دحضرت زینب کبری سلام ا...علیها دنیکمرغه زوکړې کلیزه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i1591-دحضرت_زینب_کبری_سلام_ا...علیها_دنیکمرغه_زوکړې_کلیزه
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو . دوستانو داسلام دګران پيغمبر دیوه لمسۍ او دحضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیهما دګرانې لور حضرت زینب کبری سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت ټولو ته مبارکي وایو او ددغې لوئې بی بی دسیرت او عظمت او میړانې په باب مو یوه مطلب ته پام راغواړو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2016 14:18 Asia/Kabul
  • دحضرت زینب کبری سلام ا...علیها دنیکمرغه زوکړې کلیزه

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو . دوستانو داسلام دګران پيغمبر دیوه لمسۍ او دحضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیهما دګرانې لور حضرت زینب کبری سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت ټولو ته مبارکي وایو او ددغې لوئې بی بی دسیرت او عظمت او میړانې په باب مو یوه مطلب ته پام راغواړو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .

                        دتهران دپښتو خپرونې  خوږومینه والو  دیوې داسې لوئې بی بی د نیکمرغه زوکړې  دکلیزې په ورځ   ستاسو په خدمت کې یوو چې  داسلام د تاریخ  په  برخلیک ټاکونکي پړاؤ کې ئې دالهي دین دخورا وروستیو آئيډیاؤ  دفاع کړې  او په نه بدلیدونکي ارادې او بې مخینې صبر سره ئې  هڅه کړې  څو  دحقیقت نور خاموش نه شي . دجمادی الاول  دمیاشتې  پنځمه نیټه  داسلام دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)دیوې ګرانې لمسۍ  حضرت زینب کبری سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې له کلیزې سره برابره ده . دغه لویه اوفاضله بی بی  چې دهغې بزرګوارې د ژوند یو   دوران ئې   دکربلا له تل پاتې پاڅون سره  پيوند خوړلی دی .

 دحضرت زینب بی بی  سلام ا... علیها  دزوکړې کلیزه  په داسې شرائطو کې لمانځل کیږي چې   په سورئې کې  د دمشق  ښآر  په جنوب کې  دهغې بزرګوارې  نوراني حرم  نن سبا ډيره ولوله او پرتم لري .دغه سپیڅلی ځاي  په سورئې کې دجنګ اوبلواؤ  په کلونو کې څوځله دتکفیری ډلو له حملو سره  مخامخ شوی دی .  دغه یرغلونه،له اسلامه  دانحرافي اخستونونو او کږلاریو نتیجه ده .یو داسې تفکر چې یوه ورځ ئې دکربلا په دښتې کې   داسلام دګران پیغمبر دیوه پاک لمسي  حضرت امام حسین علیه السلام  او دهغه داصحابو پر پاکو جنازو د آسونو زغلول  او دهغه بزرګوار دکورنۍ اسیر کول هم جایزګڼل ؛ نن سبا  په یوه بله بڼه  دبې ګناه خلکو عامه وژله  او دپیغمبر اکرم د اصحابو  او دهغه بزرګوار دلمسیانو دپاکو قبرونو  ړنګول هم جایز ګڼي . دا موضوع  چې  داسلام دګران پیغمبر او دهغه د اهل بیت   علیهم السلام  دمینه والو زړونه  ئې درودلي دي ؛دنړۍ له ګوټ ګوټه  ددغې مینې له امله  د سورئې په لور خوځيدلي  دي   او داسلام دګران پیغمبر  او اهل بیت علیهم السلام  دغه مینه وال  او لیوال  پخپله خوښه  دحضرت  زینب بی بی دسپيڅلي حرم د دفاع لپاره حاضریږي  چې دغه مینه وال  دحرم په دفاع کونکو ،یا په  : مدافعین حرم :  مشهور شوي دي

پر سوریاوالو سربیره ،عراقیان ،لبنانیان ، افغانان  او ایرانیان ،پاکستانیان او  او دغه راز له اروپا او امریکا  هم ډير مینه وال   د حرم په دفاع کونکو کې   ترسترګو کیږي . دوي  نه یوازې دحرم مدافعان ، چې داهل بیت علیهم السلام دلیدتوګو اوتفکر دفاع کونکي دي،بلکې داصلي اسلام د  دودونکي تفکر دفاع کونکي   دي .

 دحضرت زینب سلام ا... علیها  دنیکمرغه زوکړې  په کلیزې کې  زمونږ زړونه هم  ددغې پاکې بی بی  دنوراني حرم  په لور ګروهمن شوي دي او  مونږ ټول   له زیارتوالو سره یوځاي  او یوه خوله  پر محمد او آل محمد  د ورد او سلام  استوو  او دخداي پاک په درګاه کې  دعا کوو  چې خپل نصرت او  مرستې  د حرم د  دفاع کونکو  په برخه کړي  څو دپيغمبر اکرم داهل بیت علیهم ا لسلام  د تل پاتې  تفکر او ځلانده نامه تل ترتله سرلوړي  وي او  داسلام ددغو دروغجنو مدعیانو یعني دتکفیری  او جنایتکارو ډلو  له ځيږې څيرې پرده پورته شي .

 دحضرت زینب کبری  سلام ا...علیها دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وي .

**********************

        خوږو مینه والو  دادی اوس  له تاسو سره یو ځاي یوو څو دحضرت زینب بی بی دژوند  اوسیرت په باب درسره وغږیږو .  په اوسنۍ مطلب کې نیت لرو څو د ښاغلی سید  مهدي  شجاعي   له لیکل شوي کتاب :: آفتاب درحجاب :  څخه دځينو برخو په بیانولو سره مو  ددغې لوئې بی بی له ژونده  خبر شوو.دغه توانمن او خوش ذوقه ایرانی لیکوال  چې دپيغمبر اکرم او دهغه بزرګوار اهل بیت علیهم السلام  سره خاصه مینه او عشق  لري ؛ دپیغمبر اکرم داهل بیتو  په مدحه او شان کې ئې ډیر کتابونه لیکلي دي .  سید مهدي شجاعي  پخپل :آفتاب حجاب :نومې کتاب کې پخپل  روان قلم سره  دحضرت زینب سلام ا.. علیها دژوند ډيرې په زړه پورې    واقعې لیکلي دي  او ددغې پاکې بی بی زوکړه  ئې  داسې روایت کړې ده،

 دهجرت شپږم کال ؤ   چې تا  سترګې رڼې کړې .  له بل هرچا مخکې حسین  د تا په زیږیدا خوشال  شو . منډه ئې کړه   دخپل پلار په لور  او په خوشالۍ سره  ئې چغه کړه ؛ پلاره ! پلاره !خداي ماته یوه خور راکړې ده ::: زهرا مرضیه بی بی  وویل ؛علی جانه! دمونږ دلور څه نامه کیږدوو ؟ امام بزرګوار ځواب ورکړ ؛ زمونږ دبچیانو نامو کیښودلو سره ستاسو پلارسره  ښائي ،زه دخپلې لور د نامې په کیښودلو کې له رسول ا... بزرګواره  هیڅکله نه مخکې کیږم ::: پیغمبر اکرم هم په سفر تللی ؤ.کله چې راستون شو،مستقیم  دحضرت زهرا کور ته لاړ . دتا مور اوپلار وویل،چې  دمونږ دسترګو تور دنامې دکیښودلو لپاره تاته سترګې په لار یوو .پیغمبر اکرم په غیږې کې وینولې  او پر مسکا  ډک مخ ئې څپ کړې  او وې فرمائيل ؛ ددغه خواږه  بچي نامه کیښودل د خداي کار دی ، زه دهغې دآسماني نامې  په تمه کیږم  ؛ جبرایئل راغی  او له آسمانه ئې  د تالپاره :زینب : نامه راوړه . ائ دپلار ښکلا:::::::

*******************

        حضرت زینب سلام ا...ژوند  په یوې هغې کورنۍکې چې دکرامت او معنویّت  زیږنده وه پیل کړ.ځکه چې  دغه کورنۍ،داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)،حضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهرا سلام ا.... علیهما  په څير په لویو شخصیتونو پوښلې وه .حضرت زینب بی بی  له هماغه ماشوموالي  له معرفته  ډک  روحي او ژور فهمه برخمنه وه . حضرت زینب بی بی  یوه هغه واړه ماشومه وه چې دخپلې مور بزرګوارې حضرت زهرا سلام ا... علیها تاریخي خطبه ئې چې    داسلام له بډاې معارفه ډکه  وه ، حفظ  کړه  او  پخپله  دهغې یوه راوئۍ شوه .  دوي  دخپل پلار حضرت  امام علی  علیه السلام  په مکتب کې  په علمي کمالاتو  او اخلاقي فضایلو سره لویه شوه .  حضرت زینب بی بی   وروسته وروسته  دخپل ډير هوش   او پوهې په دلیل  په :: عقیله :: مشهوره شوه . عقیله ،یعني هغه میرمن چې  ډيره فهیمه او متفکره وي .   همداراز د :::آفتاب   درحجاب :: نومې کتاب  په یوې بلې برخې کې  لولوو::::::  

:::  د تا   عبادت ، عفت ،عرفان ،زهد او کمال اوفضل  په درست اسلامی جهان کې انګازې کولې ؛ که  چا ویل ، عالمه ؛ که چا وئيل ،:: عارفه :: ،که چا وئيل :::  فاضله ::::  نو ټول ذهنونه  دتا په لور  ګرځيدل،  دټولو زړونو  الوت هم د تاپه لور ګرځيد. .......

خلکو  پخپل تاریخ ،مخینې او خیال کې   دتا په شان څوک  نه شول پيداکولئ،دتا له مور حضرت زهرا پرته  چې  ته ئې زیږولي  او  دتا روزونکې  وه .  له دې امله ئې تا  ته د صدیقه صغری (یعني واړه صدیقه ) وئيل .  ته دخپلې کورنۍ دسترګو تور وې  او  دیوې جینۍ عزت هم دتاپه څير عزت    نه درلود::::: 

             کله حضرت زینب سلام ا... علیها  د واده ترعمره ورسیده ، نو ډير خواستګاران ئې درلودل ؛ خو   دخپل آکا زوي  عبدا... بن جعفر  ته واده شوه .  عبدا...یو شتمن عرب ؤ . خو حضرت زینب  هیڅکله  له مادي ژوند پورې زړه ونه تړه . عبدا...بن جعفر طیّار  د : موته : په جنګ  کې شهید شوی ؤ  . هغه  په سخاوت ډير مشهور ؤ  او د بنی هاشمو قبیلې  یو ویاړ شمیرل کید. په :آفتاب حجاب : نومې کتاب کې  دحضرت زینب   دژوند  په باب  بیا داسې راغلي دي:::  

؛؛؛  دعلی دلور خواستګاری  کوم آسان کار نه ؤ ؛که څه هم  خواستګار د علی  وراره   عبدا... بن جعفر طیار وي  او دپیغمبر  اکرم  له کورنۍ سره خورا نزدې کس ،  دعبدا...  عاقبت  څوک واسطه کړ چې  دغه پيغام دعلی غوږونو ته ورسوي  او دامهم ورڅخه وغواړي . هغه سپین ګیری چې واسطه شوی ؤ ؛دپیغمبر اکرم  په کلام استناد وکړ چې ؛ دمونږ لوڼه  دمونږ له زامنو څخه او د مونږ زامن ، دمونږ له لوڼو څخه ،  او دعلی دعاطفې دراپارولو  لپاره ئې ویلی وو ، مهر   هم که صلاح وګڼئ،نو دصدیقه کبری سلام ا...علیها  له مهر څخه پيروي وکړو .:::::::::

واده  البته  دتالپاره کومه مقوله نه وه ، د نورو انجونو  په شان ؛ تا ته ئې یوازې دحیات  یوه انګیزه ډالۍ کوله  او یوه پلمه ئې ژوندۍ ساتله  او  هغه  حسین ؤ  . یوازې دې وویل ؛ په دې شرط،  چې دما: واده:   مو له حُسینه جدا نه کړي .:::   نو وې ویل ،  نه داسې به نه کیږي :::  تا وویل ،  په هرهغه ځاي کې چې حسین اوسیږي  اوسیږم ،  وې ویل ، منوو ئې ، تا وویل ؛؛  په هر هغه سفر کې  ،چې  حسین ځي ،  زه به ورسره ملګری اوهمسفره  وم .  وې وئيل ، منوو ئې ::::  تاوویل ، زه ئې  هم منم  یعني قبوله ده ، علی  وویل ؛؛؛  قبول حضرت حق ::::  او نورر راغلل  او ددغه  واده  مبارکي ئې وویله .:::::::::

         حضرت زینب سلام ا... علیها  لوړ تفکر درلود ، او ځان ئې   دمادي ژوند پر ظواهرو  پورې ونه تړه .  په همدې دلیل  ئې فیصله وکړه ، د دین داحیاء لپاره له خپل ورور حضرت امام حسین علیه السلام  سره یو ځاي حرکت وکړي .دا داسې وه چې  حضر ت زینب بی بی له خپلو دوو زامنو سره یو ځاي  له مدینې د کربلاپه لور له حضرت امام حسین علیه السلام سره  په تاریخ جوړونکي  او حماسی سفر  کې،له خپل ورور سره یو ځای شوه  او  دکربلا په تل پاتې حماسې کې ئې  داموي ستمکار او فاسد واکمن دمعاویه  له زوي یزید سره  مقابلې ته مخه کړه . په دغه ډير لوي پاڅون کې  دحضرت زینب بی بی  د رسالت یوه مهمه برخه   دامام حسین  او دهغه بزرګوار د یارانو  له شهادته وروسته  وخت سره اړونده  ده . له هغه وخته چې  حضرت زینب بی بی  ایشواکونو اوروښانه کونو ته مخه کړه .  دحضرت زینب بی بی  په پوهونې کې  مهم ټکی ، پر عقلانیّت او پوهې ټينګار ؤ .  په همدې دلیل  هغې بزرګوارې ،دمنطق اواستدلال  په وسلې سره ، عمومی افکار  ددغه حق غواړي  پاڅون  اړخونو ته متوجه  کړل .  په کوفې کې دهغې بی بی  خطبه  او همداراز په شام کې دیزید په دربار کې دهغې بزرګوارې وینا اوخطبه  په هغه وخت کې داسلامی ټولنې دوضعیَت  داسې تحلیل ؤ چې په خورا اغیزمنو مطلبونو او ژورو ټکو سره بیان  شو.همداراز په :: آفتاب حجاب :نومې کتاب  کې دحضرت زینب بی بی  دخطبو په  بیانولو کې  داسې راغلي دي ؛؛؛

:::::   د دښمن پوزه دې پر خاورو موخلي ده .کار دې تر انجامه ورساوه  او د ویئلو لپاره دې هیڅ  پرې نه ښودل .  هغه څه چې دې پریښودلي دي یوازې حیرت او حیرانتیا ده .یزید،دیزید شاوخوا خلک،په هغه ځاي کې موجود لویان ، تر پردې شاښځې ،ماموران او عسکر ،ساتونکي او حتی  دکاروان لارویان  ټول  دغو پوښتنو ته حیرانه دي  چې آیا ته هماغه زینب ئې چې غمجنه  ئې ؟، ته هماغه زینب ئې ، چې دزندان خوند  دې څکلی ؟:::::::  دغه لهجه د زنداني کیدا او محکومیّت لهجه نه ده ،دا دقدرت او مسلط کیدا لهجه ده ......... دغه ټول پروګرامونه  ، مقدمات او تشریفات  دتاسو د ناکامولو لپاره دي  او ته :::  نه یوازې ناکامه شوي  نه وې ،چې په نهایت کې  په اقتدار او مقاومت سره دې دښمن لالهانده  او ناکامه کړی دی :::::::

             حضرت زینب سلام ا... علیها ښه پوهیدله حسین علیه  السلام  له یوې سیمې اویا یوه وخت سره  اړه نه لري . هغې باید  دحضرت امام حسین بن علی علیهم السلام دحرکت او غورځنګ  اړخونه  داسې تشریح اوبیان کولی  چې  دغه پاڅون  دتل لپاره، دکړیدلو  او په بندکې دملتونو  الهام بخښونکی شي  او همداسې هم وشول .  په رښتیا چې کله   انسان خپل عمر د  حق په پلویتوب او  د ریښتینو ارزښتونو  په رامینځةکیدا کې  تیرکړي ،  په تاریخ کې تل پاتې کیږي، اود هغه لاره او روده به  دراتلونکو لپاره الهام بخښونکي وي . په همدې دلیل  ده چې نن سبا  د حضرت زینب  نامې  او دهغې بی بی ژوندډير زیات خلک تر اغیز لاندې راوستي دي   

دجرمنی  میرمن :  کاریّن :   له دې وروسته چې  مسلمانه کیږي ، خپله نامه  زینب غوره کوي .  هغه ددغې نامې په ټاکلو کې  خپله  انګیزه داسې بیانوي ؛دحضرت امام حسین علیه السلام  دپاڅون په واقعې کې  دحضرت زینب بی بی شخصیّت  پر ما ډيرې اغیزې شیندلي دي . زینب یوه  هغه بی بی  وه چې  علم ،فضیلت ،شجاَعت  او تقوا  اوپوهه ئې په یوځّاي  لرله  . دحضرت امام حسین علیه السلام  دپاڅون پيښې  د دغو ځانګړنو ټولګې له  هغې سره  د هغې د رسالت   په ترسره کولو کې مرسته وکړه . دحضرت زینب بی بی ژوند  د ما لپاره ډير زده کونکي اوروزونکي ټکي لري  او هرکله  راته کوم مشکل پيښ شي، سملاسی هغه بزرګواره  راته یادیږي . دزینب نامه  دهغو مشکلاتو اوستونزو په اوج کې  چې  ئې لرم ؛ دمالپاره یو خاص آرامښت راډالۍ کوي .په همدې دلیل  ده چې له مسلمان کیدا وروسته مې خپله نامه :زینب :  غوره کړې وه  .

(سیماب)

***********************************************