Jun 22, 2024 12:04 Asia/Kabul
  •   اسرائيلي ماشوم وژونکی رژیم،او د وسلو لپاره ئې د اروپایانو مالی ضمانتونه

پارس ټوډې – د بشری حقوقو یوشمیر ادارو د احصایو د راپورونو په خپرولو سره ټينګار کړی دی، په اسرائيلو د وسلو خرڅلاؤ په اوسنیو شرائطو کې د نړیوالو قوانینو  له جدي خلاف ورزۍ سره مرسته کوي.

د بشری حقوقو د ۱۹ ادارو یوه جوړشوي ائيتلاف راپور ورکړی، د اروپا  مالی موسیسو په اسرائيلو  باندې په اوسنیوشرائطوکې  د 36.1 میلیارډ یورو په ارزښت  د وسلو د خرڅولو تضمین وړاندې کړی دی.د پارس ټوډې د راپور په اساس، ددغو ادارو د راپور په اساس،همداراز له 2019 کاله تر 2023 کال پورې په مودې کې په اسرائيلو باندې په نړۍ کې د وسلو ترټولو لویو شپږو تولیدونکو  په اسرائیلو وسلې خرڅې کړي دي.

په عین حال کې د فلسطین د نیواکي ټاټوبو په باب دنړیوالو څیړنو د خپلواکه کمیشن غړي کریس سیدوتي په غزې کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره،د اسرائيلو پوځ د نړۍ ترټولو وژونکی پوځ یاد کړ.

د ترټولووروستیو راپورونو په اساس، د تیر کال د اکتوبر په اومه نیټه ،په غزې د صهیونیسټي رژیم د څاروي ډوله حملو دنوي پړاؤ له پيلیدا راهسې تراوسه پورې  په دغو وحشي جنایتونو کې څه د پاسه ۳۷زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه شپږ اتیا زره نور هم ټپیان شوي دي چې  زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي.

د اسرائيلي رژيم پنځیدا  له 1917کال  څخه  د انګریز استعمار په پلانونې  سره  او د فلسطنیانو  ټاټوبي ته د مختلفو هیوادونو د یهودیانو د مهاجرت له لارې رامینځة شوې او  په ۱۹۴۸کال کې ئې موجودیّت اعلان شو. له هغه  مهاله د فلسطینیانو د نسل وژنې لباره  د مختلفو ډله ایزو وژلو او د دوي دټول ټاټوبی دنیولو پلانونه ترسره شوې ده.

د ایران اسلامی جمهوریت د اسرائيلو د استعماری رژيم د ړنګیدا او خپلو اصلي ټاټوبو ته د یهودیانو د بیرته ستنیدا یو جدي ملاتړی دی.

 

ټیګونه