د لویدیځې اسیا بدلونونه
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i99772-د_لویدیځې_اسیا_بدلونونه
د سیمې د هیوادونو په وړاندې په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله د محمد بن سلمان له بدمعاشۍ ډک کړچار د امریکا د حکومت او د اسرائیلو رژیم له هرکلی سره یوځاې شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2021 11:50 Asia/Kabul
  • د لویدیځې اسیا بدلونونه

د سیمې د هیوادونو په وړاندې په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله د محمد بن سلمان له بدمعاشۍ ډک کړچار د امریکا د حکومت او د اسرائیلو رژیم له هرکلی سره یوځاې شو .

له ایران سره د ښو اړیکو درلودلوته د ګروهنې په اړه د سعودی ولیعهد څرګندونې

په نیواکی ټاټوبیو کې امنیتی پیښې

او د فلسطین د پارلیمانی انتخاباتو د ځنډولو لپاره د محمود عباس فیصله  په تیره اونۍ کې د لویدیځې اسیا مهم بدلونونه وو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان  د نهې په شپه له العربیه ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په ښکاره دریځ بدلولو سره وویل ایران ګاونډی هیواد دی او ریاض هیله من دی وکولای شي له تهران سره ښې اړیکې ولري .هغه زیاته کړه نه غواړو چی ایران په سختو شرایطو کې وی بلکې غواړو چی ایران یو غوړیدلې هیواد وی او پراختیا ومومی . د بن سلمان دغه څرګندونې له  پراخ غبرګون سره مخامخ شوې .

 

د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په ټویټر پیغام کښې له ایران سره د سعودي عربستان د اړیکو د ټینګولو لپاره د محمد بن سلمان د غوښتنې هرکلی وکړ او ویې ویل مونږ د خارجي سیاست په ډګر د بن سلمان د دغه غوښتنې چې پکښې د ایران په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره په خبرو اترو او ښه ګاونډیتوب ټینګار شوی دی ملاتړ کوو .

د ابوظهبی ولیعهد محمد بن زاید هم په یوه ټویټ کې د بن سلمان د خبرو هرکلې وکړ او ویې لیکل د عربستان د ولیعهد مرکه په سیمه او نړۍ کې  د عربستان له وسونو سره متناسب ژور فکر او حکیمانه لیدتوګو او انډول دریځونو انعکاسونکی ده .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم د بن سلمان د څرګندونو په غبرګون کې ولیکل  مونږه له ایران سره د سولې لپاره د عربستان د مخکې کیدو هرکلې کوو . ایران زمونږ ګاونډې دې او عربستان زمونږ نږدې ملګرې . دا سوله غوښتونکې اقدام به د اسلامی امت د پیاوړتیا سبب شی .

په دوه زره اولسم میلادي کال کښې  په امریکا کښې واک ته د ډونالډ ټرمپ رسیدل د سعودي عربستان د واک په جوړښت کښې د محمد بن سلمان د موقعیت او د نفوذ د زیاتیدا سبب شول ځکه چې پخواني ولسمشر ټرمپ د میلیارډونو ډالرو تړونونو په مقابل کښې د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان څخه هراړخیزه ملاتړ په خپلې اجنډا کښې وروستلی و .

یوازې د سعودي عربستان په داخلي کښې سیاست کښې د محمد بن سلمان یواړخیزپالنه نه وه بلکې هغه په بهرني سیاست په تیره بیا د لویدیځې اسیا د سیمې په وړاندې هم یواړخیزه او له بدمعاشۍ ډک کړچار غوره کړ چې قطر ته حکم ورکول او له دغه هیواد سره د اړیکو غوڅول  او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو ختمول او د یمن پرضد جنګ د دغه سیاست په ښکاره موردونو کښې شامل دي .

د سیمې د هیوادونو په  وړاندې  په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله د محمد بن سلمان له بدمعاشۍ ډک کړچار د امریکا د حکومت او د اسرائیلو رژیم له هرکلی سره یوځاې شو .

د ایران له اسلامي جمهوریت سره د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان دښمنۍ تر دې حده وه چې هغه د دوه زره اولسم میلادي کال په جون میاشت کښې په ډاګه ویلي وو په لویدیځې اسیا سیمې کښې جنګ به د ایران داخل ته وغځوي .

په حقیقت کښې دغه غیر ډیپلوماټیکې او په ډاګه څرګندونې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د محمد بن سلمان د دښمنۍ اوج  و  او دغه دښمنۍ د لویدیځې اسیا سیمې په سیاسي او امنیتي نظم هم زیات منفي اغیزونه لرلي دي .

همدا اوس د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په یوشمیر نرمو او ډيپلوماټیکو څرګندونو کښې وویل ریاض له ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی .

رویټرز خبري اژانس د محمد بن سلمان د وینا په شننه کښې ولیکل محمد بن سلمان د ایران په هکله له پخلاینې ډک ښکاره دریځ غوره کړی دی او هڅه کوي زاړه دښمنۍ د تهران له سیمه ییزو کړچارونو سره د مقابلې د څرنګوالي په باره کښې له امریکا سره د اختلافاتو او  انډوله اقتصادي ملاحظاتو ته په پام سره کمه کړي .

داسې ښکاري له ایران سره د دښمنۍ په دوام کښې د سعودي عربستان یوازې او څنګ ته کیدل ، د یمن په جبۍ کښې ښکیلیدل او دغه راز کورنۍ اندیښنې د ولیعهد محمد بن سلمان په دریځونو کښې د دغه بدلون د راتلو عامل دي .

د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان اوس نه یوازې د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپل څنګ کښې نه ویني بلکې په اسرائیلو کښې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لړزانده موقعیت کتونکی هم دی .

په حقیقت کښې له ایران سره د دښمنۍ دوام د محمد بن سلمان او د عربستان ګټې نه تامینوي بلکې هغه د اسرائیلو له ګټو سره سمون خوري .

په عین حال کښې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په یمن کښې د انساني غمیزې او د دغه شپږ کلن جنګ د بې نتیجې توب په هکله تر دباو لاندی دی او له ایران سره د اړیکو ښه کول په یمن کښې په خپله له جوړې کړي جبۍ څخه د وتلو لپاره زمینه ګڼي .

له بلې خوا د عربستان د باچا محمد بن سلمان له بدمعاشۍ ډک خارجي سیاست له پرله پسې ماتو سره یوځای و او د هیواد په داخل کښې یې هم د هغه موقعیت ته ګوزار ورکړ .

دغه مشکلات د سعودي عربستان په اوسنیو مشرانو دباو راولي او هغوې د خپلې لارې د سمولو په لور کاږي .

مهمه موضوع دا ده په داسې حال کښې چې د سعودي عربستان غیر ډیپلوماټیک او له بدمعاشۍ ډک کړچار په سیمه کښې له پراخو مخالفتونو سره مخامخ و خو اوس د محمد بن سلمان ډیپلوماټیکې او نرمې خبرې له هرکلي سره مخ شوي دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د روژې د مبارکې میاشتې له پیلیدا راهیسې د فلسطینیانو او اسراییلی عسکرو ترمینځ د قدس په نښتو کې کابو ۲۰۰ فلسطینیان ونیول شول . د فلسطین سرې میاشتې سازمان د تیر اتبار په ورځ اعلان وکړ د نیواکی قدس د زاړې سیمې په شاوخوا کې د صیهونیست رژیم د عسکرو د حملې په بهیر کې ۱۲ فلسطینیان ژوبل شول .

همداراز د فلسطیني اسیرانو د چارو یوې مسئولي ادارې ویلي هم  ویلی دی د اسرائیل تیری ګرو ځواکونو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې ۳ ماشومان یې تر نیولو وروسته په وحشیانه توګه وهلي او شکنجه کړي دي. دغه فلسطیني ادارې ټینګار وکړ چي صهیونیستي ځواکونو  ۳ ماشومان یې تر نیولو وروسته په سخټه ډبولي او بیایې خپل قرارګاه ته بیولي دي .د یادي ادارې له راپور سره سم، اسرائیلي ځواکونه د ماشومانو د جسمي او نفسیاتي شکنجې لپاره له هري طریقي څخه کار اخلي.

کابو ۵ زره فلسطیني وګړې د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي چي ۳۹ تنې ښځې او ۱۵۵ ماشومان هم پکښې دي .

صیهونیسټ رژیم په قدس کې د پارلیمانی انتخاباتو له ترسره کیدا د منع کولو په هدف په نیواکی ټاټوبی کی له فلسطینانو سره د نښتو نوی پړاو ته مخه کړی ده چی په نهایت کې هم د انتخاباتود ځنډیدا سبب شوی . په عین حال کی په تهران کی  د حماس استازی خالد قدومی وویل صیهونیست رژیم تل په روژې مبارکه میاشت کی په الاقصی جومات او دقدس په زاړې برخې د لسګونو زره لمونځ کونکیو د شتون په خاطر احساس کوی چی د دغه جومات کنټزرول یې له لاسه ورکړی دی  او همدغه مسله سبب شوه چی دغه رژیم سږکال په زرګونو پولیس ، سرحدی ځواکونه ، ځانګړی ځواکونه وغیره په دغه ښار کی په قدس د خپلې سلطې د پیاوړتیا لپاره ځای پر ځاي  کړی ، په تیره بیا دا چی تیرکال د کرونا په دلیل الاقصی جومات په بشپړه بند وو .

د پام وړ ټکی هغه خبردارې دې چی د صیهونیسټ رژیم پخوانی لومړی وزیر ایهود اولمرت د دغه رژیم چارواکو ته ورکړی وو . اولمرت په اسراییلی ورّځپاڼه معاریو کی د یوې مقالې په خپرولو سره د فلسطینیانو پرضد د حملو د دوام او هغو ته د تاوان رسولو په اړه په عمدی  ډول خبردارې ورکړ او ویې لیکل دغه اقدام د هغو په وړاندې له انتفاضې پرته بله لاره نه پریږدی . اولمرت جوته کړه په قدس ښار کې وروستۍ پیښې د دې ښودنه کوی چی حالات د دړې وړې کیدا په حال کی دي او ممکنه ده هره شیبه سخت شی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس داپریل په ۳۰ په رسمی ډول په فلسطینی ټاټوبیو کې د انتخاباتو ځنډول اعلان کړل او ویې ویل د انتخاباتو ترسره کیدا د نیواکی قدس د ګډون په امکان پورې تړلی ده ، ټاکل شوی وه د فلسطین پارلیمانی انتخابات د می په ۲۲ ، ریاستی انتخابات د جولای په ۳۱ ، همداراز د ملی شورا انتخابات د اګست په ۳۱ ترسره شی .

د محمود عباس اقدام د مقاومت ډلو له غبرګونونو سره مخامخ شوی دی . د فلسطین حماس غورځنګ د جمعې په ورځ په غزه کې د پراخ لاریون په ترسره کولو سره ټینګار وکړ الاقصی جومات سره کرښه ده  او د انتخاباتو ترسره کیدا او ملی اتحاد ته رسیدا د نیواکګرانو ضد فلسطینی لیکود یو موټی کولو لپاره مهم ګام دې .

په عین حال کی د حماس غورځنګ د دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل فلسطینی هیواد به له قدس پرته نه وی . قدس د فلسطین سیاسی پلازمینه ده او په قدس کې د انتخاباتو د ترسره کولو موضوع کې له چا سره  د نظر اختلاف نلرو . له لومړیو پته وه چی صیهونیسټ رژیم به هیڅکله اجازه ورنکړی چی په قدس کې ټاکنې ترسره شی خو ټولو فلسطینی ډلو وویل هر څه چی کیږی ، په قدس کې به انتخابات ترسره کیږی . هغه زیاته کړه د انتخاباتو د ترسره کیدا  د ځنډ دلایل قانع کونکي ندي .

د فلسطین د جهاد اسلامی عمومی منشی زیاد النخاله هم ټینګار وکړ هغه امنیتی ادارې چی له دښمن سره ملګرتیا او غږملتیا لري په دغه وهم کی ژوند کوی شاید دښمن متقاعد کړې شی چی مونږ ته هیواد عطا کړی .