په لوېدیځ د قرآن شریف بې حرمتي، پیغامونه او اهداف
د ا لومړی ځل نه دی چي په پلان شوی توګه په سوېډن کې او په لوېدیځو هیوادونو کې د قرآن شریف بې حرمتي کیږي، چي دا د نړۍ د مسلمانانو غوصه راپارولې ده.
د بیان ازادی دروغ دی. په دې وروستیو کلونو کې په ځینو اروپایي هیوادونو په تېره بیا اسکاندیناوي هیوادونو کې د قرآن شریف او د مسلمان د مقدساتو په وړاندې سپکاوی او بې حرمتي زیاته شوې ده.
د جون د میاشتې په ۲۸ نیټه کې د سوېډن په پلازمینې استکهلم کې د لوی اختر په لومړي ورځ د مسلمانانو د جامع جومات مخي ته، یو افراطي ښي پال سوېډني وګړی د پولیسو په ملاتړ قران شریف ته اور واچول. دغه بې حرمتي ځینې مهم پیغامونه لري او ځینې ټکې په کښې نغښتي دي، اروپایي هیوادونه او امریکا د بیان د ازادی ادعا کوي، د قرآن له بې حرمتی څخه وروسته، د سوېډن د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چي دا اقدام د بیان د ازادی په چوکاټ کې تر سره شوی او یو غیرقانوني اقدام نه بلل کیږي.
مهمو نړیوالو او د بشري حقوقو اسنادو ته مراجعه ښودنه کوي چي نورو مذهبونو ته احترام او د مختلفو پرګنیو په وړاندې له مذهبی تبعیض څخه ډډه کول یو له مهمو مطرح شویو موضوعاتو څخه دي. په دې خاطر، د قرآن شریف سوځول او بې حرمتي، د بیان د ازادی برخه نه ده بلکې په لوېدیځو هیوادونو کې د بیان د ازادی په هکله د هغوی د دروغ ښودنه کوي.
د اسلامي مقدساتو په ضد سپکاوی، یوه پلان شوې طرحه ده، په سوېډن کې دغه وروستۍ پېښه وښودله چي په لوېدیځه نړۍ کې د اسلامي مقدساتو په ضد د سپکاوی بهیر په هدفمند او پلان شوې توګه عملي کیږي. په سویډن کې د سلوان مومیکا له لورې د قرآن د سوځولو له وروستۍ پېښې نه تر مځه هم ددې هیواد یو بل افراطي سیاستوال راسموس پالودان د تېر کال په وروستیو میاشتو کې په استکهلم کې د ترکیې د سفارت مخي ته د قرآن شریف یوې نسخې ته اور واچول.
پالودان یوه اوونۍ وروسته هم بیا خپل دغه ناوړه عمل تکرار کړ او د قرآن شریف بې حرمتي یې وکړه، قرآن ته د بې حرمتی بهیر د سوېډن د استیناف محکمې په جواز سره، بیا ځلې د سلوان مومیکا له لورې تر سره شو، له دغه پېښې نه دوې اوونۍ مخکې د سوېډن پولیس اعلان وکړ چي په استکهلم کې به مظاهرې تر سره شي، چي په کښې به د قران شریف بې حرمتي تر سره شي. د سوېډن پولیس اعلان وکړ چي له دغه مظاهرې سره یې مخالفت کړی لیکن د استیناف د محکمې له لورې یې جواز صادر شوی دی.
دا چي د سویډن د استیناف محکمه د دې هیواد د پولیسو د رایو په ضد د افراط پالو په ګټه د قران شریف د بې حرمتی جواز صادروي ښودنه کوي چي په لوېدیځو هیوادونو کې د اسلامي مقدساتو د سپکاوی تر شا د حکومتونو لاس نغښتی دی او د یو نیم اهدافو لپاره په پلان شوې توګه تر سره کیږي.
امریکایي انډیال ساموئل هانتینګتون د تمدنونو تر مینځ د ټکر تر عنوان لاندې په خپل کتاب کې لیکي: اسلام یوازنی تمدن دی چي د لوېدیځ دوام یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. لوېدیځو هیوادونو په دې وروستیو کې د اسلام په ضد د تاوتریخجنو فیلمونو له جوړولو نیولې بیا د داعش د ترهګرې ډلې تر رامینځ ته کولو ، او د اسلام په نامه د هغوی د جنایاتو تر خپرولو پوري د اسلام ویرونې د دودولو لپاره زیاتې هڅې کړي او بې شماره پېسې لګولي دي. د اسلام او د مسلمانانو د بدنامه کولو او هغوی سره د مقابلې لپاره د زمینې د برابرولو د سپټمبر د یوولسمې نیټې د پېښې له عمده پایلو څخه و، لوېدیځو هیوادونو نه یوازې دې ته تیار نه شول چي د اسلام حقیقي څېره چي د انسانانو د لوړاوی او کمال لپاره یوه رحماني څېره په نظر کې ونیسي بلکې هڅه وکړه چي د داعش جعلي اسلام د محمدي سوچه اسلام ځایناستي کړي. په لوېدیځو هیوادونو کې هم د اسلامي مقدساتو د سپکاوی لپاره په عامه د حکومتونو له لورې جوازونه صادر شول، حقیقت دا دی چي د اسلام له مبارک دین څخه د تاوتریخجنې څېرې انځورول او د قرآن شریف بې حرمتي په اروپا کې د اسلام د خپراوی په وړاندې د لوېدیځوالو د غوصې او کرکې ښودنه کوي. د سوېډن د مرکزي شمېرنو ادارې اعلان کړی چي په ۱۹۶۶ میلادي کال کې په دغه هیواد کې د مسلمانانو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رسېدل لیکن اوس دغه شمېر ۸۷۵ زرو ته رسېدلی دی او د دې هیواد د ۱۰ میلیونی نفوس ۸ اعشاریه ۵ سلنه جوړوي. د سوېډن امنیتي پوهنځی په یوه ځانګړی راپور کې خبرداری ورکوی چي په دغه هیواد کې اسلام ته بلنه، په راتلونکی کې د دې هیواد د نفوس د ملي پېژندګلوی په وړاندې ستر ګواښ رامینځ ته کوي. په نړیواله سویه کې هم د وروستیو شمېرنو له مخې، د مسلمانانو شمېر له ۲ میلیارد او ۱۱ میلیونونو څخه زیات شوی او د نړۍ د پوره نفوسو ۲۵ سلنه جوړوي. حال دا چي اوس د عیسویانو د نفوس شمېر دو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه دي.
له دې مخکې د قرآن شریف او د اسلامي مقدساتو سپکاوی د لوېدیځو هیوادونو د سیاستوالانو او ښاریزو له لورې تر سره کېدا، لیکن په دې وروستۍ پېښه کې دا کار د سلوان مومیکا له لورې تر سره شوې چي یو عراقي الاصل عیسوی دی او په وروستیو کلونو کې سوېډن ته پناه وړې ده.
مومیکا د دې کار لپاره په پلان شوی توګه د لوېدیځو له لورې انتخاب شوی دی ځکه چي هغه په عراق کې له داعش سره د مبارزې مخینه لري.
مومیکا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په عراق کې د تاوتریخوالو د رواجولو په تور بندي شو، لیکن د لوېدیځو هیوادونو د فشارونو په پایله کې له بنده خوشي شو او سوېډن ته یې پناه یوړه، کارپوهان په دې باور دی چي د سوېډن له لورې د قرآن د بې حرمتی لپاره د یوه عرب ځوان انتخاب یو پلان شوی اقدام دی، هغه په دې کار سره، دا پیغام استوي چي حتی عربان هم د مسلمان له ټولنو څخه د تېښتې په حال کې دي.
اروپایي هیوادونه چي د اسلام د خپراوی په وړاندې بې وسه شوي اوس د اسلام څخه د تاوترخجن انځور د وړاندې کولو او د اسلامي مقدساتو د سپکاوی لپاره هڅه کوي او د دې کار لپاره د اسلامي هیوادونو له لاسپوڅو او خرڅ شویو عناصرو څخه کار اخلي.
په لوېدیځه ټولنه کې د مسلمانانو د ادغام د مخنیوی لپاره د اروپایي هیوادونو هلو ځلو ته په کتو سره، داسي ښکاري چي سلوان مومیکا د سوېډن د استخباراتو له لورې د مسلمانانو په ضد د کرکو د پارولو لپاره ګومارل شوی دی. سوېډن په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د کډولۍ په قانون کې یې ځینې محدودیتونه راوسته، د دې قانون له مخې سوېډن ته د مسلمانانو مهاجرت سخت شوی او حتی ځینې مسلمانان هم له دغه هیواده پسې اخیستل شوي دي، په ورته مهال کې سوېډن کوښښ کوي د هغو کسانو چي نامناسبه رواني حالاتو څخه ځوریږي او یا د کډولۍ لپاره هر ډول اقداماتو ته چمتو دی، د اسلام د مقدساتو د سپکاوی لپاره کار واخلي چي ښه بېلګه یې همدغه عراقي الاصل سلوان مومیکا دی.
په لوېدیځه ټولنه کې د مسلمانانو له ادغام څخه مخنیوی د لوېدیځوالو یو اصلي هدف دی، د مومیکا اقدام د سوېډن په وړاندې د پراخو نړیوالو او کورنیو غبرګونونو لامل شو، حتی په بغداد کې د دې هیواد سفارت هم د معترضینو له ګواښ سره مخ شو او اسلامي هیوادونو هم د سوېډن په ضد غبرګون وښوده، دغه پراخ غبرګونونه د سوېډن لپاره کولایشي ناوړې پایلې ولري، حتی په اقتصادي دګر کې، په دې کار سره،به د مسلمانانو او د سوېډن د حکومت تر مینځ ټکر او د سوېډن د حکومت تاوتریخجن چلند نور هم زیات شي.
د اوکراین او روسیې تر مینځ د جنګ له پیلېدو وروسته، سوېډن د ناټو په فوځي تړون کې د غړیتوب لپاره هلې ځلې پیل کړي، لیکن د ناټو مهم غړی ترکیه د سوېډن د غړیتوب سره مخالفه ده، د قران شریف سپکاوی هم د ترکیې دغه مخالفت ته د سوېډن غبرګون دی، د تېر کال په وروستیو میاشتو کې راسموس پالودان د سوېډن په پلازمینې کې د ترکیې د سفارت مخي ته قرآن شریف ته اور واچول، هغه د دې کار لپاره د سوېډن له حکومت څخه جواز هم تر لاسه کړی وو، د سوېډن حکومت د قرآن د بې حرمتی له لارې له یوې خوا غواړي په ترکیې فشار راولي او له بلې خوا بیا غواړي د ناټو د غړو هیوادونو ملاتړ جلب کړي.
په همدغه چوکاټ کې دی چي د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، د سلوان مومیکا له ناوړه اقدام څخه د ملاتړ اعلان وکړ او وویل چي په سوېډن کې د قران بې حرمتي له ناټو سره، د سوېډن د پیوستون په وړاندې خنډ نه شي ګرځېدای.
په پای کې باید وویل شي چي که څه هم ځینو رسنیو هڅه وکړه چي د سلوان مومیکا دغه اقدام، د هغه له ناوړه روحي حالاتو سره، تړلی وبولي او په دې ډول دغه کار توجیه کړي، لیکن د وروستیو بدلونونو او پېښو ارزونه ښیي چي غربیانو د ټاکلي سیاسي موخو لپاره د قرآن د بې حرمتی بهیر ته دوام ورکوي.
له یوې خوا د قرآن بې حرمتي د غربیانو او د اسلام تر مینځ د ټکر د دوام په چوکاټ کې تر سره کیږي، او له بلې خوا بیا په دې اقدام سره، د اسلام ویرونې او د مسلمانانو په ګټه د لوېدیځو هیوادونو د نفوس په جوړښت کې د بدلون د مخنیوی هدف تعقیبوي.
ورته مهال کې د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی، د سوېډن له لورې د سیاسي شخړو لپاره د اوزار په توګه کارول کیږي، دغه هیواد چي په ناټو کې د ترکیې له مخالفت څخه په غوصه دی، په دې کار سره، خپل سیاسي غچ له ترکیې څخه اخلي، خو د دې ټولو مسائلو ور هاخوا، په هدفمند او پلان شوی توګه د قرآن شریف د بې حرمتی د بهیر دوام هغه هم د غربي حکومتونو په جواز سره، په دغو هیوادونو کې د مذهبی ازادی او د بیان د ازادی د دروغجنه ادعا ښودنه کوي.