د روژي دمبارکي میاشتي دلومړۍ ورځ دعا
(last modified Tue, 07 May 2019 12:16:18 GMT )
May 07, 2019 16:46 Asia/Kabul

له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیا فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړی دی ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .

د  روژې دمبارکې میاشتې د لومړنۍ ورځې دعا

اللَّهُمَّ اجْعَلْ صِيَامِي فِيهِ صِيَامَ الصَّائِمِينَ، وَ قِيَامِي فِيهِ قِيَامَ الْقَائِمِينَ، وَ نَبِّهْنِي فِيهِ عَنْ نَوْمَةِ الْغَافِلِينَ، وَ هَبْ لِي جُرْمِي فِيهِ يَا إِلَهَ الْعَالَمِينَ، وَ اعْفُ عَنِّي يَا عَافِياً عَنِ الْمُجْرِمِينَ.

  ائ خدایه !د نن ورځې  روژه مو د روژتیانو  منل شوي روژه وګرځوه ، او شپه مو د شپه ژوندي کونکو شپه وګرځوه، په دې شپه کې مو ویښ کړه ، د بې خبرو له خوبه ، او په دې کې مو ګناهانې   وبخښه، ائ د نړیوالو  معبوده، او د ما له ګناهانو تیر شه،  ائ د ګناهګارانو بخښونکیه.  

 

ټیګونه