Jun 22, 2024 14:32 Asia/Kabul
  • ایران په لوېدیځه آسیا کې د ماشومانو د مړینې تر ټولو ټیټه کچه لري

پارس ټوډ‌ې - د ایران د ماشومانو د ټولنې منشي د دې په بیان سره چې په ایران کې د ماشومانو مړینه د نړۍ له اوسط څخه کمه ده وویل: ایران په لوېدیځه آسیا کې د ماشومانو د مړینې ترټولو ټیټه کچه لري.

ایران له بندیزونو او نړیوالو سیاسي فشارونو سره سره، د ساینس او ​​طب په برخو کې د خلکو په مهم رول باندې په تکیه کولو سره، خنډونه له منځه وړي او ښې لاسته راوړنې یې ترلاسه کړې دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د ماشومانو د ډاکترانو ټولنې د کلنۍ ساینسي کنفرانس اجرایوي منشي «محمد زنوزی راد»، په ایران کې د ماشومانو د روغتیا د وضعیت په اړه وویل چې په نړۍ کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې منځنۍ کچه، په هرو زرو زوکړو کې ۱۱ مړینه ده. دا شاخص په لوېدیځ آسیا کې له 11 څخه پورته او په ایران کې په هرو زرو زوکړو کې ۷.۵ مړینه ده.

زنوزي راد زیاته کړه، د ایران دغه لاسته راوړنه، د ټولیزو هڅو، د کافي ډاکټرانو او نرسانو د روزنې او د اړینو وسایلو او درملو د برابرولو پایله ده.

د ایران د ماشومانو د ډاکټرانو ټولنې د کلنۍ علمي غونډې اجرایوي منشي څرګنده کړه چې په تیرو څو لسیزو کې د ایران یو بل بریالیتوب دا دی، چې په ماشومانو او نوي زېږېدلو کې ساري او د مخنیوي وړ ناروغۍ کمې شوې دي او د پولیو او شري په شان ځینې ناروغۍ چې په نورو هېوادونو کې لا هم شتون لري، په ایران کې له منځه وړل شوي دي.

عبارات کلیدی: وضعیت پزشکی ایران، تحریم پزشکی ایران، مرگ کودکان، وضعیت مرگ و میر در ایران.

ټیګونه