نوښتونه ۹۹
لکه څرنګه چي پوهېږئ د تل په څېر په دغه خپرونه کې تاسو ته په نړۍ او ایران کې د نویو علمي، هنري او اقتصادي پېښو په هکله معلومات درکوو.
د دې اوونۍ خپرونه د ټکنالوژی په ډګر کې له یوې نوې لاسته راوړنې سره پیلوو: د امریکا په پنسیلوانیا ایالت کې د پرلمن د طب پوهنځی د څېړونکو په وېنا د لیپیدی نانو ذراتو یو مهم کړچار دا دی چي کولایشي په بدن کې د وینو پورې د اړوندو ناخوالو د درملنې لپاره د جنټیک بدلونونو لپاره اړین اوزار خوشي کړي. دغه طریقه په جنیټیک درملنه کې اسانتیا راولي او په دې طریقې سره د ناروغ په بدن کې د وینې حجرات په مستقیم ډول اصلاح کېدایشي.
په بدن کې دننه د جنیټیک د اصلاح کولو نظریه، د دې لپاره دی چي د وړانګو درملنې او کیمیایې درملنې پر ځای یوه نوې طریقه رامینځ ته کړای شي، څو دتالاسمي په څېر په ناروغیو مبتلا ناروغانو کې په ډېره اساني سره د وینو جوړونکی حجرات اصلاح کړای شي. د دې پروژې د یوه څېړونکی حمید پرهیز په وېنا، دوی د لیپیدي نانو ذرات کارولي دي څو د جنیټیک درملنې لپاره د یوه پلېټ فارم په څېر په بدن کې عمل وکړي او د هغو ناروغانو لپاره چي ژن درملنې ته ضرورت لري، استفاده وشي. دوی په دغه پروژه کې د mRNA وروستی درملیزي طریقې او د RNA په بنیاد باندې د ژن د اصلاح تر ټولو وروستی رودې ترکیب کړي دي، څو په ناروغانو کې د جنیټیکي نیمګړتیاو په اصلاح کې اسانتیا رامینځ ته شي. د دې پروژې د یوې بلې څېړونکې لورا برداپه وېنا چي د امریکا په فیلادلفیا ایالت کې د ماشومانو په یوه روغتون کې کار کوي، دغه نوې موندنې ممکنه ده د ژن درملنې ټوله روده بدله کړي ځکه چي په دغه طریقه کې نه یوازې د حجراتو اصلاح په ډېرې کمې خطرې سره ممکنه ده بلکې داسي یوه پلېټ فارم وړاندې کوي چي له نورو ناخوالو سره د مبارزې لپاره هم کارول کېدایشي، دغه نوې طریقه کې د جنیټیک هغې لاسوهنې چي له دې مخکې ناممکنې وي، اوس ممکنې شوې دي. د دغو څېړنو پایلې د ساینس په نشریه کې خپرې شوې دي.
په یوه بله لاسته راوړنه کې د ایران د ټکنالوژیکو شرکتونو د څېړونکو یوه ډله د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره، یوه داسي نوې دستګاه جوړه کړې ده چي په ۹۹ سلنه دقت سره، کولایشي په یوه دقیقه په زړه باندې د حملې تشخیص وکړي.
د زړه ناروغی د هغو ناروغیو له جملې څخه دي چي زیات کسان ورباندې مبتلا شوي دي او په صنعتي هیوادونو کې د مړینې تر ټولو ستر لامل بلل کیږي، په داسي ډول چي په هرو درو کسانو کې چي له ۳۵ کلونو بره عمر لري یو کس د زړه د ناروغی د امله مړ کیږي.
د یادې پروژې د یوه څېړونکی صادق کاظمی فرد په وېنا، دغه دستګاه دوی د زړه د ناروغی د وارمخکې تشخیص او د زړه د حملې د مخنیوی لپاره جوړ کړی دی، د زړه د ناروغیو د تشخیص دغه پرمختللې دستګاه اوس د تولید په پړاو کې ده، د ستګاه د مصنوعي ځېرکتیا په کارولو سره د زړه درې مهم پارامېټرونه څېړي او پایلې له ډاکټر سره شریکوي، د دستګاه د ارزونو او اټکلونو کره والې ۹۹ سلنه بلل شوې ده، دستګاه په کلینیکونو او روغتونو کې د کارولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا وزارت د جواز د تر لاسه کولو په حال کې ده.
د ایران د یوه پوه بنسټ شرکت څېړونکې د داسي نانو اکسیجن دستګاو په جوړولو بریالي شوي دي چي د ماهیانو او د میګو د تولید په فارمونو کې کارول کیږي او د تولید کچه درې چنده زیاتوي. دغه سیسټم کې یوه داسي ډول دستګاوې کارول شوي دي چي د اوبو میکروبونه او جراثیم له مینځه وړي او بله داسي دستګاوې هم په کښې دي چي په ډېره پرمختللې توګه اوبو ته اکسیجن رسوي او په نتیجه کې د کبانو د تولید کچه تر درې چنده پورې زیاتیږي.
د دغه سیسټم د جوړونکې په وېنا، په اوبو کې د اکسیجن کچه په مستقیم ډول د کبانو په هاضمې او مټابولیزم اثر کوي، په اوبو کې د اکسیجن د کچې کمښت د کبانو د تنفس یعني سا اخیستنه او هاضمه کمزوري کوي، په نتیجه ماهی زیات فعالیت او زیات خوراک نه کوي او ژر نه غټیږي، د یاد سیسټم په کارولو سره، لومړی دا چي ماهیان ژر وده کوي او غټیږي او بله دا چي په یوه فارم یعني حوض کې زیات شمېر ماهیان خوشي کېدایشي. په کافي اندازه اکسیجن کولایشي د اوبو له زهرجنېدو او د ماهیانو د مړینې مخنیوی وکړي.
د څېړونکو په وېنا د نانو حباب د کارولو ټکنالوژی د اوبو لپاره د اکسیجن جوړونکو د سیسټمونو د نوی نسل د رامینځ ته کېدو لامل شوی دی چي په استعمال سره یې د ماهیانو مرګژوبله کمیږي او وده یې درې چنده زیاتېدایشي. د مثال په توګه د ایران په ارومیه ښار کې د قزل آلا د کبانو د روزنې په یوه فارم کې دغه سیسټم نصب شو، په دغه ازموینه کې د یاد فارم د کبانو تولید تر ۳۰۰ سلنه پورې زیات شو، دغه ازموینه د ناظرینو له خوا تائید شوې ده.
د یادې پروژې د مشر په وېنا، اوس کار روان دی څو دغه سیسټم په تجارتي کچه تولید شي، اوس په ایران کې د اوبو له کمښت سره مخ یو نو په نتیجه کې د ماهیانو د روزلو یو شمېر فارمونه هم بند شوي دي، په دغه نوې سیسټم سره مونږ کولایشو د ماهیانو د روزلو تجارت سره مرسته وکړو.
په تېره میاشته کې مونږ د دوو هنري لاسته راوړنو کتوونکې وو.
د مرتضی پایه شناس له خوا جوړ شوی د چوب نومې لنډ مستند په روسیې کې د لمپای د فلیمي فیسټیول د ټولنیزو ویدیوګانو په برخه کې جایزه تر لاسه کړه، یاد فیسټیول د اکټوبر له ۳ بیا تر ۸ پورې په روسیه کې تر سره شو.
د لمپا فیلمي فیسټیول د ژواک او چاپېریال، مرستندویې او پراختیایي چارې پورې د اړوندو موضوعاتو په هکله د ټولنیزو ویډیوګانو د سیالیو په جوړولو سره، په نړۍ کې د مثبتو بدلونونو لپاره کار کوي. دغه فیسټیول د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو له پروګرامونو سره همکاري کوي، د چوب په لنډ فیلمي مستند کې جنګ ته له بل اړخ څخه کتنه شوې ده، دغه روایت د سولې په اوزارونو د جنګي اوزارونو په بدلون کې د انسانانو رول بیانوي. مرتضی پایه شناس د ګلوله باران، فیلم ناتمام برای دخترم سمیه، جای خالی یک نفر او غروب روز فیلمونو دایرکټري هم کړې ده. همدارنګه محمد طیب ایرانی دایرکټر په چک جمهوریت کې د لیبرک د سپورټي فیلمونو په ۲۶ فیسټیول کې د اروپایي فیلمونو د څانګې د څېړونکو او داورانو د پلاوی غړی شو.
د لیبرک د سپورټي فیلمونو فیسټیول په نړۍ کې د سپورټ پورې د اړوندو فیلمونو یو تر ټولو معتبر فیسټیول دی چي هر کال د چک جمهوریت په لیبرک ښار کې تر سره کیږي.
په دغه فیسټیول کې وتلي فیلمونه بیا د میلان د سپورټي فیلمونو په سیالیو کې د ګډون لپاره معرفي کیږي، د میلان فیلمي فیسټیول د سپورټي ټلویزیونونو د نړیوال فډرېشن له خوا په ایټالیا کې تر سره کیږي، د سپورټي ټلویزیونونو نړیوال فډرېشن کې د نړۍ ۱۳۰ هیوادونو غړیتوب لري. دغه فډرېشن د المپیک د نړیوالې کمیټې تر نظارت لاندې فعالیت کوي. محمد طیب د دغه نړیوال فیډرېشن د فیلمي فیسټیولونو د کمیسیون منشي دی، هغه همدارنګه په ایران کې د سپورټي فیلمونو د دریو فیسټیولونو د نړیوالو چارو مدیر هم پاته شوی دی.
د لیبرک سپورټي فیلمونو نړیوال فیسټیول د اکټوبر د میاشتې په ۱۲ د څلورو ورځو لپاره په چک جمهوریت کې تر سره شو.