Jun 21, 2024 16:33 Asia/Kabul
  • د افغان کډوالو زیاتیدا

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان وکړ چې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته شاوخوا ۱،۶ میلیونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي او ډېریې ګاونډیو هېوادونو ته په غیر قانوني توګه داخل شوي دي.

البته داسې ښکاري چې اصلي شمیرنې  د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام له اعلان شویو شمیرنو زیاتې دي ځکه چې له دې شمیر زیات یوازې د ایران اسلامي جمهوریت ته داخل شوي دي. حقیقت دا دی چې افغانستان د مهاجرت او داخلي بې ځایه کیدو له ستراو اوږد کړکیچ سره مخامخ دی او په افغانستان کې د قدرت لاس په لاس کیدا  او داخلي جنګونو سره یو ځای   دوامداره  نیواک  د افغانستان د خلکو د بیا یوځای کیدو مخه نیسي او دوی په دوامداره توګه په افغانستان کې  او د سیمې  د هیوادونو په کچه  ځای پر ځای کیدو په حال کې دي .

د افغانستان د مسايلو کارپوه امين فرجاد په دې اړه وايي

د نړیوالو قوانینو له مخې، د هغو هېوادونوښاریز  چې نظم او امنیت پکې ټینګ شوی وي او کورنۍ جګړې او نیواک پای ته رسېدلی وي، کډوال نه ګڼل کېږي او باید د نړیوالو موسسو په مرسته افغانستان ته ستانه شي او د خپل هېواد په بیارغونه کې برخه واخلي.

په افغانستان کې د طالبانو له  بیا  واکمنۍ وروسته ډېر افغانان ایران، پاکستان او ترکیې ته کډه شول او دا بهیر د بېلا بېلو لاملونو له امله دی چې په کې دطالبانو د حکومت ډول والې چې له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له زده کړو بې برخې کړې دي ،  په افغانستان کې  له اقتصادي بحران سره یو ځای دوام لري.

په عین حال کی ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا ايران او پاکستان  په تېر یوه کال  کې  غیر قانوني افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل. په ځانګړې توګه پاکستان چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون په اړه د طالبانو له حکومت سره له اختلاف وروسته له څه مودې راهیسې د افغان مهاجرینو ویستلو ته زور ورکړی وو.

د خوړو نړیوال پروګرام هم اعلان کړی، چې له تېر کال راهیسې تر نیم میلیون ډېر افغانان له پاکستانه ستنېدو ته اړ شوي دي.

په هرحال، طالبان چې په افغانستان کې د واکمنۍ ادعا کوي او غواړي چې د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت  وپیژندل شي، لومړی باید د افغانستان د ښاریزو په وړاندې خپل مسؤلیت وښيي او دا وښيي چې واقعا د دوی د برخلیک  په اړه د مسولیت  احساس لري . د افغانانو د ارام او له اندېښنو د خالی  ژوند لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول د طالبانو له لومړنیو مسوولیتونو دي او د دغه هېواد اښاریز باید خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د افغانستان په بیارغونه کې په بېلابېلو برخو کې شامل کړې شي   . په تیره بیا هغه افغانان چی ایران ته راغلي دي په ښارونو کې د شتون او مختلفو کارونو کې د ګډون په دلیل  په بیلا بیلو مسلکونو کې روزل شوي دي چی  د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې خورا ګټور دي .

 

 

ټیګونه