May 22, 2024 13:28 Asia/Kabul
  • د یوه ملګري له خولې د ایران د ولسمشر د هیلي کوپټر د نسکوریدا د پیښې تفصیل:-

پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر مشر د ایت الله ابراهیم رئیسي د هیلي کوپټر د پیښې په هکله توضحیات ورکړل.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر مشر «غلامحسین اسماعیلي» چې اذربایجان شرقي ولایت ته د ابراهیم رئیسي په اخري سفر کښې ورسره وو د دغه ولایت ته د سفر او د ولسمشر هیلي کوپټر ته د ورپیښې پیښې په اړه وویل مونږ د غواي د میاشتې په دیرشمه یعني د تیرې یکشنبې ورځې په سهار  شپږ بجې له تهران څخه تبریز سیمې ته روان شوو او لس د پاسه اوه بجې په تبریز کښې له هیلي کوپټرونو کوز شو او په پاکې هوا کښې د ماموریتونو ځاې ته لاړو.

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر وویل د اوبو د ډیم د پرانیستلو لپاره زمونږ او د اذربایجان جمهوریت ګډ پروګرام وشو او یوه ډيپلوماټیکه کتنه چې د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر سره څه د پاسه یو ساعته روانه وه  وشوه  او د ماسپښین لمونځ وشو او د کلي یوشمیر خلکو غوښتنې لرلې چې په جومات کښې حاضر شول او د سیمې له خلکو سره د ایران د ولسمشر ښاغلي رئیسي ولسي کتنه وشوه او په کاملا ښې او مطلوبې هوا کښې په هیلي کوپټرونو کښې سپاره شوو او د پروګرامونو د دوام لپاره تبریز ته روان شو. هوا کاملا صافه او  شفافه او رڼا وه او موسم ډیر خراب نه و.

هغه زیاته کړه له نیم ساعت وروسته په لاره کښې لږه شان وریځه راغله.

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر غلامحسین اسماعیلي وویل د ارتفاع او لوړوالي له نظره د هیلي کوپټر الوت په دې ډول و چې د هیلي کوپټرونو لوړوالی له دغو وریځو سره مخامخ و او مونږ لږ شان له وریځو څخه لاندې الوت کاوه.

شهید کاپتان مصطفوي چې د ولسمشر ښاغلي رئیسي د هیلي کوپټر پایلټ او د ورسره دوو نورو هیلي کوپټرونو  قومندان و  او د هغه څه پراساس چې وروسته زمونږ د هیلي کوپټر پایلټ اعلان کړ او ویې ویل هیلي کوپټر لږ شان لوړ کړو او د وریځو د پاسه لاړ شو او د وریځو د پاسه لارې ته دوام ورکړو.

اسماعیلي وویل زمونږ هیلي کوپټرونه د وریځو د پاسه روان شول او مونږ په دریم لمبر هیلي کوپټر کښې وو او په مینځ کښې د ولسمشر رئیسي هیلي کوپټر او زمونږ مخ ته یو بل هیلي کوپټر و.

هغه په دوام کښې وویل د وریځو د پاسه له الوت کولو دیرش ثانیې وروسته پایلټ متوجه شو چې اصلي هیلي کوپټر له مونږ سره نشته او هغه مو ونه لید.

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر اسماعیلي وویل څرنګه چې د ولسمشر هیلي کوپټر رانه غی نو زمونږ پایلوټ هیلي کوپټر تاو کړ او شاته یې الوت پیل کړ او ما د پایلټ له مرستیال څخه پوښتنه وکړه او هغه وویل زه احتمال ورکوم چې هیلي کوپټر په بیړني ډول ځکه کیناستلی دی او هر څومره چې غږونه کوو نو زمونږ راډیويي ارتباط غوڅ دی او ځواب نه راکوي.

هغه وویل پایلټ د سیمې د پاسه څو ځله چکر وواهه او د وریځو د پاسه لاړ خو لاندې هیڅ نه لیدل کیده او دغه امکان هم نه و چې د وریځو لاندې الوت وکړو.

د «سونګون» د معدن په سیمه کښې چې نږدې وه زمونږ هیلي کوپټر کوز کړ او پیښه مو تعقیب کړه.

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر اسماعیلي وویل د ولسمشر ابراهیم رئیسي له ملګرو سره موبائیل ټيلي فون ورسره و مونږ ورته ټیلي فون وکړ او هیڅ ځواب مو ترلاسه نکړ.

هغه وویل د الوت چارواکو مونږ ته وویل چې دوې  د شهید پایلټ مصطفوي موبائیل ټیلي ته فون کړی او شهید ایت الله ال هاشم ځواب راکړی و او ویلي یې وو زما حال ښه نه دی او په یوې درې کښې غورځیدلی یم او نور څه یې نه وو ویلي. ما تماس ورسره ونیوه او د هغه د جسمي حالت په هکله مو پوښتنه ترې وکړه او هغه په ځواب کښې وویل زه ښه نه یم او نه پوهیږم چې څه شوي دي او نه پوهیږم چې چیرته یم.

هغه وویل د ونو په مینځ کښې یم او کله مو چې ترې پوښتنه وکړه څوک هلته وینې ؟ نو په ځواب کښې وویل هیڅوک راته نه ښکاري او یوازی یم او زما ګیرچاپیر هیڅوک نشته؛ ما ترې پوښتنه وکړه چیرته یې او ایا دغه سیمه پیژنئ نو هغه مونږ ته وویل دلته ونې او ځنګل دی. مونږ ته تقریبا دغه خبره معلومه شوه چې د ولسمشر هیلي کوپټر له پیښې سره مخ شوی او فیصله مو وکړه چې ځانونه د پیښې ځاې ته ورسوو او  هلته د مرستې او د ژغورنې کار ترسره کړو.

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر اسماعیلي زیاته کړه کله مو چې سیمه پیدا کړه ، نو له حالاتو داسې معلومیدل چې ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره نور موجود کسان سمدستي د هیلي کوپټر د نسکوریدا په پیښه کښې شهیدان شوي خو ښاغلی ال  هاشم له پیښې څو ساعته وروسته شهید شوی و.

هغه وویل کله مو چې له فضا څه د پیښې د سیمې حالت کنټرولوه نو د چاودنې غږ ، اور،  یا لوږی معلوم نه و.

د ایران د ولسمشر د دفتر ویاند اسماعیلي وویل کابو یوه ساعت وروسته کله چې د سونګون د مسو په معدن کښې په ځمکه باندې کیناستلو خو هوا ښه وه خو کله چې د پیښې ځاې ته ورغلو نو هلته وریځې راغلې او باران شروع شو او لړې راغلې او له مازیګر دریو بجو څخه وروسته د سیمې هوا کاملا بدله شوه.

Image Caption

 

ټیګونه