د ورانکارۍلپاره دتکفیریّ بهیرونو سناریو
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو . دوستانو د ورانکارۍ د تکفیری بهیرونو دسناریوګانو په نامه دلړۍ په نننی مطلب کې یو ځل بیاستاسو په خدمت کې یوو په دغې برخې کې هم دوهابیّت د ځینو جنایتونو په باب درسره غږیږو نو ترپایه راسره مله ووسئ .
دوستانو په تیرو څو پروګرامونو کې مو دآل سعود او وهابیّت دحدودو د پراختیا لپاره ددغه تفکر د خاوندانو دجنایتونو په باب درسره وغږیدو.هغه جنایتونه چې تکفیری ترهه ګرو ډلو او دهغوپه سر کې هم داعش ډله ئې په سورئې او عراق کې کوی، په تیرو سلو کلونو کې له وهابیانو سرچینه اخستې ده . نه یوازې شیعیان بلکې داهل سنت پیروان هم دوهابیانو او آل سعود دجنایتونو اصلی قربانیان دی . په هغو وختونو کې چې وهابیانو د انګلستان په مرستې سره ،پر نجد سیمې بشپړ سلطه وموندله ، په ټولو قواؤ سره ئې داهل سنتو په وژلو کې هیڅ هڅه ونه سپموله . له له اغراق پرته او د وهابی لیکوالانو په ګواهۍ سره،په نجد اوحجاز کې یوه داسې سیمه نشته چې خلکو ئې پخپل اختیار سره د وهابیّت مذهب منلی وی . په همدې علت ، د وهابیّت دتاریخ دکتابونو ډیره برخه چې دهغو خورا مهمه برخه د ابن بشر :عنوان المجد او دابن غنام :تاریخ نجد : دی ، د وهابیانو جنګونه او د هغوی د وژلو اولوټ مار شرحه جوړه وی .دوهابیانو دجنایتونو اوج او دهغو ی څرنګوالی پخپله هغوی له بل هرچا په ښه ډول بیان کړی دی . د سعودی حکومت یوه نزدې کس :حافظ وهبه :په : جزیرةالعرب :نومې کتاب کې لیکی؛عبدالعزیز بن سعود وئیل،کله چې دمونږ نیکه،محمد بن سعود دحجازسیمې له قبایلوسره په جنګ بوخت ؤ،نو د مطیر په نامه یوې قبیلې د مشرانو یوه ډله ئې ونیوله.ددغې پرګنې ځینی سپین روبی دشفاعت لپاره محمد بن سعود ته ورغلل او له هغه ئې وغوښتل له دغې ډلې تیر شی؛ خو محمد بن سعود حکم ورکړ چې دبندیانو سرونه دې غوڅ کړی ، بیا دې سرونه دخوړو دپاسه په هماغو په لوخو کې روړل او دمطیر قبیلې مشرانو په وړاندې ئې کیښودل . محمد بن سعود هغوی ته حکم ورکړ چې له دغو خواړو چې دپاسه ئې دهغوی دقبیلې دکسانو سرونه کیښودل شوی دی وخوری او که دغه کار ونه کړی ، نو هغه ټول کسان به هم ووژنی . آل سعود کله داهل سنتو ټول قبایل په جنګ او عامو وژلو سره دوهابیّت فرقې ترسلطې لاندې او بیعت ته ته اړباسل ، نو بیا ئې دحجاز ټاټوبی په ختیځ کې شیعه میشتو سیموپه لور حرکت وکړ . احساء سیمه یوه هغه سیمه ده چې له ډیر وخت راهسې د شیعیانو دژوند کونې ځای دی او په دغې سیمې کې دشعیَت تفکر ډیره وده کړې ده .دغه سیمه یوه هغه سیمه ده چې وهابیان پرې دسلطې لپاره له ډیرو مشکلاتو اومقاومتونو سره مخامخ شول او بلاخره په وژلو اولوټ مار سره پرې مسلط شول . احساء یا الشرقیه ولایت د سعودی عربستان یو خورا ستر ولایت شمیرل کیږی او دهفوف، دمام، او القطیف په څیرښارونه د دغې سیمې برخې دی .احساءدعربستان دتیلولرونکی یوهم همه سیمه ده . دشیعیَت او معتدلو سنیانو د ګروهنې د شتون په دلیل ،په یوې تاریخی مرحلې کې هم د وهابیّت فرقه ونه توانیده په دغې سیمې کې نفوذ وکړی . که څه هم دتاریخ په دغه پړاؤ کې ، دغه سیمې په زور د وهابیانو ترسلطې لاندې ورغلې ، خو تل ئې د وهابیانو په وړاندې بیلابیل پاڅونونه اوبغاوتونه کړی دی . نن سبا هم دغه سیمه په عربستان کې دشیعیانو اصلی مرکز شمیرل کیږی .
ابن بشر د:عنوان المجد فی تاریخ نجد: نومې کتاب په لومړنی ټوک کې د احساء په یوې سیمې د سعود د لښکر د یوې حملې په باب لیکی ؛ کله چې سهار شو ، نو لښکریان پر آسونو سپاره شول او په یو هیړ ئې پر ښار یرغل وکړ. آسمان تورتم شو او مځکه ولړزیده او دآسمان و اخواته تور لوږی پورته شول . داحساء ډیرو میرمنو له ویرې خپل بچیان ضائع کړل . وروسته سعود ښار ته وارد شو او ترڅو میاشتو پورې په دغه ښآر کې هستوګن شو . په دغې مودې کې ئې چې هرڅوک غوښتل وې وژل، یا جلاوطن اویا ئې هم بندیان کړل .دخلکو مالونه ئې چورتالان کړل ، کورونه او آبادۍ ئې په کنډوالو بدلې کړې ..... او داسې نور ډیر ظلمونه ئې وکړل . او سعود په دغو سیمو کې ډیرې زیاتې عامې وژلې وکړې . په دغه جنګ کې سعود دومره مالونه ترلاسه کړل چې د شمیرنې نه وو ،خو دسعود او وهابیانو جنایتونه تر حجاز ټاټوبی پور ې محدود نه شول .
د وهابی حکومت له هماغه تاسیس راهسې،په عراق کې دشیعیانو پر سپیڅلو ځایونو د سلطې او د هغو د مالونو دلوټ مار فکر ورته ډیر جذابیّت درلود.هغوی د نورو اسلامی ټاټوبو دلوټ مار په څیر خپلې حملې له بت پرستۍ سره دمبارزې او د توحید دحاکمیّت په شعارونو سره توجیه کولې .وهابیانو،شیعیان هم دنورو مسلمانانو او حنبلیانو په څیر کافران وبلل .د لومړی عبدالعزیز په دوران کې،دهغه زوی سعود،چې د مسلمانانو پر سیمو ئې دلښکر کشۍ قومانده په غاړه درلوده،په کربلا ئې دحملې لپاره د وخت په وسلو سنبال یو لښکر تیار کړ .ابن بشر، چې یو وهابی تاریخ لیکونکی دی په دې باب وائی ،سعود په ۱۲۱۶قمری کال کې په یوه لښکر سره، چې دنجد او دهغه دشاوخوا سیمو،حجاز سیمې او تهامه سیمې اوسیدونکی پکې شامل وو ،دکربلا په لور ئې دحرکت نیّت وکړ او د حسین دښآر پر اوسیدونکو ئې یرغل و کړ او په زوره ښار ته داخل شول او په کورونو اوبازارونو کې ئې ډیر زیات خلک ووژل . ؛ د روسیې استاذی د روسیې په سفارت کې پخپل راپور کې دچورتالان او عامو وژلو په باب لیکی؛دولس زره وهابیانو ناڅاپی د امام حسین پر ضریح حمله وکړه او د هغو ارزښتمنو شتمنیو له چورتالان وروسته چې وهاباینو پخپلو نورو حملو او یرغلونو کې هیڅکله هم نه وې لیدلی ، له اوور او تورو پرته ئې بل څه پرې نه ښودل .بوډاګان ،ماشومان او ښځې ئې قتل عام کړې او په تورزړیتوب او وحشی توب کې ئې هیڅ شی پرې نه ښود. له وژلو ئې لاس وانخست او ددغې خونړۍ تمه دارې حملې په نتیجې کې،څه دپاسه څلور زره کسان ووژل شول او کابو څلور زره اوښان هم ولجه شول . له عامې وژلې او لوټ مار وروسته دامام حرم په وینو ککړ او په خرابې بدل شو. له دې وروسته سعود څو ځله پر سپیڅلو زیارتونو یرغلونه وکړل ،خو په یوه کې هم بریالی نه شو . ابن بشر د ۱۲۲۰قمری کال په پیښو کې پر نجف د سعود حملې ته اشاره کوی چې د نجف دعالمانو ،طلبه ؤ او خلکو له سخت مقاومت او مبارزې سره مخامخ شول او له ډیرو مرګ ژوبلو په زغملو سره شاتګ ته اړ شول او د نجف د شاوخوا قبایلو دمالونو اوشتمنو پر لوټ مار ئې بسنه وکړه .
دعبدالعزیز حکومت دانګلستان پر ملاتړونو په تکیې سر ه وتوانید سوکه سوکه دټاپو وزمې پر بیلابیلو سیمو خپله سلطه پراخه کړی ؛ خو پر حرمیّن شریفینو دسلطې وسوسې هغوی کرار ته نه پریښودل . له بلې خوا ، انګلتسان دې نتیجې ته رسیدلی ؤ چې شریف حسین په مکې کې د انګلتسان موخې نشی تامین کولی .په ۱۹۲۴ میلادی کال کې ئې د عبدالعزیز په دستور سره په پیل کې پر طائف حمله وکړه . طائف دمکې په شاوخوا کې یو ودان اوښکلی ښار ؤ .د۱۰۲۴کال په ستمبر کې عبدالعزیز بن سعود لښکریان طایف ښار ته ننوتل . دوی تر درو ورځو پورې طائف ښار پر ځان حلال وګرځاوه او په دغې مودې کې ئې په دغه ښار کې هرجنایت ئې چې زړه غوښت ترسره ئې کړ. دطائف ښآر ډیر خلک له ښاره وتښتیدل او نور سړی ،ښځې او ماشومان چې د وهابیانو په منګولو کې ګیر شول ، په بوږنونکی ډول ئې عامه وژنه وشوه . د طائف له فتح کولو وروسته دمکې د نیولو لپاره هم زمینه برابره وه ،خو عبدالعزیز تردې دمه دانګلتسان له نظره ډاډمن نه ؤ،له دې امله ئې د مکې په نیولو کې لږ ځنډ وکړ او دا ویره ئې درلوده چې انګلستان تراوسه پورې په مکې کې د شریفانو حکومت ته ښه نظر درلود او دمکې په نیولو سره ،دهغه په ضد به جنګ ته ودانګی.خو د وهابیانو لښکر دانګلستان په اشارې سره ، د ۱۹۲۴کال په اکتوبر کې مکې ته داخل شول . دمکې خلکو چې په طائف کې دوهابیانو پر جنایتونو خبر شوی وو،له خپلې خوا ئې د وهابیانو دجنایتکار لښکر په وړاندې کوم مقاومت ونه ښود. په عین حال کې وهابیانو په مکې کې دخلکو دشتمنیو چورتالان ته مخه کړه . عبدالعزیز د ۱۹۲۴کال د دسمبر په پنځمه نیټّه په پنځه زره کسیز لښکر سره یو ځای مکې ته ورغی . په ۱۹۲۵ او ۱۹۲۶کلونو کې ورو ورو پر مکې اومدینې دآل سعود واکمنی بشپړ شوه . .
په ټول کې د عبدالعزیز واک ته د رسیدو او د وهابیانو دحکومت د دریم پړاؤ لپاره، اخوانیانو چې دعبدالعزیز مهم لښکر ؤ ، دعبدالعزیز له نورو لښکریانو سره یو ځای ئې څه دپاسه څلور لکه کسان ئې ووژل . دڅلورو زرو کسانو سرونه ئې غوڅ کړل او د درې لکه پنځوس زره کسانو لاسونه او پښې ئې هم غوڅې کړې .دآل سعود او وهابیّت بل جنایت ، داسلامی ځایونو او آثارو تباه کول وو .د وهابیانو دوو حاکمانو،داسلامی ځایونو او د مسلمانانو دسپڅیلی ځایونو په ورانولو کې توره کارنامه له ځانه پریښودلې ده . لومړۍ سعود بن عبدالعزیز ، چې له ۱۲۱۶کاله تر ۱۲۲۲ قمری کال پورې په مودې کې ډیر اسلامی سپیڅلی ځایونه تباه کړل، د هغه په پړاؤ کې ، وهابی لښکر پر سپیڅلو زیارتونو یرغلونه وکړل او دحضرت امام حسین علیه السلام سپیڅلی ضریح ئې په کنډوالې بدل کړ. خو وهابی سعودی لښکر یوازې د شیعیانو پر زیارتونو یرغلونو بسنه ونه کړه .احمد زینی دحلان پخپل : خلاصة الکلام فی بیان امرائ البلد الحرام :نومې کتاب کې د وهابیانو په لاس دمکې دسپیڅلو ځایونو د ورانولو په باب لیکی ، تراوسه پورې سهار نه ؤ شوی ،چې وهابیانو او هغو کسانو چې له هغوسره ملګری شوی وو ، جوماتونه او دصالحینو آثار په کنډوالو بدل کړل . په پیل کې په :معلی : قبرستان کې موجود هدیرې هم دهغوی په لاس تباه شوې . وروسته هغه قبُه چې د پیغمبراکرم دزوکړې په ځای کې(په مولد النبی کې)لګول شوې وه،هم له مینځه یوړه اوله دې وروسته هم هرډول آثار چې له صالحینو سره اړونده وو، تباه ئې کړل .دوی کله چې قبرونه ړنګول،نو نغارې به ئې غږولې او ،خوشالیانې ئې کولې او د مومنانو دقبرونو به ئې ډیر سپکاوی وکړل .
دوستانوپه بلې اونۍکې په ورپسې پروګرام کې له مونږ سره ووسئ څو د وهابیانوپه لاس دمدینې ښآر دسپیڅلی بقاَع دورانولو په باب مو له حقیقته خبرکړو نو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خدای سپارو
(سیماب )
****************************************************************