اربعین له اهل بیت ع سره دخلکو دمینې نښه ده
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i32479-اربعین_له_اهل_بیت_ع_سره_دخلکو_دمینې_نښه_ده
ایرنا خبری اژانس وایی دایران د ارومیه دجمعې لمانځه خطیب او په اذربایجان غربی کښې د ولی فقیه استازی حجت الاسلام و المسلمین سید مهدی قریشی وویل داربعین غونډه د اهل بیت علیه السلام د عصمت او طهارت له کورنۍ سره د میلیونونو خلکو د مینې او ارادت نښه ده چې هرکال له مخکې کلونو زیات په ډیرې ولولې سره ترسره کیږی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2016 08:14 Asia/Kabul
  • اربعین له اهل بیت ع سره دخلکو دمینې نښه ده

ایرنا خبری اژانس وایی دایران د ارومیه دجمعې لمانځه خطیب او په اذربایجان غربی کښې د ولی فقیه استازی حجت الاسلام و المسلمین سید مهدی قریشی وویل داربعین غونډه د اهل بیت علیه السلام د عصمت او طهارت له کورنۍ سره د میلیونونو خلکو د مینې او ارادت نښه ده چې هرکال له مخکې کلونو زیات په ډیرې ولولې سره ترسره کیږی

هغه وویل هر کال  ددنیا دمختلفو هیوادونو په میلیونونو  مسلمانان په مینې او دلچسپۍ سره  دعراق په کربلا کښې دحسینی اربعین په مراسمو کښې ګډون کوی او  په دنیا کښې دغه ولوله ناک مراسم بې ساری دی .

دایران دبروجرد دجمعې لمانځه امام حجت الاسلام والمسلمین حسن ترابی هم وویل دحسینی اربعین پلی مراسم د  اسلامی امت او د اهل بیت علیه السلام دعصمت او طهارت د مکتب دپیروانو دپیوستون نښه ده او ددنیا خلکو ته دشیعه مسلمانانو قدرت ورښیی .

هغه وویل  دحضرت امام حسین علیه السلام په میلیونو مینه وال لوڅې پښې د کربلا په لور روان دی چې بې ساری عظمت او ولوله یې  نندارې ته وړاندې کړی ده .

اټکل کیږی چې سبا  ددنیا دمختلفو هیوادونو له شل(۲۰) میلیونو زیات خلک دعراق په کربلا کښې راغونډشی چې دبشریت دتاریخ په اوږدو کښې ترټولو ستره غونډه او لاریون جوړ کړی او په دریمې (۳)زریزې کښې د کربلا دشهیدانو دمظلومیت او دوینې د تویدا پیغام ددنیا دخلکو غوږونو ته وروسوی او ورته ووایی چې داستکباری قدرتونو له منګولو د بشری ټولنو د ژغورل کیدا او ازادۍ یوازنۍ لاره دحضرت امام حسین علیه السلام د لارې پیروی او دوام دی