بې نقابه امریکا
(last modified Wed, 24 Aug 2022 04:12:35 GMT )
Aug 24, 2022 08:42 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

ګرانو اوقدرمنو لوستونکو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ، د بې نقابه امریکا نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو

د دې لړۍ د تیرو پروګرامونو په شان نن هم په تیره اونۍ کښې د امریکې مهمو خبرونو او بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې به یې د ځینو په اړه څیړنې درته وړاندې شي.

*/*/*/*/*

د امریکې د تیرې اونۍ له مهمو پیښو څخه د جوبایډن له خوا د ۴۳۰ میلیارډ ډالري لایحې لاسلیک کیدو،

د افغانستان د شتمنیو د آزادولو لپاره له بایډن څخه د ستمبر د یوولسمې د پیښې د قربانیانو د خپلوانو غوښتنې،

د ولسمشر بایډن له بهرني سیاست سره له نیمايي د زیاتو امریکایانو مخالفت

او

د چین له زیاتیدونکي قدرته د متحده ایالتونو ویرې ته اشاره کولې شو.

*/*/*/*/*

د امریکې ولسمشر جو بایډن د تیرې اونۍ په سه شنبې له ژواک چاپیریال څخه په ملاتړ او له ګرانۍ سره د مقابلې په لړ کښې د دغه هیواد په تاریخ کښې د ترټولو سترې بودجې په توګه ۴۳۰ میلیارډ ډالري  لایحه یا بِل لاسلیک کړ.

دغه لایحه د ګلخانه ایزو ګیسونو د خوریدو د کمي او هم داشان د درملو د بیې د کمولو او د امریکې له شتمنو خلکو او سترو شرکتونو څخه د مالیاتو د ترلاسه کولو په موخه طراحي شوې ده. په سپينې ماڼۍ کښې په جوړو شویو دستورو کښې بایډن د ډیموکراټ ګوند د ځینو استازو په شتون کښې حکومت ته د بودجې د دغه پیکیج له بیلولو سره موافقه وکړه. په دې منځومان کښې د جو ماچین په نامه هغه امریکايي سناټور چې د دغې بودجې د تصویبیدو او په کانګرس کښې د استازو د رضایت د جلبولو لباره یې یې ډیر کوشش کړی دی، په یولړ څرګندونو کښې دغه بودجه د امریکې د اقتصادی راتلونکي لپاره یو متعادل او انډولونکی پیکیج وباله چې د ګرانۍ او ځینو اقتصادي برخو لپاره مهم کیدې شي.  

بایډن هم داشان د ځینو جمهوري غواړي په کړچار باندې نیوکه وکړه او هیله یې وښودله چې ډیموکراټان وتوانیږي د بودجې له دغه پیکیج څخه په غوره توګه ګټه پورته کړي. جو بایډن وویل: په دې تاریخي شیبه کښې ډیموکراټانو د امریکې د خلکو پَره کړې ده او ټول ریپبلکنز یا جمهوري غواړي د خاصو ګټو ترڅنګ ولاړ دي. د کانګرس ټولو جمهوري غواړو دې لایحې ته منفي راې ورکړه.

د ویلو ده چې د آب و هوا له بدلونونو سره د مبارزې قانون، په امریکا کښې د ګلخانه ایزو ګیسونو د خوریدو د کمي په موخه معرفي شوی دی. دغه قانون هم داشان اجازه ورکوي چې د بوډاګانو د درملو بیې کمې شي او شرکتونه او پانګه وال مجبوروي چې خپل مالیاتي پورونه ورکړي.

ډیموکراټ سناټورې الیزابت وارن په خپل ټویټر ولیکل: په ۲۰۲۰ میلادي کال کښې په هیواد کښې ۵۵ سترو شرکتونو ۴۰ میلیارډه ډالر ګټه ترلاسه کړه او په هغې باندې یې هیڅ ټیکس یا مالیات ور نه کړل. دا ظالمانه کار دی او هم دا وجه ده چې ډیموکراټانو د میلیارډونو ډالرو په ګټونکو شرکتونو باندې لږترلږه ۱۵ فیصده ټیکس ولګوه. ډیموکراټان باوري دي چې د شتمنو کسانو له خوا د مالیاتو او ټیکس ورکول به د امریکې د حکومت د بودجې د خسارې په کمیدو او هم داشان له ګرانۍ سره په مبارزه کښې مرسته وکړي.

خو د سینیټ د جمهوري غواړو مشر میچ مک کانل وايي چې دا نوی قانون به اپوټه نتیجه ورکړي. هغه د امریکې د مالیاتي چارو ادارې ته په اشارې سره وویل: ډیموکراټانو تیر کال د بې حده پیسو په لګولو او د بې مخینې انفلیشن په رامینځته کولو سره د امریکې اقتصاد ولوټه. او د سږ کال حل لاره یې، یوځل بیا د دغه کار ترسره کول دي. ټولو جمهوري غواړو د بودجې دغې لایحې ته منفي راې ورکړه او هغه د امریکې اقتصاد ته یو ستر تاوان ګڼي.

د امریکې زیاتره اقتصاد پوهان باوري دي چې نن سبا په هیواد کښې سختې ګرانۍ او انفلیشن ته په پام سره، دا پيکیج د امریکې په اقتصادي راتلونکي باندې چندانې اغیزه نه شي کولې.

*/*/*/*/*

د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د یوولسمې د پیښې د قربانیانو خپلوانو په یو لیک کښې د امریکې له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي دي چې د واشنګټن له خوا د افغانستان د خلکو د نیول شویو شتمنیو میلیارډونه ډالر آزاد کړي.

هغوي له بایډنه وغوښتل چې د افغانستان د نیول شوې شتمنۍ څخه دوي ته د یوې برخې له ورکولو تیر شي څکه چې دا پیسې د افغانستان د خلکو دي.

بایډن ته د ستمبر د یوولسمې د حملې د مړو د خپلوانو په لیک کښې راغلي دي: مونږ له تا غواړو چې له خپل اجرايي صلاحیته کار واخلې او خپل وروستۍ حکم بدل کړې او په دې اړه په یوې قانوني او اخلاقي کړنلارې باندې ژمن شې چې د افغانستان د مرکزي بانک د اسعاري زیرمو ۷ میلیارډه ډالر د افغانستان د خلکو دي.

د افغانستان د مرکزي بانک ویاند صابر مومند وايي: د افغانستان بانک د قانون له مخې دغه ذخایر د افغانستان د خلکو دي او مونږ په دې خبرې ټینګار کوو چې هغه د مالي او د پیسو د ثبات په موخه، افغانستان بانک ته ورکړی شي.

د افغانستان د اقتصاد او مالیې وزارت هم د افغانستان د شتمنیو کنګل کیدل د نړیوالو قوانینو خلاف بللي او وايي چې نړیواله ټولنه دې په امریکې دباؤ راوړي ترڅو د افغانستان شتمنۍ آزادې کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان د خلکو د شتمنیو نیول د انساندوستانه رویې او د نړیوالو حقوقو د ابتدايي اصولو خلاف دي.

د ویلو ده چې د بایډن حکومت په امریکا کښې د افغانستان له شتمنیو څخه د ۷ میلیارډ ډالرو له آزادولو ډډه کړې ده.

*/*/*/*/*/*/*

په امریکې کښې یوه نوې نظر پوښتنه د دغه هیواد د ولسمشر جو بایډن له بهرني سیاست سره د نیمايي خلکو د مخالفت ښودنه کوي. د دغې ټولن پیژاندې نظر پوښتنې پایلې چې تیره چارشنبه د (اکانومیسټ) خپرندوې او (یوګاو) موسسې له خوا خپره شوه، ښودنه کوي چې د امریکې له نیمايي زیات ښاریز د بایډن له روان بهرني سیاسته ملاتړ نه کوي.

په دغې افکار سنجونه کښې ۵۰.۴۷ فیصده ځواب ورکونکو ویلي دي چې د ولسمشر جوبایډن له برهني سیاسته ملاتړ نه کوي چې په دې منځومان کښې ۳۶.۷ فیصدو له دغو سیاستونو سره په کلکه مخالفت کړی او ۱۳.۷۷ فیصده کسانو په تش مخالفت بسنه کړې ده.

د دغې څیړنې او تحقیق له مخې د امریکې ۴۰.۲۳ فیصده خلک د بایډن له بهرني سیاسته ملاتړ کوي چې په کښې یوازې ۱۵.۶۷ فیصده له دغو سیاستونو سره په بشبړه توګه موافق دي.

دغه نظر پوښتنه د آګست له ۱۳ نه تر ۱۶ نیټې پورې ترسره شوه او په کښې ۱۵۰۰ بالغو امریکایانو ګډون وکړ.

*/*/*/*/*

امریکا چې د چین له مخ په زیاتیدونکي قدرته ویره لري، ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کښې به د چین له پوځي او اقتصادي فعالیتونو سره د مقابلې لپاره د تایوان په خواوشا کښې یولړ اقدامات ترسره کړي.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند نِډ پرایس تیره چارشنبه وویل: مونږ به د موجوده حالت د بدلولو لپاره د بیجنګ له دوامدارو هلوځلو سره په مقابله کښې د صلحې او ثبات د ساتنې لپاره د پریکنده خو ارامه ګامونو پورته کولو ته دوام ورکړو. په دغو ګامونو کښې پراخې برخې شاملیږي او په راتلونکو اونیو او میاشتو کښې به معرفي شي ځکه چې د اوږدې مودې له شخړې سره مخامخ یو.

هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې چین د مانورو له ختمیدو سره سره د تایوان په اطرافو کښې خپل هوايي او سمندري پوځي موقعیت ساتلی دی، ادعا وکړه چې واشنګټن تمه لري بیجنګ په راتلونکو اونیو کښې د تایوان خلاف راپارونکي پوځي اقدامات او قهرجن اقتصادي تاکتیکونه جاري وساتي.

نډ پرایس وویل: د تایوان په خووشا چې د چین له فعالیت سره د مقابلې لپاره د امریکې هر ډول اقدام  به د واحد چین له سیاست، له تایوان سره په اړیکو پورې اړونده د امریکې له قانون او نورو اقداماتو سره سمون وخوري.

د چین د تش په نامه راپارونکو اقداماتو سره د مقابلې په هکله د واشنګتن نوې ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږي چې له تایوان څخه د ملاتړ په لړ کښې د امریکې د امداماتو او د واحد چین په سیاست باندې د نیوکې په شمول د وروستیو څو میاشتو پيښو ته یوه کتنه د بیجنګ له خوا د تندو غبرګونونو سبب شوې ده.

د چین له بیابیا خبرداریو سره سره د روانې آګست میاشتې په دویمه نیټه تایوان جزیرې ته د امریکې د کانګرس د مشرې نانسي پلوسي له جنجالي سفر وروسته د چین او امریکې ترمینځ شخړې زیاتې شوې دي.

چین له دغه سفر نه سمدستي وروسته د امریکې سفر احضار کړ او په خپلو کورنیو چارو کښې د واشنګټن په لاسوهونکو اقداماتو باندې د بیجنګ سخت اعتراض یې ورته بیان کړ.

چین تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او ملګري ملتونه هم دا چاره په رسمیتي پيژني. د بیجنګ په باور، دا سفر د واحد چین د سیاست خلاف ورزي ده چې له مې یې امریکې له ۱۹۷۹ کال څخه تایوان د یو هیواد په توګه په رسمیت نه دی پیژندلی.

*/*/*/*/

چین د آګست له شپږمې نیټې څخه د تایوان په خواوشا کښې پراخ پوځي مشقونه پیل کړل او د آګست په اوومه نیټه یې تایوان ته د پلوسي د سفر په وجه د یو غچ اخیستونکي اقدام په توګه په څو مهمو برخو کښې له امریکې سره خپلې اړیکې غوڅې کړې.

په حقیقت کښې وروستي بدلونونه سبب شوي چې د امریکې او چین اړیکې د وروستيو کلونو ترټولو بد حالت ته ورسیږي. اوس د چین حکومت پریکړه کړې چې د تایوان خلاف دباؤنه جاري وساتي او هم دې مسئلې د واشنګټن نرم او لچکدار غبرګون راپارولی دی.

په حقیقت کښې د بایډن حکومت اوس ښه پوه شوی چې بیجنګ نیت نه لري دا ځل په خپلو کورنیو چارو کښې د امریکې له لاسوهنو سره نرم چلند وکړي ځکه یې د تایوان د کلابندولو او هم دپه مختلفو ډګرونو کښې له امریکې سره د اړیکو د سخت کمولو سیاست غوره کړی دی.

خو د پام وړ ټکی دا دی چې واشنګټن اوس هم ټینګار لري چې خپل لسمونکي او راپارونکي اقدامات جاري وساتي  او د دې کار څرګنده نمونه تایوان ته د امریکايي قانون جوړونکو د یو پلاوي د تیرې یکشنبې ورځې سفر و چې د نانسي پلوسي له جنجالي سفره څه کم دوه اونۍ وروسته ترسره شو.

د ین د خارجه وزارت ویاند وانګ ونبین وویل: د امریکايي سناټورانو سفر د واحد چین اصل په څرګنده نقض کړی او د چین حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا یې تر پښو لاندې کړې او د تایوان خپلواکي غواړو ځوکونو ته یې د یوې جدي تیروتنې پيغام ورکړی دی.

*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

         

 

ټیګونه