Dec 12, 2023 09:38 Asia/Kabul
  • د طوفان الاقصی اړخونه او پایلې ۲

غواړو چې په یوڅو پروګرامونو کښې له فلسطین سره د صهیونیسټي رژيم د جنګ مخینې ته په لنډې شان اشارې سره، د طوفان الاقصی عملیاتو مختلف اړخونه او د هغه پایلې او همداشان د جنګ وروستی حالت وڅیړو.

ګرانو مینه والو د اکتوبر ۷ نیټه به د لویدیځې آسیا په سیاسي تاریخ کښې تلپاتې شي. په دغه ورځ د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ(حماس) جنګیالیو په صهیونیسټي رژيم باندې په حملې سره، د دغه جعلي رژیم په ۷۵ کلن تاریخ کښې ترټولو سخته ماتې ورکړه، داسې ماتې چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر هغه «یو نه سمیدونکی شکست» وباله.

نو په هم دې لړ کښې غواړو چې په یوڅو پروګرامونو کښې له فلسطین سره د صهیونیسټي رژيم د جنګ مخینې ته په لنډې شان اشارې سره، د طوفان الاقصی عملیاتو مختلف اړخونه او د هغه پایلې او همداشان د جنګ وروستی حالت وڅیړو.

ګرانو دوستانو یوه مهمه پوښتنه چې په دې لړ کښې ذهن ته راځي، دا ده چې آیا حماس دغه جنګ په  غیراخلاقي توګه پیل کړ؟

د طوفان الاقصی له کامیابو عملیاتو وروسته د حماس دښمنانو او د صهیونیسټي رژیم ملاتړو چې له دې سترې ماتې هک حیران شوي وو، له اخلاقي نظره د حماس په اقدام نیوکه وکړه. د مخالفانو ادعا دا وه چې اولاً حماس له صهیونیسټو اسیرانو سره بد چلند کړی دی او دویمه دا چې د حماس حمله لامل شوه چې صهیونیسټي رژیم د غزې د خلکو وژله او نسل کشي پیل کړي. خو د دغو دواړو ادعاؤ غلطوالی په دوام کښې ثابت شو. ځینو خبریالانو چې د اسیرانو خلاف یې د حماس د تشدد ادعا مطرح کړې وه، ویې ویل چې دا ډول خبرې یې د صهیونیسټانو د ادعاؤ په وجه کړې وې چې معلومه شوه دغه ادعاوې ناسمې دي.

پر دې سربیره ځینو صهیونیسټي ښاریزو په رسمي توګه وویل چې د حماس جنګیالیو ورسره هیڅ ډول بد چلند یا تشدد نه دی کړی.

له دې نه علاوه، د حماس دغه اقدام د غزې د ۱۷کلنې محاصرې په شمول د صهیونیسټانو ۷۵کلنو جنایتونو ته یو ځواب و. صهیونیسټي رژيم حتی د فلسطین د خلکو د ستنیدو د لاریون په دوران کښې له حده زیات تاوتریخوالی ترسره کړ او په سلهاؤ فلسطیني ملکیان یې شهیدان کړل.

د صهیونیسټي پوځیانو او ښارګي میشتو په لاس هر کال ډیر فلسطیني ماشومان او ښځې شهیدان او زخمي کیږي. دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټانو د ټولو جنایتونو په وړاندې هیڅ اخلاقي بحث نه مطرح کیږي او دغه رژيم له هر ډول اخلاقي نیوکې او ترټنې خوندي دی.

دویمه پوښتنه دا ده چې آیا د حماس حملې ارزښت درلود؟

په دې لړ کښې باید دریو ټکیو ته اشاره وکړو. وړومبی دا چې د حماس مخالفانو په ځاې د دې چې د صهیونیسټي رژیم نسل وژنه وغندي، هغه یې د طوفان الاقصی عملیاتو غبرګون وباله ترڅو حماس تر پوښتنې لاندې راولي.

دویمه دا چې د مخالفانو نیوکه له سره غلطه ده ځکه چې حتی په کربلا کښې چې امام حسین علیه السلام په داسې حال کښې چې پوهیده د ملګرو شمیر یې د دښمن له لښکره څو چنده کم دی، خو ذلت ته یې غاړه کښېنښودله او په عزت سره وجنګیده او له خپلو ملګرو سره شهید شو.

دریمه دا چې د حماس اقدام د فلسطین لپاره ډیرې مهمې لاسته راوړنې درلودلې چې ځینې یې په دا ډول دي:

اولنۍ بریا، په لویدیځې آسیا کښې د سیاست اصلي چورلیز ته د فلسطین د مسئلې ستنیدل دي. صهیونیسټي رژیم په دې وروستیو کلونو کښې هڅه وکړه چې د امریکې په مرستې سره د فلسطین مسئله د سیمې له اصلي ایجنډا وباسي خو طوفان الاقصی د دغه کار مخه ونیوله.

دویمه لاسته راوړنه، د فلسطین په هکله د لویدیځو حکومتونو تو اولسونو د دریځونو ترمینځ د اختلاف زیاتیدل دي چې په لویدیځې آسیا کښې یې د تحرکاتو د یوې نوې څپې د راپورته کولو په احتمال کښې زیات نه زیات حد ته د ټولنیزو او اقتصادي کړکیچونو د رول د رسولو لپاره ورونه خلاص کړل.

د فلسطین د مقاومت له غورځنګونو په تیره بیا له حماس او جهادِ اسلامي سره د ځینو عربو هیوادونو د غلیمانه دریځ له دوام او ورڅخه له ملاتړه او حتی ورسره د سیاسي اړیکو له ټینګولو د دغو هیوادونو له ډډه کولو سره سره، د فلسطین مسئله ممکنه ده د عربي او سیمه ایزو تعاملونو په مرکز بدله شي.  

دریمه لاسته راوړنه یې د اړیکو په عادي کولو باندې اغیزه وه. له دې عملیاتو مخکې سعودي عربستان د بیت المقدس له نیواکګر رژیم سره د اړیکو د عادي کولو په حال کې و، خو د الاقصی طوفان د اړیکو د اړیکو د نورمل کولو دغه بهیر ګډوډ کړ.

جوته ده چې د الاقصی طوفان عملیاتو د اسرایلي رژیم تصویر او د هغه سیمه ایز موقعیت ته په داسې حال کې ستر زیان رسولی دی چې د «نه ماتیدونکی پوځ» چې اسرائیلي پوځ ته یې اشاره ده، د شهرت په کمزورتیا کښې د فلسطیني جنګیالیو له کارنده توب سره په مقابله کښې ناکامه شو او دغه تصور یې له مینځه یوړه.

څلورمه مهمه لاسته راوړنه یې هم دا وه چې طوفان الاقصی په نیواکي ټاټوبي کښې د کورنیو حالاتو کمزورتیا ثابته کړه.

توماس فریډمین په یو مطلب کښې ولیکل: «اسرائیل د اکتوبر له اوومې وروسته نور هغه تیر اسرائیل نه دي پاتې. اسرائیل نن سبا په یو داسې ځاې بدل شوی چې اوسیدونکو یې مخکښې هیڅکله نه و لیدلی. یو داسې ځاې چې اسرائیلي جرنیلیان یې حفاظت کولو ته هیڅکله نه و اړ شوي او د امریکې په نامه انډیوال یې هم له دې مخکښې هیڅکله نیغ په نیغه مداخلې او ورڅخه دفاع ته نه و مجبور شوی.

او د نننۍ برخې وروستۍ پوښتنه دا چې آیا حماس به له مینځه لاړ شي؟

د غزې خلاف جنګ کښې د صهیونیسټي رژيم یو ډیر مهم هدف د حماس غورځنګ ختمول دي. صهیونیسټي رژيم له طوفان الاقصی نه تر مخکښې پورې فکر کوه چې حماس د مقاومت له جبهې وتلی او له رژيم سره یې خبرواترو او جوړجاړي ته مخه کړې ده. طوفان الاقصی عملیات د صهیونیسټي رژيم لپاره یوه ستره اطلاعاتي ماتې وه ځکه ویې ښودله چې د حماس خلاف د هغوي اخیستون او فکر نه یوازې غلط و بلکې حماس د طوفان الاقصی عملیاتو لپاره لږترلږه یو کال پلاننګ وکړ خو صهیونیسټي رژیم پرې خبر نه شو. پ

په داسې حال کښې چې صهیونیسټي رژیم په ۵۰ ورځو کښې هڅه وکړه چې د حماس جنګیالیو ته ځان ورسوي خو کامیاب نه شو.

د امریکې د بهرنیو اړیکو د شورا مشر ریچارډ هاس وویل: حماس د ختمیدو وړ ه دی او حتی ممکنه ده لاپياوړی هم شي. حماس یوازې یو پوځ نه دی چې له مینځه وړل یې ختم شي بلکې حماس یو تفکر دی.

په تل ابیب پوهنتون کښې د فلسطین د څیړنو د انجمن مشر مایکل میلشټاین هم باور لري چې، «د حماس د پوځي څانګې له څه باندې ۲۵ زره غړو نه علاوه، د «الدعوة» په نامه د حماس د ټولنیزو بیخ بیناؤ په برخه کښې له ۸۰ زرو نه تر ۹۰ زرو پورې نور غړي هم شته دي.

*/*/*/

ګرانو دوستانو د «طوفان الاقصی اړخونه او پایلې» نومې لړۍ دا نننۍ برخه همدلته پاې ته رسي او په راتلونکې برخې کښې به د دغو عملیاتو ځیني نور اړخونه وجاجوو، نو تر هغې درنه اجازه غواړو...... د خدای په امان.

ژباړونکی: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه