May 22, 2024 15:10 Asia/Kabul
  • د عراق وزیراعظم: د ایران له شهید ولسمشر څخه مو بې له اخلاص، پاکۍ، زیار او خدمته بل څه نه دي لیدلې

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د عراق د وزیراعظم " محمد شیاع السوډاني " په کتنه کښې د سید ابراهیم رئیسي د شهادت په خاطر د غمرازۍ لپاره تهران ته د هغه د راتګ په قدرونې سره وویل: د عراق له حکومت سره به هم هغه همکارۍ او موافقۍ جاري پاتې شي.

حضرت آیت‌الله العظمی سید علي خامنه‌اي نن غرمه په دغه ملاقات کښې زیاته کړه: اوس د اساسي قانون له مخې محمد مخبر دروند مسئولیت په غاړه اخیستی دی او ان شاءالله چې د عراق له حکومت سره به د همکاریو او موافقو هم هغه بهیر جاري پاتې شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: مونږ یو ډیر لوې او مهم شخصیت بایله، ښاغلی ولسمشر مې ډیر ښه ورور او یو کارنده او باکفایته او جدي او صمیمي مسئول و.

په دغه ملاقات کښې د عراق وزیراعظم هم د خپل هیواد د حکومت او ولس په استازیتوب د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د بهرنیو چارو د وزیر او د هغوي د نورو ملګرو د شهادت په وجه معظم رهبر او د ایران ولس ته تسلیت او تعزیت ووایه.

" محمد شیاع السوډاني" په دغې کتنې کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته وویل: په دې خواشینوونکو حالاتو کښې ستاسو لیدو ته راغلم ترڅو د عراق د حکومت او ولس غم، خفګان او تعزیت د ایران حکومت او ولس ته اعلان کړم.

هغه زیاته کړه: مونږ د ایران له شهید ولسمشر ښاغلي رئیسي څخه یوازې رښتیا، اخلاص، پاکي، کار او زیار او د خلکو خدمت لیدلی و.

د عراق وزیراعظم همداشان د شهید ولسمشر او نورو شهیدانو د جنازې په مراسمو کښې د میلیونونو خلکو شتون ته په اشارې سره وویل: کومې ویډیوګانې مې چې نن په ټیلیویژن کښې ولیدې، څو مهم پيغامونه یې درلودل چې ترټولو مهم په کښې، له ټولو دباؤنو او بندیزونو او دې ناخوښې پيښې سره سره، په اسلامي ایران کښې له چارواکو سره د ایران د خلکو ژوره او کلکه اړیکه ده.

ښاغلي سوډاني زیاته کړه: په دې جنازه کښې د ایران د خلکو د میلیوني شتون بل پيغام دا دی چې باید د خلکو خدمت وشي او دا پرتمینه جنازه، خلکو ته د خدمت نتیجه ده او مونږ هم باید په عراق کښې دغه درس، خپل سرمشق وګرځوو.

 

ټیګونه