Jun 22, 2024 14:04 Asia/Kabul
  • د متقابلو ویزو لغوه کول، د بریکس هېوادونو ته د ایران وړاندیز

پارس ټوډې - د ایران د کلتوري میراثونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی وزارت د بهرنیو ګرځندوی بازارموندنې او پراختیا دفتر عمومي مشر، د بریکس هېوادونو ته وړاندیز کړی چې متقابلې ویزې لغوه کړي.

د بریکس د سیاحت لومړی فورم، د روسیې، برازیل، مصر، هند، ایران، چین، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او سویلي افریقا په ګډون د بریکس ډلې د نهو غړو هېوادونو د استازو په حضور کې په مسکو کې تر سره شو. د پارس ټوډې د خبر له مخې، د ایران د کلتوری میراثونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی وزارت د بهرني ګرځندوی د پراختیا او بازارموندنې د دفتر مشر«مسلم شجاعي» د دغه غونډې په ارتباط د ویډیو کنفرانس په ترڅ کې، د بریکس له غړو هېوادونو څخه د سیلانیانو ورتلو د اسانتیاو برابرول، د دې ډلې د لارې نقشې پر بنسټ ضروری وګڼل.

شجاعي زیاته کړه: له دې مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشرۍ، د بریکس له لسو غړو هېوادونو څخه د سیلانیانو ویزې لغوه کړې وې.

هغه وویل، د ویزو د لغوه کولو ترڅنګ، باید په یادو هېوادونو کې له خپلو هوايي شرکتونو سره مرسته وکړو او هغوی وهڅوو چې د هېوادونو تر منځ د مستقیمو الوتنو شمېر زیات کړي.

د ایران د کلتوري میراثونو، لاسي صنایعو او ګرځندوی وزارت د بهرنۍ سیاحت د پراختیا او بازار موندنې د ادارې مشر همدارنګه، د سیاحت په ډګر کې د ایران ځینو ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل چې په یونیسکو کې د ۲۷ نړیوالو میراثونو په ثبتولو سره په نړۍ کې لسم ځای درلود، په نړۍ د 24 غیر محسوس میراثونو په ثبتولو سره په نړۍ کې د پنځم ځای درلودل چې نوروز یو له هغو څخه دی، توکمیز او کلتوري تنوع، ډېری پیښې او جشنونه، د خلکو میلمه پالنه د یوې مهمې سیالۍ د ګټو په توګه او همدارنګه مثالي امنیت د ایران له سیاحتي ظرفیتونو څخه دی چې په ټولنیزو شبکو کې د سیلانیانو په نظرونو او پوسټونو کې هم منعکس شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د ګرځندوی نړیوال سازمان چې په ملګرو ملتونو پورې تړلې دی، په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې ۶ میلیونه بهرنیو سیلانیانو ایران ته سفر کړی دی. ایران په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د بهرنیو سیلانیانو د شمېر له مخې، ۴۰م ځای درلود، خو په ۲۰۲۳ کال کې یې د ۶ مقامونو په لوړولو سره ۳۴م مقام خپل کړ.

کلیدي جملې: بریکس یعنې څه؟ په ایران کې د ګرځندوی وضعیت، په ایران کې د لیدلو ځایونه، په ایران کې بهرني سیلانیان.

ټیګونه