بیجنګ د امریکې د پوځي او هوافضا د صنایعو په ترټولو ستر شرکت بندیز ولګوه
Jun 22, 2024 07:32 Asia/Kabul
د چین د بهرنیو چارو وزارت په تایوان باندې د امریکايي وسلو د خرڅون په وجه د (لاکهیډ مارټین) په نوم د امریکې د پوځي صنایعو شرکت بایکاټ کړ.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په تایوان باندې د امریکايي وسلو د خرڅون په وجه د (لاکهیډ مارټین) په نوم د امریکې د پوځي صنایعو شرکت بایکاټ کړ.
د المیادین چینل د خبر له مخې، د چین خارجه وزارت ویلي چې د «لاکهیډ مارټین» (Lockheed Martin) په نامه د امریکې د پوځي او هوا فضا د صنایعو شرکت باندې یې په تایوان باندې د وسلو د خرڅولو په وجه بندیز لګولی دی.
د هوافضا په برخه کښې دغه ستر صنعتي شرکت په ۲۰۱۴مالي کال کښې د عاید له نظره د نړۍ ترټولو ستر دفاعي تړونوال و او اوس هم د امریکې د غوره دفاعي قراردادیانو په سر کښې دی.