May 22, 2024 12:32 Asia/Kabul
  • دغه سړي د سولې او د پیوستون هڅه کوله/ د شهید رئیسي د ډيپلوماټیکو هڅو راپور

پارس ټوډې- د قطر الجزیرې ټیلي ويژن په یوه راپور کښې وویل د فلسطین مقاومت نن سبا په اوسني حساس وخت کښې یو خپل تر ټولو ستر ملاتړی له لاسه ورکړ.

الجزیرې ټیلي ويژن په یوه مطلب کښې د هیلي کوپټر د نسکوریدا په دردونکي پیښه کښې  د ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني ولسمشر ایت الله رئیسي ، د بهرنیو چارو د پخواني وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره پلاوي  شهادت ته په اشارې سره په یوې شننې کښې ویلي دي خدای پاک دې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ، خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او هغه کسان چې د ایران په شمال لویدیځ کښې په اذربایجان شرقي ولایت کښې د هیلي کوپټر د نسکوریدا په پیښه کښې شهیدان شول وبخښي.

د فلسطین مقاومت ډلو نن ورځ په اوسني حساس وخت کښې چې ډیرو  فعالو او اغیزشیندونکو ملاتړو ته یې ضرورت درلود خپل یو تر ټولو ستر ملاتړی له لاسه ورکړ.

البته له دغه دردونکي پیښې وروسته د ایران حکومت په ښه ډول عمل وکړ او د یوې بیانیې په خپرولو سره یې ټینګار وکړ چې د ایران په اداره کولو کښې به تر ټولو کوچنۍ نیمګړتیا او مشکل هم ونلري او ایران هماغه راز له ستړتیا پرته د عزت او د سرلوړۍ په لاره کښې ګام پورته کوي.

الجزیرې ټیلي ويژن د خپل راپور په دوام کښې له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په ښه کولو کښې د ایران د ولسمشر ایت الله ابراهیم رئیسي رول ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ د ویلو وړ ده چې د ایران ولسمشر ښاغلي رئیسي له ګاونډیو هیوادونو سره د اختلافاتو د اور د مړ کولو لپاره زیاته هڅه وکړه او له عربو هیوادونو سره په ټولو سویو کښې  د پخلاینې د بهیر پیلونکی و.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له سعودي عربستان سره په یوې تاریخي پخلاینې سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوږدې مودې تاوتریخوالي پاې ته ورسول.

د ایران  ولسمشر ابراهیم رئیسي د عمان هیواد په مینځګړیتوب سره له مصر سره د اړیکو د احیا کولو او له قاهرې سره د ډيپلوماټیکو اړیکو د ترمیمولو او له سره پیلولو په لړ کښې چې په تیرو څلویښتو کلونو کښې له ځوړتیا او تاوتریخوالي سره مخ وې حرکت وکړ.

د قطر الجزیرې ټیلي ويژن په خپل راپور کښې زیاته کړي ده د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه راز له الجزایر هیواد سره د ملګرتیا په پیاوړي کولو سره له افریقايي هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو لپاره ستره لاره پرانیستله.

دغه اقدام په داسې حال کښې وشو چې اسرائیلو په دوه زره شلم میلادي کال کښې د ساز باز د موافقو په لړ کښې چې متحده عربي امارات، بحرین او سوډان هم ورسره یوځاې شول په افریقا لویه وچه کښې له مراکش هیواد سره خپلې اړیکې عادي کړې.

دغه راز د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د ولسمشرۍ په پړاو کښې له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران د اړیکو د اصلاح کولو بهیر یوازې په عربو هیوادونو پورې محدود نشو بلکې پاکستان ، افغانستان او ترکیه هم پکښې شامل شول.

الجزیرې ټیلي ويژن زیاته کړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز د پاکستان خارجه وزارت د دواړو هیوادوو په ګډو سرحدونو کښې د ترهګرو ډلو د خوځښتونو له کبله د رامینځته شوي کړکیچ د مخنیوي لپاره چټکه هڅه وکړه او په داسې شرایطو کښې چې امکان و د پاکستان او د ایران اړیکې له شخړې سره شخړې سره مخامخ شي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پاکستان ته سفر وکړ او د شخړې او د جګړې اور یې مړ کړ.

د قطر  الجزیرې ټیلي ويژن په دوام کښې د ایران د ولسمشر ایت الله ابراهیم رئیسي د ولسمشرۍ په پړاو کښې د ترکیې او د ایران د اړیکو ښه کیدا ته په اشارې سره وویل د ایران پرضد د امریکا له بایکاټونو سره سره مونږ په ټولو زمینو کښې د ترکیې او د ایران ترمینځ د اقتصادي  ملګرتیاو د زیاتیدا کتونکي یوو او دواړو هیوادونو د سیاسي مشترکاتو د پیاوړي کولو لپاره ډیرې هڅې وکړې په تیره بیا د فلسطین د مقاومت ډلو د ملاتړ په زمینه کښې ایران او ترکیې ګډ دریځ غوره کړ او د دواړو هیوادونو ولسمشرانو په چټکۍ سره په فلسطین غور وکړ او د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه په شمول یې د فلسطین د مقاومت ډلو له مشرانو سره یې کتنې وکړې او له فلسطین څخه یې خپل پریکنده ملاتړ اعلان کړ.

همدغه مسله د امریکا د حکومت لپاره ستره ننګونه او چیلنج دی چې هڅه یې کوله حماس غورځنګ مجرم وښيي.

د دغه راپور په پاې کښې ویل شوي دي تاسو چې هر ډول غواړئ کولای شي چې د ایران په وړاندې دریځ غوره کړئ خو  لطفا ووایو ایا په دنیا کښې په اوسنیو شرایطو کښې له مقاومت څخه په ملاتړ کښې د ایران له غږ څخه کوم لوړ غږ شته؟ خدای پاک دې د حق د لارې کسان وبخښي.

 

ټیګونه