تلپاتې وږمې
د رسول الله مبارک حضرت محمد مصطفی(ص) عبودیت
ګرانو او قدرمنو اوریدونکو د تلپاتې وږمو د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. لکه څنګه چې پوهیږئ په دې لړۍ کښې د مختلفو معارفي او تفسیري موضوعاتو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ویناؤ ځینې برخې بیانوو.
په دې نننۍ برخه کښې د معظم رهبر له نظره د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د عبودیت په هکله غږیږو او دا چې هغه حضرت به په هر ډول حالاتو کښې خدای یاد ساته، خدای یې هیڅکله نه هیروه او په خدای پاک به یې تکیه کوله.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي فرمايي: د پيغمبر اکرم د ژوند دریم ډګر د خدای تعالی ذکر او عبادت و. رسول الله مبارک په خپل هغه مقام او شان او عظمت سره، له خپل عبادته نه غافله کیده. د نیمې شپې به یې ژړل او دعا او استغفار به یې کوه. امِّ سلمه یوه شپه ولیدل چې پيغمبر اکرم نشته، لاړه او ویې لیدل چې هغه په دعا لګیا دی او اوښکې بهوي او استغفار کوي او د خدای تعالی په درګاه کښې عرض کوي: (اللهم و لا تکلنی الی نفسی طرفة عین).
دغه وخت ام سلمه هم په ژړا شوه. رسول الله مبارک چې د هغې د ژړا غږ واوریده نو مخ یې ورواړه او ویې ویل: دلته څه کوې؟ عرض یې وکړ: ته چې په خدای تعالی باندې دومره ګران یې او ګناه دې بخښي نو بیا ولې ژاړې او وايي چې خدایه مونږ په خپل حال پرې نږدې؟
رسول الله مبارک ورته وفرمایل: که له خدای تعالی نه غافل شم نو کوم څیز به مې وساتي؟
دا زمونږ لپاره درس دی. د عزت په ورځ، د ذلت په ورځ، د سختۍ په ورځ، د راحتۍ او سوکالۍ په ورځ، په هغه ورځ کښې دښمن انسان کلابند کړی وي، په هغه ورځ کښې دښمن په خپل ټول طاقت سره ځان د انسان په سترګو او وجود باندې ورتپي او په هر ډول حالاتو کښې د خدای یادول، خدای نه هیرول، په خدای ملا تړل او له خدایه غوښتل، دا مونږ ته هم هغه د پيغمبراکرم(ص) ستر درس او سبق دی. خدای تعالی په ټولو ډګرونو کښې د پیغمبر په یاد کښې و او رسول الله مبارک هم په ټولو ډګرونو کښې له خدای تعالی څخه مرسته غوښتله، له خدایه یې غوښتل او له غیرخدای څخه ونه ویریده. د خدای پاک په وړاندې د پیغمبر د عبودیت اصلي راز دا دی، د خدای په وړاندې د هیڅ قدرت پروا نه کول، ورڅخه نه ویریدل او د نورو په خاطر د خدای د لارې نه پریښودل.
زمونږ ټولنه باید د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) له دغو اخلافو په درس اخیستو سره د یوې اسلامي ټولنې لقب ترلاسه کړي.
**/*/*/*/*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی