Jul 13, 2023 15:32 Asia/Kabul
  • فاطمةالزهرا(س)د قرآنی بیلګه میرمنو د ټولوغوره صفوتونو هینداره

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د میرمنې د رول په باب د ریحانه نومې لړۍ له نننی پنځلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په دغه مطلب کې د حضرت فاطمةالزهرا مقدس وجودته  به اشاره وکړو ،چې ترټولو غوره قرآني میرمن، د اسلام په تاریخ کې ترټولو بیلګه  میرمن او د عالمینو د میرمنو «سَیِّدَةَ نِسَاءِ الْعَالَمِینَ»   بی بی ده . حضرت فاطمةالزهرسلام ا... علیها هغه ټوله ځانګړنې لري چې خداوندمتعال د یوې بیلګه  میرمنې لپاره  معرفي کړي دی.دغه بزرګواره بي بي  دغه ټول خصوصیات په یوځای لري  او په

  دوستانو د ریحانه نومې لړۍ په دغه مطلب کې  هغه ټوله روښانه ځانګړنې چې خداي تعالی  په قرآن کریم کې د میرمنې لپاره شمیرلی دي ،په خلاصې سره بیانوو،څو له  دې پلوه، د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا....علیها سیرت  او ځانګړنې  چې د قرآني خوښو صفتونو باندې پوښل شوي  د مسلمانې میرمنې بشپړ هینداره ده ، نندارې ته وړاندې کړو

قرآن کریم  څرګند صفت یا صفتونه ، د بیلګه میرمنو لپاره د ځانګړنې په توګه  ګڼي، د مثال په توګه، حوا د حضرت آدم ماندینه  له ؛تائبات؛ څخه(توبه کونکي) ګڼي  او د اعراف سورې په ۲۳آیت کې فرمائي ،  «قَالاَ رَبَّنَا ظَلَمْنَآ اَنْفُسَنَا وَاِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَکُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِینَ» ؛ ائ پروردګاره!مونږ پر ځان ستم او ظلم کړی او که ته مونږ ونه بخښې  او پر مونږ رحم ونه کړې ،نو له زیانمنو څخه به وو. ::  ددغه آیت په اساس  هم حوا او هم آدم د شیطان په دوکې  پوهه شول او پخپلو کړو پښمانه شول او د خداي په نزد ئې توبه وکړه څو  خداوندمتعال  دوي وبخښي.

همداراز د فرعون ماندینه آسیه،له ؛مومناتو؛ او  د خداي له لیوالو ؛ بلل کیږی. ځکه چې د تحریم سورې د یولسم آیت په اساس  ئې له خدایه غوښته  کړې چې د هغې لپاره له خپل ځان سره نزدې ورته   خونه جوړه کړي.لکه چې په قرآن کریم کې راغلي دي ،؛ وَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً لِلَّذینَ امَنُواامْرَاَتَ فِرْعَوْنَ اِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لی عِنْدَکَ بَیْتًا... »؛خداوند  د هغو کسانو لپاره چې ایمان ئې راوړی دی ،(آسیه)د فرعون د ماندینې مثال راوړي.هغه مهال چې وې وئيل،پروردګاره،له خپل ځان سره په نزدیکت کې (بهشت کې ) راته یوه خونه جوړه کړې:::

   یوکابد،د موسی مور،پر خدای تعالی یوه ؛توکل کونکي ؛مسلمانه  معرفی شوې ده،لکه څنګه د طه سورې په 38 او 39 آیتونو کې  راغلي دي،  إِذْ أَوْحَیْنَا إِلَى أُمِّکَ مَا یُوحَى؛أَنِ اقْذِفِیهِ فِی التَّابُوتِ فَاقْذِفِیهِ فِی الْیَمِّ فَلْیُلْقِهِ الْیَمُّ بِالسَّاحِلِ ... »؛ هغه مهال چې  دتامور ته هغه څه لازم وو،ورته مو الهام کړل ؛چې هغه په صندوق کې واچوه،نو بیا ئې   سمندر ته واچوه څو سمندر ئې  یوه ساحل ته ورسوي.....::: د حضرت موسی مور د مسلمانو میرمنو بیلګه وه. هغې د پروردګار په امر سره او  پر هغه په توکل سره د پروردګاروکرړل شوی تولو خوږ نعمت ، یعني خپل زوی  سمندر ته واچوؤ. هو!  هغه زیات توکل چې   د موسی مور پر خداي درلود، لامل شو چې هغه   هغه الهام ته چې خدای د هغې پر زړه  نازل کړی ؤ، غوږ کیږدي  او د خداوندمتعال  د فرمان اطاعات وکړي ،که داسې نه وائ ،نو ممکنه وه،د هغې دغه کار په ظاهر کې ،یو ناعاقلانه کار بریښید.

Image Caption

 

دوستانو قرآن کریم  مَدیَن ښار ته د حضرت موسی د ورتلو او د شعیب نبی له لور سره دهغه د لیدنې  په کیسې کې  دشعیب د لور د حیا اوا پاکوالي صفت ته اشاره کوي چې دیوې صالحې میرمنې یو مهم  او غوره صفت دی  او د قرآن کریم د قصص سورې په ۲۵آیت  کې راغلي دي ؛  فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِی عَلَى اسْتِحْیَاءٍ قَالَتْ إِنَّ أَبِی یَدْعُوکَ لِیَجْزِیَکَ أَجْرَ مَا سَقَیْتَ لَنَا ...» ؛ناڅاپي  له هغو دوو یوه (میرمن) دهغه وآخوا ته ورغله، په داسې حال کې چې په نهایت حیا سره سره ګامو پورته کاوۀ وې وئيل؛ پلار مو درته بلنه درکوي ،څو هغو (پسُونو) ته د اوبو د ورکولو پیسې  چې دمونږ لپاره دې  ورکړي دي ،تاته درکړي ...:::  مهم ټکی دا دی چې خداوند متعلا  د شعیب د لور صفورا د پاک لمنئ او همداراز د موسي د تقوا په وړاندې ،  د هردواړو د  وادۀ لاملونه برابر کړل او د حضرت شعیب زړه ته ئې واچول  چې خپله لور دموسی په نکاح کړي.

           د حضرت ایوب ماندینه،د رحمه  Ramah )) په نامې سره د صبر  او د خداي په پیغمبر د سرښیندنې بیلګه ایوب نبي ته معرفي شوې ده . له همدې امله ئې لیاقت درلود چې خداوندمتعال  په قرآن کې هغه په نیکئ یاد کړي؛ځکه  د حضرت ایوب  او د هغه د ناروغۍ دککړتیا په وخت  ټول حتی بچیان هم له هغه لیرې شول او په داسې حال کې چې  ایوب له بې وځلۍ سره  لاس اوګریوان ؤ او حتی   څوک هغه ته د صدقې ورکولو لپاره هم نه ورنزدې کید،  ما ندینې ئې سرښیندنه وکړه او دهغه ترڅنګ پاتې شوه .  دحضرت ایوب ماندینه  ایوب نبی ته  د خدمت کونې  و وفادادرئ څرګنده بیلګه  وه . خداوندمتعال  په هغې بلا سره چې ایوب او دهغه  کورنۍ ئې  ورسره مخامخ کړه ، غوښتل ، دایوب  صبر او د  ماندینې او دهغه دکورنۍ وفاداری  امتحان کړي.

             د صاد سورې له ۴۱ تر ۴۳ پورې آیتونه د حضرت ایوب  امتحان  او الهي اجر ته اشاره کوي  او په خاصه توګه په ۴۳آیت کې  خدای تعالی هغه اجر چې  دوي ته د الهي  امتحان په وړاندې د بریالیتوب په خاطر ډالۍ کړی ،بیانوي  او فرمائي؛ وَ وَهَبْنَا لَهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَةً مِنَّا وَذِکْرَى لِأُولِی الْأَلْبَابِ»،  او  دهغه کورنۍ او دهغو په شان  مو  له دوي سره یو ځای  هغه ته   و سپارل  څو د مونږ له خوا یو رحمت او د عقل لرونکو لپاره یوه یادونه شي.:: هو! د یعقوب د صبر  اجر  دا ؤ چې خدای تعالی پخپل رحمت سره  د یعقوب ځواني ، کورنۍ  مال او د هغه وفاداره ماندینه   چې له لاسه ئې ورکړې وه ، هغوي ته وبخښله.

               بلقیس،د سباءملکه چې د ایمان راوړلو  کیسه ئې د نمل سورې  له ۲۳تر ۴۴پورې  ایتونو کې راغلې ده، دعقل او پوهې  و په راتلونکي د فکر کونکو  او دحق پالو بیلګه  معرفي شوې ده .هغه ټول شیان چې بلقیس ته ورکړل شوي وو، اوږدمهاله فکر او دور اندیشي،عقل او پوهه وه ..بلقیس یوه مشورت کونکي  او حق پاله روحیه  لرونکي میرمن وه.  د بلقیس  هوش او پوهه له هغه ځایه ښکاره کیږي،چې کله ئې لاس ته د سلیمان له خوا د واحد خداي منلو ته دبلنې لیک وررسیږي،  هغه په ډیرې مهربانئ سره لولي  او  د خپل ټاټوبی  شخصیتونه غونډوي ،دوي سره مشوره کوي او فیصله کوي چې د سلیمان وآخوا ته ورشي او دهغه خبرې واوري.هغې د سلیمان په ماڼۍ کې دخپلې پاچائۍ تخت په لیدو سره  د سلیمان په هغه قدرت چې ذ خدای سلیمان ته ورکړی ؤ ایمان راوړي او حق ته تسلیمیږي او مني چې د سلیمان د خداي  عبادت وکړي.

حضرت مریم (س) چجې یوازینۍ میرمن ده چې په قرآن کریم کې مستقیما نامه  ذکر شوې ده.له دومره لوړ مقامه برخمنه وه چې له فرښتو سره ئې هم خبرې کولې  او فرښتو  د مریّم په برلاسي او قرب  شهادت ورکاوۀ.  خداي تعالی  د عمران سورې په ۴۲ او ۴۳ایتونو کې  پر نورو میرمنو د مریم بی بی د پاکۍ ،برلاسه کیدا او غوره کیدا  ته  اشاره کوي او فرمائي ؛ إِذْ قَالَتْ الْمَلاَئِکَةُ یَا مَرْیَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاکِ وَطَهَّرَکِ وَاصْطَفَاکِ عَلَی نِسَاءِ الْعَالَمِینَ یَا مَرْیَمُ اقْنُتِی لِرَبِّکِ وَاسْجُدِی وَارْکَعِی مَعَ الرَّاکِعِینَ»، او کله چې فرښتو  ووئيل، اې مریم ، خداي تعالی ته غوره کړې ئې  او پاکه کړې ئې  او ته ئې پر میمنو برلاسه کړې ئې،ائ مریم! د خپل پروردګار عبادت وکړه او سجده وکړه او رکوع کونکو سره رکوع وکړه::: دحضرت مریم   دهمدغو نیکو فضایلو او غوره خصوصیاتو لپاره  خداوندمتعال هغه  د عیسی مسیح د زیږولو لپاره او د لوي رسالت دترسره کولو لپاره غوره کړه . 

په نهایت کې ، باید  دحضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها مقدس وجود ته اشاره وکړو ،چې عالمینو د میرمنو لویه بی بی سَیِّدَةَ نِسَاءِ الْعَالَمِینَ  او د اسلام په تاریخ کې  تر ټولو لوړه اوبرلاسه قرآني بیلګه میرمن ده.حضرت زهرا هغه ټوله ځانګړنې لري چې خداي تعالی  هره یوه د یوې بیلګه  میرمنې لپاره معرفي کړي دي . دوي دغه ټول خصوصیات  په یوځاي  لري او په قرآني غوره صفتونو د مسلمانې میرمنې بشپړ هینداره  شمیرل کیږي .خداي تعالی په دې خاطر چې فاطمةالزهرا ئې خپل پيغمبر ته ډالۍ کړه،له هغوي ئې وغوښتل  چې  ددغه نعمت په خاطر دې ، قرباني و رکړي.خدایوند د حضرت فاطمة الزهرا وجود د پیغمبر لپاره خیر او برکت او کوثر وباله او په قرآن کریم کې ئې د؛کوثر؛سوره دهمدې په نامې سره نازله کړه چې دغه حقیقت ته اشاره کوي.

دوستانو ددغه مطلب وخت همدلته پاي ته ورسید،ان شاالله په ورپسې  مطلب کې به د حضرت فاطمة الزهرا د ځانګړنو او سیرت په باب  درسره وغږیږو، نو تر هغه وخته مو په نیاؤمن خدای سپارو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه