چیلي هیواد کښې اور نهه نوي کسان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i145766
زمونږ خبریال راپور راکړی د چیلي هیواد په ځنګلونو کښې لګیدلی اور له کنټروله وتلی او تراوسه پکښې نهه نوي کسان وژل شوي دي.
(last modified 2024-02-05T02:11:19+00:00 )
Feb 05, 2024 06:38 Asia/Kabul
  • چیلي هیواد کښې اور نهه نوي کسان وژلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د چیلي هیواد په ځنګلونو کښې لګیدلی اور له کنټروله وتلی او تراوسه پکښې نهه نوي کسان وژل شوي دي.

تراوسه دوه دیرش مړي پیژندل شوي او سلګونو کسان بې درکه شوي هم دي او ویره شته چې د مړو کسانو شمیر زیات شي.

په چیلي کښې په ځنګلونو کښې د اور د لګیدا له کبله لس لکه کسان  بې کوره  شوي هم دي.

د چیلي حکومت د هیلي کوپټرونو په وسیله د اورو د مړ کولو هڅه کوي.

د چیلي هیواد ولسمشر ګیبریل بورک دوه ورځې ویر اعلان کړی او خبرداری یې ورکړی چې هیواد له یوې سترې غمیزې سره مخ دی او خلک د نورو  بدو خبرونو  لپاره تیار ووسي.

راپورونه وايي چې په چیلي هیواد کښې په ځنګلونو کښې اور څلویښتو سینټي ګریډو ته د تودوخي د درجې د لوړیدا له کبله رامینځته شوی دی.