره مخامخ دئ.