(۴)روژه د خدای میلمتسیا
(last modified Tue, 05 Apr 2022 11:01:39 GMT )
Apr 05, 2022 15:31 Asia/Kabul
  •   (۴)روژه د خدای میلمتسیا

د یوم کیپور روژه چی واجبه ده او دا په یهودیت کې یوه دیره زاړه او مشهوره روژه ده

د خدای په میلمنو سلام ، هغو چی د ایمان په طاقت سره نفس کنټرولوی او په نیکو او ښو کارونو سره د نیکمرغۍ لاره وهی . هغو ته د خدای تعالی د دغې وینا ځیرې وی ، الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ طُوبَىٰ لَهُمْ وَحُسْنُ مَآبٍ (الرعد - 29)

هغو چی ایمان یې راوړ او ښه کارونه یې ترسره کړل تر ټولو پاکیزه ژوند او بهترین عاقبت د هغو نصیب دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

په تیرو پروګرامونو کې مو وویل چی  روژه ساتل له حضرت ادم علیه السلام یو یادګار دې چی په ټولو کلتورونو او دینونو کې  که وحیانی دي که غیر وحیاني ، موجود ده . یو تر ټولو زوړ وحیانی دین چی خپل پیروان یې روژې ته بللی دي د یهودیت دین دې . د دغه دین له ظهور هماغه لومړیو ورځو یهودیانو له حضرت موسی علیه السلام په پیروۍ سره روژې نیولو ته اهمیت ورکاوه .

د یهود په شریعت کې انجلۍ له ۱۲ کلنۍ او هلکان له ۱۳ کلنۍ د ټولو واجبو کارونو په ترسره کولو ژمن کیږی . البته هغه کسان چی روژه ورپاره تاوان لري ، امیندوارې میرمنې یا هغه میرمنې چی شودې ورکوی  له روژې نیولو معاف دي  . په یهودیت کې د روژې نیول  له خوړلو او ځښلو د ډډې کولو نه علاوه نور اداب هم لري . په دوی کی د تورات قرایت ، د دعا لوستل ، په ګناه اعتراف ، د قبرونو زیارت ، په مځکه څملستل  ، له خبرو کولو ډډې کول او د موسیقۍ له اوریدو ډډه کولو ته اشاره کولې شو .

هغو د روژې نیولو په وخت کې حتی ماشومان او څاروي هم له خوړلو منع کول . د یهواد ټولې واجب او مستحب روژې له سهار تر بشپړه تیارې پورې ترسره کیږی ، یوازې له کیپور او نهمې ورځې روژې پرته چی له غروب پیلیږی او د بلې ورځې تر غروپ پورې دوام لري .

په یهودیت کې دودې روزې په واجب او مستحب ویشل کیدلې شی . واجب روژې چی پکې هغه روژې شاملیږی چی په مقدس کتاب کې یې حکم شوی یا هغه روژې چې په سپیڅلی کتاب کې د مطرح شویو پیښو د یادولو لپاره یې سپارښتنه شوی ده . لکه د یوم کیپور روژه (د ګوسالې پالنې له ګناه د بنی اسراییلو د بخښل کیدا ورځ ) د نهمې او ورځې روژه (په یوریلشیم کې د کاختۍ د سختیدا کمیدا ورځ ) د ۱۷ تموز روژه (د اورشلیم د نسکوریدا ورځ ). همداراز هغه روژې چی خاخام لخوا ټاکل کیږی ، لکه له عید فصح وروسته د لومړنۍ دوشنبه روژه او وروستۍ روژه هم د وړکوټی کیپور ورځې باندې مشهوره روژه .

مستحب روزې هم په یهودیت کې خاص ځاې لري ، دغه روژې شخصی دي او وګړي په خاصو او ځانګړو مناسبتونو کې چی په هغو پورې  اړه لري ، دغه روژې ساتي . دغه روژې مشخص وقت نلری او هغه وخت نیول کیږی چی چا لپاره کومه بیښه وشی ، د بیلګې په توګه  د والدینو  یا استاد د فوت لپاره روژه او همداراز د واده په ورځ د داماد او نامې روژه .

«««««««««««««««««««««««««««««

Image Caption

 

اوس درته د یهود دین د یوې واجبې روژې په اړه معلومات درکوو . د یوم کیپور روژه چی واجبه ده او دا په یهودیت کې یوه دیره زاړه او مشهوره روژه ده . یهودیان په دغه ورځ باید له ماښام  نیم ساعت مخکې د بلې ورځې تر ماښامه پورې له خوړلو او ځښلو ډډه کوي ، له ښه بوی او په بدن د تیلو له ماش کولو ډډه کوی . همداراز باید د چمړې بوټان پښو نکړي یا خپلې میرمنې سره جماع ونکړی ، حتی ځینې خپلو بچیانو ته له شودو ورکولو هم ډډه کوی او خپلو حیواناتو ته هم خوړه نه ورکوی . یهودیان معمولا له یوم کیپور یوه ورځ مخکې جشن جوړوی او میلمستیا ورکوی . دغه ورځ معمولان یهودیان سپینې جامې اغوندي . یهودیان د کیپور په ورځ څلور ځله کنسیه ته ورځي او دعا او لمونځ کوي او یو ځل هم ولاړ یو مکتوب لولی چی د ګناهانو له بخښلو سره اړه لري . خاخام د کیپور ورځې د روژې پاې په سونړي غږولو سره اعلانوی او هغو خپله ۲۵ ساعته روژه ماتوی .

د دغې ورځې تاریخی مخینه له کوه سینا د موسی ع راکوزیدا ته ورګرځی . حضرت موسی ع له خپل قوم ۴۰ کاله جلا شو او د سینا غره د پاسه د لس حکمونو د لوح د ترلاسه کولو لپاره په عبادت بوخت شو . له غره د کوزیدا په وخت متوجه شو چی د بنی اسراییلو یوه ډله له سمې لارې منحرفه او ګوساله پرسته شوی ده . هغو د خدای تعالی د عبادت په ځای د سامری د ګوسالې په عبادت بوخت وو . حضرت موسی علیه السلام د دغه وضعیت په لیدلو سره بیا کوه سینا ته ولاړ . یهودیانو ۴۰ ورځې عبادت او له خپلو ګناهانو پښیمانۍ څرګنده کړه .د اومې عبری میاشتې په لسمه ورځ او له کوه سینا د حضرت موسی ع له ستنیدا سره په یووخت وو چی خدای تعالی یې ګناهانې وبخښلې او دغه ورځ د کیپور په ورځ یعنی د ګناهانو د بخښلو ورځ مشهوره شوه . په دغه ورځ یهودیان له ورزنیزو کارونو لاس اخلی او په کنیسو کې عبادتونه کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د یهودو په دین کې د روزه نیونې فلسفه د تورات د مقدس کتاب د ایتونوپه اساس څلور څیزونه دي . د عذاب او مصیب د نزول تعقیبول ، د دښمنانو له شر څخه په امان کې پاتی کیدا ، د الهی دندو د ترسره کولو لپاره  د روحی چمتووالی ترلاسه کول او له خپلو تیرو ګناهانو د پښیمانۍ څرګندول.

د زړاه وخت په کتاب کې ټینګار شوی دې چی روژه هدف ندې بلکې هغه وسیله ده چی د پښیمانۍ د څرګندولو او له ګناهانو توبه . د یهودو د تعلیماتو په اساس ټاکل شوی ده انسان د خپل زړه د روزې په واسطه د خدای تعالی لپاره خاضع او متواضع ووسی او خپل عمل او کړچار بدل کړی او حقیقی توبه ته ورسی .

د اشعیا کتاب په یوه ایت کې راغلی دی یوه ورځ یهودیان په دې چی روژې نیسی خو خدای تعالی ورته توجه نه کوی ، شکایت کوی او خدای تعالی ورته ځواب ورکوی چی زما بی پامی په دې دلیل ده چی روژې نیولو تاسو متواضع کړی نه یو بلکې کبرجن او ظالمان کړی یو . تاسو په هماغه حال کې چی روژه یو ، په خپلو کارګرانو ظلم کوئ ، یوه بل سره دښمنی او لانجې کوئ او خپله خوشحالۍ اوګټه په نظر کې نیسئ په داسې حال کې چی هغه روژه چی زه یې خوښه وم دا دې چی ظلم ، شرارت او بی عدالتۍ ختمه کړې ، مظلومان خلاص کړئ ، لوږو ته خوړه او بربنډو ته جامې ، او د خپلو کورونو دروازې په ستړیو بی څوکه کسانو خلاصه کړئ ، یوازې په دې بڼه کې ده چی د تاسو دعا به اجابت کړم .

دغه ایتونه ښی چی خدای تعالی  په دې چی یهود قوم د روزې باطن ته توجه نه کوی ناراضی دې . ظاهرلیدل او حقیقی عبادت ته پام نه کول ، ځان منمۍ ، ظلم کول هغه کړچاروونه دي چی تر ننه پورې هم د یهودو قوم په ځینو کسانوکې وجود لري ددغه قوم یوه برخه جی ځانونه اسراییل نوموی او د ډیر غوښتنې له مخې د دنیا د نیولو او په هغې په سلطې پسژ دې . نن څه د پاسه اویا کلونه کیږی چی د فلسطین په خلکو ظلمونه کیږی . د هغو کورونه ویجاړ شوی دی  او خاوندن یې وژل شوی دي او یا د خپلو نیکونو له ښارونو او کلیو جداکوی . په دومره ظلم او ستم سره چی دغو افراطی یهودیانو درلودلی دی ، لیرې ښکاری چی حتی ۴۰ ورځنۍ روزې نیول هم د هغو ګناهانې پاکې کړي . هغو د کیپور په ورځ له ګناهانو د پاک کیدا لپاره روژه نیسی . په داسې حال کی چی زړونه یې هماغه راز له دښمنۍ ، کینې او ځا منمنۍ ، بی عدالتۍ ډک دي . ګویا له دغو ټولو کلونه وروسته چی له کوه طور د موسی ع له ستنیدا وروسته تیریږی ، د یهود له قومه دغه برخه هماغه راز د دنیا دسامری د ګوسالې عبادت ته د واحد خدای په عبادت کولو ترجیح ورکوی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د رمضان میاشت د ځبل ځان د جوړولو او اصلاح میاشت ده او په قران کریم کې د دغې لارې وهل برابر شوی دی . په دغه میاشت کې نوی فضا برابریږی تر څو انسان ځان د ژوند له شورماشور ، تاوتریخجن غواړو عواملو او غلفته لیرې او په هغه لاره هدایت کړی چی هغه نیکمرغۍ او نیکبختۍ ته رسوی . په دې اساس د رمضان میاشتې یو فضیلت د انسان تربیت اود هغه د شخصیت غوړیدا ده . واقعیت دا دې چی د قران کریم دلنشین ایتونه د انسان له داخل او فطرت سره برابر دي او لکه څرنګه چی کلام یې له واحد ، عظیم او حکیم خدای له لوری نازل شوی ، اغیزمن ، نافذ او د انسانانو د ځان جوړولو په لاره کې دی . قران کریم د انسان او اجتماع د ژوند په ټولو اړخونو برخلیک ټاکونکی او اغیز شیندونکې تاثیر لری ، که په اشنا روح ، صحیح درک سره د قران په تعلیماتو عمل وشی نو په راز راز اړخونو کې به د انسانانو د اجتماعی او وګړنیزې ودې زمینه برابره شی . پرهیزګاره انسانان قران د خپل کړچار او سلوک روده ګرځوی او د هغه له حکمونو او منع کونو پیروی کوی . د پرهیزکارانو زړونه د قران کریم په خوا کې ارامیږي  او په هره سختی او مشکل کې له قران کریم مدد اخلی  .داسې ده چی د روزې میاشت  د قران کریم د انسان جوړونکیو او روح بخښونکیو ایتونو په رڼا کې  ښکلی شوی او د نیکمرغۍ او ژغورنې په لور هدایتونکی دې .

ننې پروګرام د صحیفیه سجادیه په ې زما همدم او لګرې  وګرځوې . د شیطان د وسوسو په وړاندې زما ساتونکی ، د ژبې د بیهوده ویلو  په وخت زما کنټرولونکې او هغه وخت چی په وجود مې غفلت سیورې وغوړوی ، قران کریم زما د نصیحت سبب وګرځوې تر څو په دې وسیله زما زړه ته د قران کریم حیرانیتاوې ، ویونکی او اوریدونکی وښی .

پای

 

 

 

 

 

ټیګونه