منځنی ختیځ په تیره اونۍ کی
په تیره اونۍ کی؛ د ۳۳ ورځنی جنګ د دوه لسمی کالیزې نمانځل، د یمنی ماشومانو د بد وضعیت په خاطر د«لیز ګراندی» ژړل، او په آل خلیفه رژیم د بشری حقوقو د ټولنو د نیوکو زیاتوالئ، د منځنی ختیځ له ډیرو مهمو بدلونونو څخه ؤ.
د تیری اونۍ د سه شنبه ورځ، د ۳۳ ورځنی جنګ له دوه لسمی کالیزې سره برابره وه. د ۲۰۰۶ کال د جولای په ۱۲ نیټه؛ صهیونیسټی رژیم د لبنان د حزب الله په خلاف یوه نوې جګړه پیل کړه، او دغه جنګ ۳۳ ورځی دوام وکړ، او په پای کی د ۲۰۰۶ کال د اګسټ په ۱۴ نیټه، د ملګرو ملتو د امنیت شورا په ۱۷۰۱ پریکړه لیک سره پایته ورسید. د ۲۰۰۶ کال د جګړی ظاهری علت، د حزب الله ځواکونو په وسیله د دؤو اسرائیلی پوځیانو اسیریدل ؤ؛ خو پټ او واقعی علت د اسرائیلو په خیالاتو کی نغښتئ ؤ. د دغې جګړې هدف، د حزب الله ختمول، او یا لږ ترلږه د لبنان له جنوب څخه؛ کډې کولو ته د شیعیانو مجبورول ؤ، خو هغه څه چی په عمل کی یی بڼه ونیوله، نه یواځی د حزب الله ختمیدل او حذفول نه ؤو، بلکه له یوې خوا د اسرائیلو د ماتې نه
خوړلو په ایډیا د بطلان کرښه وایستله شوه، او له بلې خوا د مقاومت محور د منځنی ختیځ په سیاسی ډګر کی د یو نه انکار کیدونکی لوبغاړی په توګه مطرح شو.
د دغو چارو په یوه مهمه پیښه کی، د لبنان د مقاومت ځواک؛ د «ساعر» په نامه د صهیونیسټانو مشهوره جنګی بیړۍ، د بیروت د اوبو د غاړی په مخامخ کی په نښه کړه، او په هغې پوری مربوط تصویرونه هم په مستقیمه توګه، له ټلویزونی شبکو څخه خپاره شول. اسرائیلی پوځیانو، د« وادی الحجیر » جنګ «ستر دوږخ» وباله. پدغه جنګ کی د اسرائیلو« مرکاوا » ټانکونه، یو په بل پسی ویجاړ شول. د«مرکاوا» ټانک، د لبنان تر جګړی وړاندی د اسرائیلو د پوځی صنایعو ویاړ شمیرل کیده، او د اسرائیلو په تبلیغاتی رسنیو کی ویل کیدل، چی دغه ټانک به هیڅکله ویجاړ نه شی.
د«مرکاوا» ټانکونو له ویجاړیدو سره په یو وخت کی، د« یدیعوت آحارونوت » اسرائیلی ورځپاڼی ولیکل: د«مرکاوا» ټانک؛ د اسرائیلی پوځیانو د جنازی په تابوت بدل شو.
د بین المللی اړیکو مشهور محقق« آنتونی کوردزمن»، د ۳۳ ورځنی جنګ په باره کی لمړنئ راپور، د هغه له ختمیدو څخه یواځی دری ورځی وروسته، یعنی د ۲۰۰۶ کال د اګسټ په ۱۷ نیټّه خپور کړ؛ او ویی لیکل: « په لبنان باندی په حمله؛ د اسرائیلو هیڅ یو هدف رښتنئ شوئ نه دئ ». د امریکی د هغه وخت ؤلس مشر«جورج بوش» هم، پخپلو خاطراتو کی چی د ۲۰۱۰ کال کی یی خپاره کړل؛ څرګنده کړه: پدغه جګړه کی د اسرائیلو کړچار کمزوری ؤو، او د یاد رژیم اعتبار یی له منځه وړئ دئ. د لبنان د حزب الله عمومی منشی«سید حسن نصرالله» هم، تیره اونۍ د ۲۰۰۶ کال د ۳۳ ورځنی جنګ په دوه لسمه کالیزه کی، دغه ټکی ته اشاره وکړه؛ چی د یاد جنګ اصلی هدف، د مقاومت تر پښو لاندی کول ؤو، هم له پوځی نظره او هم په ځمکی د وسلو د پریښودلو له نظره. خو د یاد جنګ له کبله؛ په اسرائیل کی د لمړی ځل لپاره، د فاعی طرحی د کار په اجنډا کی راغلې .
پر دې سربیره؛ چی اسرائیل پدی جنګ کی ماته وخوړله، حزب الله او د مقاومت محور هم، له یادې جګړې وروسته په منځنی ختیځ کی په اغیز شیندونکی لوبغاړی باندی واؤښتل؛ چی کړچار او فعالیتونه یی د یو شمیر سیمه ایزو قدرتونو، او له سیمی څخه د بهرو قدرتونو د اهدافو او سیاستونو په وړاندی، یو مهم خنډ دئ.
د لبنان حزب الله؛ دغه فعالیتونه او تګ لاری، د سوریی بحران
په جریان کی په څرګند ډول وښودلې. له دې رویه؛ د حزب الله عمومی منشی د خپلې تیری اونۍ په وینا کی، د سوریی جنګ؛ د ۲۰۰۶ کال د ۳۳ ورځنۍ جګړې په دوام کی وباله، او ویی ویل: «که لبنان په هغه جنګ کی ماته خوړی وای، د سوریی نظام ړنګول بل هدف ؤ». سید حسن نصرالله؛ همداراز صهیونیسټی رژیم، د سوریی جګړې یو کامل اړخ بللئ او څرګنده یی کړه:
« اسرائیل؛ د سوریی په جنوب کی د وسله والو ډلګیو لپاره، ټول لازم ملاتړونه سرته ورسول ».
تیره اونۍ؛ د سعودی جنګی الوتکو په وسیله د یمنی ماشومانو د وژلې په وړاندی عکس العملونو، چی وروستئ مورد یی د اګسټ په نهمه نیټه کی ؤ؛ زیاتیدونکئ بهیر لرلئ دئ، او حتی د یمن په چارو کی د ملګرو ملتو د انسانی چارو مسؤله« لیز ګراندی»، د تیری اونۍ د چهار شنبی په ورځ، له هغو زده کونکو څخه د عیادت په کولو سره، چی د سعودی د جنګی الوتکو د تیری اونۍ د پنجشنبی ورځی په حمله کی، ټپیان شوی ؤو؛ دومره غمجنه او غصه شوه، چی و یی ژړل.
د صعده ولایت د«ضیحان» په ښار کی، د یمنی ماشومانو په بس موټر باندی د سعودی جنکی الوتکو د اګسټ د نهمی نیټې حملی، څه دپاسه ۱۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولی ده. دغی حملی تر اوسه پوری مختلف عکس العملونه په ځان پسی لرلی دی.
د یمن په چارو کی د ملګرو ملتو د انسانی مسایلو استازې، میرمن «لیز ګراندی» د یمنی ماشومانو وژل« تراجیدی» وبلله او ویی ویل:« هیڅکله؛ هیڅکله او هیڅکله د دغه کار لپاره کومه توجیه نه شو لرلای. هغه څه چی موږ یی نن کتونی یو، د هوایی حملو قربانیان دی، دا هماغه د هوایی حملو او جنګ له کبله ویرونکې انسانی فاجعه ده؛ ټوله دنیا دا اقدام غندی».
زیاتره شناندی او کارپیژاندی؛ هغه جنایتونه چی عربستان په یمن کی سرته رسوی، او د یمنی ماشومانو د اګسټ د نهمی نیټی جنایت، د جنګی جنایت مصداق او مثال ګنی، چی عربستان د امریکی د ملاتړونو په سیوری کی سرته رسوی. په همدې اړه، د بشری حقوقو د څارونکی سازمان محقق« کریسټین بکرلی » د تیری جمعې په ورځ وویل: دغه سازمان کړای شوی دی، چی د سعودی ائتلاف په مشرۍ د هغو غیر قانونی حملو ۹۰ موردونه؛ چی زیاتره یی د جنګی جنایت مصداق دی په مستند ډول را ټول کړی، او د یادو حملو ۲۴ موردونه؛ په امریکایی بمونو سره سرته رسیدلی دی.
پداشان شرایطو کی د ملګرو ملتو ویاندوی«الساندرو فلوچی»، د تیری اونۍ په وروستیو کی اعلان وکړ، چی د یمن په چارو کی د ملګرو ملتو استازی«مارټین ګریفیتس»، په بیلابیلو بلن لیکونو کی، له د منصور هادی له استعفا کړی دولت، او همداراز له د یمن له انصارالله څخه غوښتی دی، چی د راتلونکی سپټمبر میاشتی په شپږمه نیټه، د جنیوا په مذاکرو کی ګډون وکړی. که څه هم د یمنیانو ترمنځ د خبرو اترو ترسره کیدل، پخپل ذات یو مثبت اقدام دئ؛ خو ترڅو پوری چی سعودی ائتلاف د یمن په مختلفو سیمو خپلو حملو ته دوام ورکوی، مذاکری به کومه نتیجه ونه لری. د یمنی ډلو ترمنځ مذاکری، د ۲۰۱۶ کال د اګسټ له میاشتې څخه تر اوسه پوری دریدلی، او ترسره شوی نه دی.
د آل خلیفه په رژیم د بشری حقوقو د مؤسسو او ټولنو نیوکی هماغه راز دوام لری، او البته دغه رژیم هم؛ د پخوا په شان دغو نیوکو بی پامی کوی. تیره اونۍ؛ د ملګرو ملتو یوې کمیټی، په بحرین کی په تیره بیا د سیاسی بندیانو د حقوقو د پایمالیدو د زیاتیدو په هکله د نیوکی په کولو سره، د یاد هیواد د بشری حقوقو د فعال« نبیل رجب » د آزادیدو غوښتنه وکړه، خو د آل خلیفه رژیم دغه غوښتنه رد کړه.