په اسلام کی د ماشومانو حقوق
یونیسف اعلان کړی دی په نړۍ کې د کډوالو ماشومانو شمیر په تیرو ۵ کلونو کی ۷۵ فیصده زیات شوی دی . د یونیسف په جاجونه کی راغلی دی ، یوازې دوه هیوادونه یعنی افغانستان او سوریه د کډوالو د سترې کمشنرۍ تر ملاتړ لاندې له ټولو ماشومانو څه د پاسه نیم ماشومان لری اود نړۍ په څلورو کی درې برخې ماشومان یوازې له لسو هیوادونو دی .
هغه ماشومان چی په ځانګړی وضعیت کی دی ، ځانګړی توجه او ملاتړ ته اړمن دی او د ټولنې درست وګړی او حکومت دغې موضوع ته ژمن دی . له دغو ماشومانو یوه ډله چی د ټولنې او حکومتونو د خاص ملاتړ او پام ته اړمن دی ، کډوال ماشومان دی .
«««««««««««««««««««««««««««««««
کډوال ماشومان د کډوالو له ټولو نفوسو نیم دی ، په دغه شمیر کی هغه ماشومان هم شامل دی چی د کډوالیدا وضعیت یې په رسمی توګه تایید شوی یا دا چی د کډوالۍ په وضعیت کی دی . د دغو ماشومانو په کډوالۍ کې یو لړ عوامل رول لری ، جنګ او داخلی لانجې ، د ژواک چاپیریال کړکیچونه ، بی وزلی او سخت اقتصادی شرایط دډیرو کډوالو ماشومانو د کډوالیدا سبب شوی ، په تیره بیا هغه کسان چی قانونی مدارک نلری یا په یوازې سر سفر کوی ، له ناوړې استفادې له شرایطو سره زیات مخامخ دی . که څه هم په درسته نړۍ کې ډیرې ټولنې خپلو هیوادونو ته د هغو له ورتګه هرکلې کړی دی . کډوال ماشومان او د هغو کورنۍ زیاتره له بی وزلۍ ، تبعیض او څنګته کیدا سره مخامخ دی .
«««««««««««««««««««
یونیسف اعلان کړی دی په نړۍ کې د کډوالو ماشومانو شمیر په تیرو ۵ کلونو کی ۷۵ فیصده زیات شوی دی . د یونیسف په جاجونه کی راغلی دی ، یوازې دوه هیوادونه یعنی افغانستان او سوریه د کډوالو د سترې کمشنرۍ تر ملاتړ لاندې له ټولو ماشومانو څه د پاسه نیم ماشومان لری اود نړۍ په څلورو کی درې برخې ماشومان یوازې له لسو هیوادونو دی . په تیرو کلونو کی د نښتو او جنګونو د زیاتیدا له امله د کډوالو ماشومانو شمیر زیات شوی دی او په نتیجه کی دغه ماشومان د انسان د قاچاق او نورو ناوړه استفادو له جدی خطر سره مخامخ شوی دی . د یونیسف په راپور کی راغلی دی په درسته نړۍ کې کابو ۵۰ میلیون ماشومان مجبوره شوی چی له خپل هیواده کډه وکړی یا په خپل هیواد کی کډوال شوی دی .
««««««««««««««««««««««
کډوالو ماشومانو لپاره د بیل شوی بودجې کمښت هغو ته جدی تاوان رسولې دی .پر دې سربیره د کډوالو ماشومانو اړتیا له خوراکی موادو او اوبو زیاته ده . هغه ماشومان چی له تاوتریخوالی تښتی له سختو تاوانونو او ګوزارونو کړیږی او که ملاتړ یې ونشی نو اوږدو تاوانونو سره مخامخیږی . کډوال ماشومان او ځلمیان له ډول ډول مشکلاتو سره مخامخ کیږی لکه روانی مشکلات ، اضطراب ، سټریس ، کړچاری ستونزې ، لچک نه ښودل وغیره ، دغه حالات په هغو ماشومانو کی چی له والدینو لیری دی یا جلا شوی دی ، ډیر لیدل شوی دی .
««««««««««««««««««««
د کډوالوماشومانو په هکله د ماشومانو د حقوقو د کنونشن په ۲۲ ماده کی راغلی دی ،
۱:د کنونشن لوری هیوادونه به د هغو ماشومانو چی د کډوالۍ غوښتونکی یا کډوال حسابیږی که هغه والدینو سره وی یا بل چا سره د ځای او نړیوالو قوانینو په اساس د ضروری او بشری دوستانه مرستو او ملاتړونو چی په دغه کنونشن یا نورو بشر دوستانه اسنادو کی ذکر شوی دی ، عمل وکړی .
۲:په دې خاطر د کنونشن لوری هیوادونه به له ملګرو ملتو یا نورو اړونده نړیوالو ادارو سره چی له ملګرو ملتو سره کار کوی ، له دغه ډول ماشومانو ملاتړ او ملګرتیا وکړی .
په دغه ماده کی درې مهم ټکی موجود دی ، لومړی دا چی له والدینویا بل چا سره یو ځای د ماشوم د کډوالیدا مسلې ته پام شوی اوله غړیو هیوادونو غوښتنه شوی ده چی د بشری حقوقویا نورو بشری حقوقو د موازینو او مقرراتو په مطابق عمل وکړی ، دوهم دا چی که له والدینو پرته کډوالی وی نو د هغه د والدینو یا د کورنۍ د نورو غړیو د پیدا کولو لپاره هڅه وشی ، دریم دا چی که والدین یا د کورني نور غړی پیدا نشی ، نو له هغه (ماشوم ) سره د داسې ماشوم په شان کړچار وشی چی په موقته یا دایمی توګه د کورنۍ له چاپیریاله محرومه شوی دی .
دوستانو دلته په نوموړی ماده کی هم دوه جالب ټکی تر سترګو کیږی ، لومړی دا چی کډوال او کډوالۍ نده تعریف شوی او معلومه نده چی چا ته کډوال وویل شی او پکې خاصه توګه له کډوال ماشوم ملاتړ شوی دی . له دې پرته چی د کډوال ماشوم د تشخیص لپاره کوم خاص معیار او قانون وړاندی شی . دوهم له نړیوال اړخه مهاجرت خاص مقررات او قوانین لری او له کډوالۍ د ماشوم د برخورتیا د حق تضمین له والدینو د بیلتون سبب کیږی .
«««««««««««««««««
کډوال معمولا خپله ټوله شتمنۍ له لاسه ورکوی او د خپلې کورنۍ له نورو غړیو جلا شوی وی . ډیر کډوال ماشومان دی . ملګری ملتونه یو پروګرام لری چی د هغه په چوکاټ کی په درسته نړۍ کې له کډوالو سره کار کوی . هیوادونه باید له کډوال ماشوم ملاتړ او له هغه سره مرسته تضمین کړی . دا چاره څه د هغو کډوالو ماشومانو په اړه چی یوازې ژوند کوی او څه هغو ماشومانو په هکله چی له خپلو والدینو یا نورو سرپرستانو سره ژوند کوی ، سمه ده .
کډوال مننونکې هیواد د کډوالۍ د مناسبو شرایطو د تامینولو په ترڅ کی ، د اجتماعی ملاتړ د شبکو د رامینځته کولو ، د امنیت د ساتلو ، د اړتیاو د پوره کولو ، له تاوتریخوالی د مخنیوی ، د وګړیو د شان درناوې ، د اروایی سلامتیا د څارنې د مرکزونو جوړول او د سیاسی ، قانونی ، اجتماعی او کلتوری ملاحظاتو ته په پام سره د تعلیمی مرکزونو او یونټونو جوړول پرانیزی او پیاوړی یې کړی .