May 22, 2024 13:12 Asia/Kabul
  • د محمد مخبر په مشرۍ د ایران د حکومتي کابینې اولنۍ غونډه وشوه
    د محمد مخبر په مشرۍ د ایران د حکومتي کابینې اولنۍ غونډه وشوه

د سید ابراهیم رئیسي له شهادت نه پس د ایران د حکومتي کابینې وړومبنۍ غونډه د سرپرست ولسمشر محمد مخبر په مشرۍ او د کابینې د ټولو غړو او وزیرانو په ګډون سره ترسره شوه.

د شهید ولسمشر مرستیال او سرپرست ولسمشر محمد مخبر په دې غونډه کښې د آیت الله رئیسي د شهادت زړه دردونکې پیښه د دوو ځانګړو پيغامونو لرونکې وبلله او څرګنده یې کړه: په تبریز، قم او تهران کښې د شهید رئیسي او د نورو شهیدانو د جنازو د هرکلي اندازې وښودله چې د امام خمیني او معظم رهبر او د اسلامي انقلاب آرمانونه د ایران د خلکو په زړونو کښې پاخه شوي دي او په هیڅ پيښې سره په کښې خلل نه راځي.

سرپرست ولسمشر، شهید رئیسي د هغه مکتب روزل شوی وباله چې د اسلامي انقلاب سمبول دی او زیاته یې کړه: وروستۍ پیښه سبب شوه چې د نظام په سترو آرمانونو او اهدافو باندې د خلکو پابندي له مخکښې نه ډیره څرګنده شي.

د ښاغلي مخبر په مشرۍ د ایران د حکومتي کابینې وړومبنۍ غونډه

ښاغلي مخبر په وروستیو مراسمو کښې د خلکو د پراخ شتون بل پیغام، د خدای په لاره کښې د خدمت لپاره یو بل ژور لید او نظر وباله او څرګنده یې کړه: شهید آیت الله رئیسي یوځل بیا مونږ ټولو ته ثابته کړه چې ترټولو ستر صالح او نیک عمل، د خدای د رضا لپاره د خلکو صادقانه خدمت دی او که دغه لاره خپله کړو نو عاقبت به مو ښه وي.

د ایران سرپرست ولسمشر د کابینې په دې غونډه کښې یوځل بیا له ټولو غړو وغوښتل چې بې له ځنډه او په هم هغې همیشنۍ روحیې او جذبې سره د ارواښاد ولسمشر لارې ته دوام ورکړي او د حکومت په دې پاتې موده کښې خلکو ته وښايي چې د رئیسي د حکومت کارونه به د ایران د راتلونکي لپاره کومې سترې پایلې ولري.

د کابینې د غونډې په دوام کښې څو وړاندیزې مصوبې هم تصویب شوې.

 

ټیګونه