د خواړو نړیواله ورځ
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د خواړو د نړیوالې ورځې په مناسبت له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده چې داستفادې وړ مو وګرځي .
رځ نومول شوي ده . په دغې ورځې ،د نړیوالې ادارې ،د لوږې ، او بې وځلۍ او د ژواک چاپیریال د نابودۍ دمخنیوي لپاره زمینه جوړونې او دکرهڼې په باب داړیکو د ټينګولو په خاطر،هڅه کوي .د خواړو نړیواله ورځ،د ویدۀ شوو وجدانونو د بیدارولو او له هغو وږو کسانوسره د همدردئ دورځې لپاره یو احساس دی، چې د ژوند تر ټولو لومړنۍ حق یعني له خواړو محرومه دی .
د تغذئې د موضوع د اهمیّت په دلیل،د خواړو نړیو اله ورځ د نړۍ په یوسل پنځوسو هیوادونو کې لمانځل کیږی او د ځانګړو دستورو په ترسره کولو سره ،خلکو ته په نړۍ کې د خواړو د وضعیّت په باب لازمې پوهې وړاندې کیږي .د ایران په اسلامی جمهوریت کې ،په دې باب د خواړو او دمرلنو ادارې یولړ سمینارونه ترسره کړي دي . دپوهنتون پر خواړو د څارنې مدیر محمد کاظم زاده په لومړنۍ ناستې کې وئيلي دي،د هریوه انسان تر ټولو اساسی او مهمه هیله دا ده چې سالم اوراحت ژوند وکړي او د ناروغیو له کړاوه او درده خوندي وي . هماغه ډول چې سم اوسالم خواړۀ هغه له ناروغیو خوندي ساتلی شی ، ناسم خواړۀ هم په خطرناکو او پیچلو ناروغیو د ډيرو انسانانو دککړتیا لامل کیدلی شي . د خواړو په نړیواله ورځ سږکال نیّت لرو چې د خوراکي بیلګې د اصلاح، د شکرې، مالګې د استعمال د کمولو اود واځدې یا چربۍ په څير دمهمو موضوعګانو په باب د اطلاع رسونې او روزنې د کمپین په پیلولو سره او همداراز د سلامتیا د رنګي نښو نښانو په پيژندلو سره چې د کالري او شکرې او چربئ د اندازې محصول بریښوي ، او ورسره د سلامتیا او حفاظي چارو ښودل معرفي کړو . دغه پوهَوَنې به، د لوړ بلډ پریشر ، د زړه او عروقي ناروغیو، شوګر یا شکرې او سرطانونو په شان د خوریدونکو او مرګونو ناروغیو د کمولو په باب د پوهنې او خبرولو یوه برخه وي .
دوستانو د ملګروملتو د تعریف په اساس ، خوراکي امنیّت د سوه سالم بدن د درلودلو لپاره په درستو وختونو کې کافي خواړو ته د درست و خلکو د لاس رسي په معنا دی ، او د دوي درې مهم عنصرونه ، یعني د خواړو موجود شونه،خواړو ته لاس رسی او د خواړو په ترلاسه کولو تل پاتیکیدا ده . په اوسنیو شرائطو کې،البته نړۍ په دې زمینې کې له اندیښمنونکو مصداقونو سره مخامخ ده .دا دی اوس د نړۍ کابو اتیا فی صدي ذهني مشغولتیا ، خواړو ته لاس رسی دی . د بدن د اړتیا وړ خواړړو او خوراکي موادو کمښت ، د نړۍ د ډيرو خلکو لپاره په یوه لوي او اساسي مشکل بدل شوی دی . د ژواک چاپیریال په ککړتیا او له مینځه وړلو سره،ډيرې زیاتې ډول ډول مسئلې راپورته کیږي چې د نړۍ دخوراکي سرچینو په کمولو کې اغیزې شیندي . له بل پلوه ، په زیاتره ټولنو کې په تیره بیا ددریمې نړۍ په هیوادونو کې ناسم خواړه، په یوه جدي بحران حسابیږي . په نړۍ کې د بې وځلۍ او لوږې لوړه اندازه او هغه نابرابرۍ چې د ځینوسلطه غواړو قدرتمنو هیوادونو دستمګرو سیاستونو نتیجه ده،هم،د نړۍ د خلکو د ناوړه خواړو او لوږې عوامل شمیرل کیږي
ناوړه خواړه یا په بله معنا،له طبیعي خواړو هرډول انحراف چې د خواړو اساسی او اصلي موادو ته د بدن د نه رسیدا سبب کیږي،د بدني اونفسیاتي ناروغیو یو مهم دلیل دی . د یویشتمې پیړۍ دخوراکي امنیت لرلید ته په پآم سره ، فاؤ (FAW)ادارې په یوه راپور کې وئيلي دي ،په ۲۰۵۰کال کې دنړۍ د نهه میلیارډ کسیزو نفوسو د خواړو د تامینولو لپاره ، باید د اوسنۍ په اندازه دوه برابره زیات تولید کړو او دغې موخې ته درسیدا لپاره باید د کرهڼيزو مځکو دمحدودیتونو،د اوبو د کمښت ، د انرژۍ د لوړو بیّوَ، د پانګونې د افت او همداراز د خوراکي ضائعاتو زیاتیدا په څير خنډونه او ترینګلتیاوې په نظر کې ولرو .
د تغذئې په مسئلو پوه کسان په دې اند دي چې د مځکې په سطح موجودې سرچینې ، د درستو انسانانو د تغذئې ځواب وائي. خو دکرهڼې په چارو کې د نړیوالو سیاستونو اوسمې پلانونې نه شتون سبب شوی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو خلک د خوراکي موادو له کمښته کړیږي . په ځينو ټولنو کې د خوراکي موادو بې کنټروله مصرف او د سرچینو نامناسب ویش، دکرهڼې په زمینې کې د نویو ټيکنالوجیو انحصار او سلطه ګري ، پر بې وځلۍ او لوږې باندې په غلبې کې د بې وځله هیوادونو دناکامۍ عوامل بلل کیدلی شي . د هغه څه په اپوټه چې خیال ئې کیږي ، دم ګړۍ په دنیا کې موجود خواړۀد دنیا د درستو خلکو دتغذئې لپاره کافی دي ، خو دخواړو په تولید او ویشلو کې نه استفاده او دخواړو سرچینو ته د لاس رسي مشکل دی چې لامل کیږي ، په نړۍ کې د تولیدي خواړو له کافی کیدا سره سره ، خواړۀډيرو خلکو ته په کافی اندازه او یا اصلا ورته نه رسیږي . د قرآن کریم دآيتونو په اساس ،مځکه دخواړو دتامینولو لپاره تیاره ده . د ملک سورې په پنځلسم آیت کې خداي تعالی فرمائي ؛ او هغه، هغه خداي دی چې مځّکه ئې د تاسو لپاره هواره او نرمه کړې ده، نو دهغې په لوړَو ژَوَرو کې حرکت وکړئ او روزې ترې وخورئ چې دخلکو ستنیدا د هغه ولوري ته ده : همداراز د قرآن کریم په حجر سورې نولسم آیت کې هم راغلي دي ؛؛ مځکه مو پراخه کړې ده او په دې کې مو ثابت غرونه جوړ کړی دي او په هلته مو ښه او خوښ بوټي ر اټوکلي دي،او د تاسو لپاره مو د ژوند ډول ډول وسایل برابر کړي دي، همداراز دهغو کسانو لپاره چې تاسو ورته روزي نه شوئ رسولی .:::
ډاکټراان وائي د ناروغیو د مخه نیونې او حتی د درملنې لپاره ، له ډول ډول خوراکي موادو استفاده کولی شئ . په هغو خوراکي موادو کې چې هره ورځ مصرفیږي ، په زرګونو درملیز خاصیتونه شته دی چې د ناروغیو په درملنې او مخنیوي کې اغیر شیندونکي کیدلی شي . که څه هم دخواړو توان په بشپړ ډول دهغو یعني د درملنې په ځاي نه شو راوستلی ، خو خوراکونه ، د مونږ دسلامتیا سویه ښه کولی شي او د ناروغیو په مخنیوي کې غوره رول لوبولی شي . ممکنه ده له همدې امله وي چې قرآن کریم ،دبدن خواړۀ د روح د خواړو مقدمه او سریزه ګڼلې ده او له انسانه غواړي هغه څه چې خوري ئې ، توجه ولرل شي . لکه څنګه چې خواړو ته لاسرسی د انسان لپاهر یوه اساسی اړتیا ده ، قرآن کریم هم دانسان دغه بدني اړتیا ته توجه کړې ده او د مائده ، غذا په څير ځینو سورو نامې ئې ، په خوراکونو سره پيلیږي . په ځينو آیتونو کې ، وخت په وخت د ځينو خواړو خاصیتونو ته اشاره کړې ا و په ځينو نورو کې ئې هغو حیواناتو ته چې دانسانانو د خوښ او مناسبو خواړو جوړونکي دي ، اشاره شوې ده .
دې ته په پام سره چې بې وځلي او لوږه دانسان په وجود کې دخداي تعالی له خوا د ورکړل شوو توانمنیو او وړتیاؤ د غوړیدا په لاره کې خنډ رامینځةکوي . د اسلام په پاک دین کې هڅه شوې ده څو د مناسبې زمینې د رامینځةکولو له لارې ، ددرستو لپاره انساني کمالاتو ته درسیدا امکان برابر کړي . دغې موخې ته د رسیدا په خاطر ، داسلام پاک دین د بې وځلئ او لوږې د مخنیوي او ختمونې لپاره مختلفو لارو چارو ته توجه کړې ده . دغه دین له یوه پلوه ، د لټۍ او بیکارۍ په نفي کولو او د کار په عبادت بللو سره، خلک له الهي مواهبو څخه د استفادې لپاره هڅې او لازیات تولیدولو هڅې ته بولي او له بل پلوه د ملګرتیا،مرستې او احسان په څير د لارو چارو په وړاندې کولو سره ، په ټولنې کې دد پرګنیزدرز د ډکولو او د یوه زړتوب کلتور دودوي . حضرت امام علی علیه السلام د اسلام یو هغه مخکښ دی چې د بې وځلۍ دختمولو او پرمختګ ته د رسیدو لپاره په سخت زیار او کار اهمیّت باندې ټینګار کړی او فرمائيلي ئې دي ،، په سخت زیار سره د تل پاتې هوساینې او پرمختګ لوړ ځایونو ته رسیدلی شي .:::
دوستانو نن سبا هغو جدی اقداماتو ته په پام سره ، چې نړیوال اورګانونه په تیره بیا ملګري ملتونه،د خوراکي بحران د رامینځةکونکو عواملو د ختمولو لپاره ئې ترسره کوي ، مختلف هیوادونه هم باید پخپلو سیاستونو کې ځیني داسې پروګرامونه او رودې وکاروي چې د نړۍ په سویه د تغذئې د حالت په ښه کولو کې اغیزشیندونکي شي.په دې لړ کې پرمختللی هیوادونه له اسراف څخه په ډډه کولو سره ،پخپلو هیوادونو کې د خوراکي موادو له حده زیات د مصرف مخه نیوللی شي . په حقیقت کې د تغذئې امنیت ته ریسدا له بل هر څه زیات د مصرف د بیلګې اصلاح ته پام جلبوي ، د ډوډۍ دضیعاتو زیاته اندازه ، دکرهڼیزو مځکو د اوبه خور دناسمو رودو د استفادې او د باغونو او کرهڼيزو محصولاتو څخه د مناسبې ساتنې ته د نه پام په دلیل د آبی سرچینو زیاته ضائع کیدا ، په دې زمینې کې کې څرګند مثالونه دي . له بل پلوه د خواړو د تولید ، بازار موندنې ، د خوراکي موادو د مصرف غوښتنې او همداراز د خواړو په برخې کې د سمې پلانونې او سیاستونو نه شتون په دغې چارې کې اساسی مشکلات دي . د اقتصادي او خوراکي شي په عنوان سره د خواړو د اصلاح او پراختیا لپاره پلانونه او هم د ټولنې د سلامتیا تامینول یوه مهمه چاره ده . په حقیقت کې خواړۀ، داقتصاي پراختیا دیوه اصلي چورلیز په توګه ،د ټولنې په سلامتیا او د هیواد د خپلواکۍ په تامینولو کې اساسی رول لري، چې هیله ده ، په دې زمینې کې د هیوادونو هڅه له ځان سره ولرل شي او ښې نتیجې نندارې ته وړانډې کړ ي .
(سیماب)
*/**********************************************