حسینی غورځنګ او د کربلا غمیزه(
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې د حسینی غورځنګ او کربلاغمیزې نومې لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. دوستانو په دغه مطلب کې دحضرت امام حسین علیه السلام د ناپیژندل شوو یارانو په باب درسره غږیږو،نو هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
دوستانو د حضرت امام حسین علیه السلام په موفادارو یارانو کې ځیني د منبرونو او لیکنو په و وا سطې سره پيژندل شوي دي،البته ځینو ته څه خاص اشاره نه ده شوې او په همدې خاطر دهغو په باب لږ اطلاعات موجود دي . مونږ دامام حسین علیه السلام دکم پيژندل شوو یارانو د معرفئ په باب دوه مطلبونه لرو ، چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوو.
هیڅ یو غورځنګ له وفادارو ملګرو پرته نه دي بریالي شوي او هیڅ پاڅون هم له سرښیندونکو پرته انجام ته نه دي رسیدلي . بې شکه د هغو رغنده پاڅونونو د رهبر یا رهبرانو پر مهم او اغیزشیندونکي رول سربیره چې د تاریخ په اوږدو کې د غوره بدلون د رامینځة کولو په سبب تل پاتې شوي ، ددغه شان غورځنګو تل پاتیکیدا ، د هغو وفاداراو ملګرو او یارانو د میړنتوب او شجاعت پامته داره دي چې په دغو پاڅونونو کې ئې شتون درلودلی او خپل رهبر ئې یوازې نه دی پریښودلی. په تاریخ کې یو ترټولو لوي او اغیزشیندونکی غورځنګ د عاشورا غورځنګ دی چې د حضرت امام حسین علیه السلام وفادارو ملګرو ددغه پا څون په تل پاتیکیدا کې مهم او غوره رول درلودلی دی .داسې وفادار ملګري چې حضرت امام حسین علیه السلام دوي داسې یاد کړي دی؛ چې فرمائي ؛ زه له خپلو وفادارو اصحابو اوملګرو لاښه او وفادار هیڅ ملګری او اصحاب نه پیژندم:::
د حضرت امام حسین علیه السلام په وفادارو ملګرو کې ځیني د لیکنو او منبرونو په واسطه ډير پيژندل شوي دي ،البته ځيني نورو ته څه خاص اشاره نه ده شوې او په همدې خاطر دهغو په باب ډیر لږ اطلاعات موجود دي . مونږ تر خپل حده هغه ټول معلومات له تاسو سره هم شریکوو.
دوستانو که وغواړو، د حضرت امام حسین علیه السلام د هغو وفادارو یارانو د ځانګړنو په باب چې په تاریخ کې تل پاتې شوي دي ،خبرې وکړو،نو درو اصلي ځانګړنو ته ئې ،یعني صبر، اخلاص او وفادارئ ته ئې اشاره کولی شو. هغه کسان چې دعاشورا د پاڅون په وخت له حضرت سید الشهدا سره یو ځاي او په یوۀ وخت په ترټولو سختو او مشکلوشرائطو کې موجود وو، هیڅکله له مرګه ونه وریریدل، ستړیا ئې احساس نه کړه او په همدې استقامت او کلکې دریدا اوصبر سره شهیدان شول څ و بهشت خپله جایزه وټاکي او د انسان سورې د دولسم آیت رښتیني مصداق شي چې فرمائي . «وَجَزَاهُمْ بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِیرًا» او دوي ددې لپاره چې (د وخت د پيښو او ددیني دندو په وړاندې ) صبرناک او په ورین تندي ښکاره شول ،جنت او د وریښمن قالي په جایزې کې ورکړي.:::

مُسلم بن کَثیر اَزْدی د حضرت امام حسین علیه السلام یو وفادار ملګری دی چې دعاشورا په پاڅون کې ئې ډير اغیزشیندونکی شتون او غوره رول لوبولی دی ،البته په لیکنو اوو یناؤ کې هغه ډير لږ بلل شوی او آوریدل شوی دی.دهغه پلار ، کثیر بن قلیب صدفی یو فاضل کس او قرآن پيژاند او د یمن د قبایلو د حدیثو یو روایتونکی ؤ چې د خدای د رسول(ص) یو صحابی شمیرل کید.
مسلم د حضرت اما م حسین علیه السلام د پلار بزرګوار او د مومنانو دامیر حضرت امام علی علیه السلام په جنګونو کې جمل جنګ کې له ناکثینو سره (یعني له تړون ماتونوکو سره ) موجود ؤ. ۴۷کلن ؤ چې په دغه جنګ کې ئې په شجاعت سره مبارزه و کړه او د عمرو بن ضبة تمیمیي په غشي سره د ناکثینو په جبهې کې جنګیدۀ په پښه زخمي شو او د تل لپاره ګوَډشو او له دغې پیښې وروسته په ؛اَعرَجٌ؛ مشهور شو . هغه یو هغه مبارز مسلمان ؤ چې کوفې ته د حضرت امام حسین علیه السلام د بلنې په ماجرا کې ئې لوړ رول درلود او له امام بزرګوار سره ئې ملګرتیا لپاره دنورو په هڅونې کې ډيره هڅه وکړه . کله چې په کوفې کې د سلیمان بن صُرَد خُزاعي کور د مبارزې مرکز شو ، هغه هم اباعبدالله الحسین علیه السلام ته له لیک لیکونکو څخه ؤ او هغه بزرګوار ئې کوفې ته دعوت کړ. د مسلم بن عقیل په پاڅون کې چې زیاتره بیعت کونکي وتښتیدل،هغه د مسلم یو وفادار ملګری ؤ.
له دې وروسته له بوډاتوب او په پښه ګوَډ شونې سره سره ئې هڅه وکړه ، ځان اباعبدالله الحسین علیه السلام ته و رسوي، تر دې چې له کربلا سره نزدې حسینی کاروان ته ورسید او له امام حسین علیه السلام سره همسفر شو.
هغه کابو اویا کلن ؤ،خو دهغه بوډاتوب او په پښه ګوډ شونه ،هیڅ یو د عاشورا په پاڅون کې د هغه د شجاعانه کړچار خنډ نه شول. هغه له امام حسین علیه السلام سره د عشق په سبب په ټول توان سره مبارزه وکړه او د یزیر د لښکر له خوا د عاشورا په سهار حملې کې او د سید الشهداد سپایانو په لور دغشو په باران کې شهید شو . د مسلم نامه په زیارت ناحیه مقدسه کې چې له امام حسین علیه السلام سره منصوب دی راغلې ده او په هغه سلام وئیل شوی دی .:
؛؛؛؛ السلام علی مسلم بن کثیر ازدي؛؛؛؛؛

نَصر بن آبی نیزَر د عاشورا په واقعې کې د حضرت امام حسین علیه السلام یوبل وفادار ملګری ؤ چې د حبشه د پاچا نجاشي لمسی او دمکې له اوسیدونکو شخصی مریۀ ؤ چې امام علی علیه السلام مسلمانانو ته د هغه د پلار د خدماتو په ویاړ ، هغه واخستۀ او آزاد ئې کړ. هغه د نجاشي کورنۍ ذکور یوازینی پاتې شونې ؤ، له دې امله دنجاشي له مړینې وروسته ، دحبشې خلک مدینې ته راغلل څو هغه دپاچائۍ لپاره حبشه ته بوځي ، خو نصر ونه منله او وې وئيل؛ پر تاسو چې مسلمانان نه یاست ولې پاچائي ومنم؛ په داسې حال کې چې اوس خداوندمتعال پر ما احسان کړی دی او مسلمان شوی یم .... پوهه شئ د رول ا.... بزرګوار په خدمت کې یو ساعت خدمت کول د مالپاره په حبشه کې پر تاسو له ټول عمر پاچا شونې څخه لا برلاسه ده .::
ابی نیزَر دپاچایانو له پرګنې ؤ،البته له پاچائۍ سره هیڅ ګروهنه نه درلوده ،ځکه د دنیا پاچایان ئې پيژندل. هغه په پیل کې د خداي درسول او بیا د حضرت امیرالمومنین په خدمت کې ؤ او دهغه بزرګوار لپاره ئې د خرماؤ په باغ کې کار کاوۀ. هغه د امیر المومنین امام علی علیه السلام په خدمت کې ډيرې په زړه پورې خاطرې لري . په هغو کې یوه خاطره د آبی نیزَر د څا په باب ده چې د اهل بیت علیهم السلام له نظره د وقف اهمیّت په ښه ډول روښانه کوي.
آبی نیزَر د حضرت امام علی علیه السلام په وسیله د ؛عین آبی نیزَر ؛ د پټَیو د وقف کیسه داسې بیان کړې ده ؛ یوه ورځ امام علی د ماواخوا ته راغی ، زه په پَټَیو کې په کار بوخت وم ، او یو څا مو کیندلو . هغه بزرګو ار وفرمائیل؛ خواړۀ لرې؛ عرض مو وکړ، داسې خواړۀ دي چې د تا لپاره ئې نه خوښوم ، د بدبودار لم په غواړو یا وازدو کې مو خواړۀ پخلی دي ؛ وې فرمائيل؛ رائې وړه ، نو خپله هم پاڅيد او د اوبو د ویالې په لور لاړ لاسونه ئې ووینځل او بیا ئې راسره خواړۀ وخوړل.له غوړناکو خواړو وروسته چې د هغه پر لاسونو ئې غوَړ ښخ شوي وو، نو لاړ او په ریګو سره ئې لاسونه ووینځل او له لاسونو ئې غوَړ پاک شول ، ورسته ئې هغه نمجن لاسونه پر خیټه وموښل او وې فرمائيل؛ څوک چې دهغه خیټه جهنم ته وارد کړي ،نو خدای به هغه له خپل رحمته لیرې کړي::::
هغه مهال ئې چرئ راواخسته او څا ته کوز شو او پرله پسې ئې چرئ ووهله څو تر یوه حده اوبه له څا رابهر شوه. په ټنډې ئې خولې راماتې شوې وې . نو خولې ئې پاکې کړې او بیا څا ته ورکوز شو او کندل ئې پیل کړل، ساه پسې ئې سا اخسته او کار ئې کاوۀتر دې چې له څا د د اوښ د ګردن تر حده اوبه راووتې. کله د امام علی سترګې پر اوبو پریوتې ، نو وې فرمائيل؛ خداي ګواه ګڼم چې دا مو وقف کړ د صدقه جاریهّ په توګه :::
بیا ئې یوه پاڼه راوړه او ورباندې ئې ولیکل؛ دا هغه صدقه ده چې د خدای بنده امیر المومنین علی د مدینې فقیرانو ته وقف کړه او اختیار ئې هم حسینینو ته وسپارۀ.:::
ددغه څا نامه د ؛ابی نیزَر؛ په نامې سره د نومولو دلیل ددغه څا په کندلو کې د هغه د لومړنۍ هڅې د قدرونې په خاطر وه . د آبی نیزَر څا یا کوهي دومره زیات برکت او چینه درلوده تر دې چې دمعاویه تمه دارې سترګې تل په دې پسې وې . د امام حسین علیه السلام په زمانې کې معاویه دامام حسین لپاره دوه لکه دینارو سره یو ځای یو لیک و استؤ او له هغه ئې وغوښتل څو د آبی نیزّر څا پر هغه وپلوري . امام حسین دغه غوښته رد کړه او وې فرمائيل، زما پلار دا وقف کړی دی څو د قیامت په ورځ ئې له ثوابه برخمن شي، زه ئې نه خرڅوم::::
نصر بن آبی نیزَر دحضرت امام علی او امام حسن علیهم السلام له شهادت وروسته له او امام حسین علیه السلام سره یو ځاي شو او له هغه بزرګوار سره له مدینې مکې ته او وروسته بیا کربلا ته لاړ. هغه یو سوور وفادار ملګری ؤ او د جنګ په پیلیدا کې او د ابن سعد د لښکر په حملې کې شهید شو .
****************************
دوستانو په دغه مطلب کې مو دعاشورا په پاڅون کې د حضرت امام حسین علیه السلام د دوو وفادارو او سرښیندونکو یارانو مسلم بن کثیر ازدي او نصر بن آبی نیزَر درمعرفي کړل. هغه کسان چې د امام حسین ابن علی دعشق په مدار کې راغلل،شهیدان شول .نو په ورپسې برخې کې به د حضرت امام حسین علیه السلام د کم پيژندل شوو وفادارو څو نورو ملګرو په باب درسره وغږیږو،نو تر هغه مهال م و په نیاؤمن خداي سپارو......
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************