د کرامت او معرفت میرمنه
(last modified Fri, 06 Dec 2019 00:57:59 GMT )
Dec 06, 2019 05:27 Asia/Kabul
  • د کرامت او معرفت میرمنه

حضرت بی بی معصومه سلام ا... علیها دقم په خلکوکې تر اولسو ورځو پورې شتون درلود او د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې ئې دپاک پروردګار په درګاه کې په عبادت او لمونځ کې تیرې کړې . او دهغې بزرګوارې بی بی د عبادت محراب هم ، په بیت النور ،یعني دنور په خونې مشهور شو

 

کله چی دقم ښځو ، سړیو او  لویانو  خپل ښار ته دحضرت محمد ص د یوې لمسۍ  بی بی معصومه له ورتلو خبر شول ، نو د هغې بی بی دهرکلی لپاره  تیار شول . هغو ته ّپته وه چی د اسلام پیغمبر او الهی پیښوایان د نیکیانو په لور لارښونکی  او د خیر او برکت سرچینه دی او له هغو پاتې اثار په تیره بیا د هغو بچیان د اسلام په امت د رحمت پانګې دی چی د نړۍ په  ګوټ ګوټ کې خپری دی او په خپلو کراماتو سره د انسانانو ژوند ته ځلا او تاندوالې بخښی . مسلمانانو له رسول ا... مبارک اوریدلی وو چی د هغه له کورنۍ سره مینه د عزت او ژغورنې سبب کیږی ، له دې امله خلکو په اندیښنې سره انتظار کاوه . یو وړکوټې کاروان له لیرې پیدا شو ، په خلکو کی ولوله او شور رامینځته شو ، نور انتظار په ختمیدو وو . ساعتونو کیدل چی ښځې ، سړی ، بوډاګان ، ماشومان ، ځلمیان د ښار دروازې مخ ته ولاړ وو او په ډیرې لیوالیتا سره یې د چا انتظار کاوه ، هر چا به یو څه ویل ، ایا په ریښتیا چی قم ته راځی ؟

مګر نه ګورې چی د کاروان یې ښکاره شو .یوه وویل چی غواړی مرو ته د خپل ورور لیدو ته ولاړه شی . اوریدلی مو دی چی د بی بی حالت ښه ندې . د قم یوه مشر موسی بن خزرج وویل دا هماغه میرمن ده چی امام جعفرصادق ع یې مونږ ته سپارښتنه کړی ده . کاش چی د تل لپاره په قم کی پاتې شوی وای تر څو د خپل وجود په برکت سره دغه ښار د اهل بیتو له فضایلو ډک شی . کاروان شیبه په شیبه نږدې کیده . د موسی به خزرج په زړه کې غوغا وه ، د بی بی اوښ دروازې ته راورسید ،درود او سلام فضا ډکه کړه ،  موسی بن خزرج  دخلکو په سر کې روان شو  او د بی بی  اوښ جِلبَ  ئې ونیوه چې دغه پاکه بی بی پرې سواره وه  او حضرت معصومه بی بی ته ئې د هغه کورته دتلو بلنه ورکړه . په دې توګه دحضرت فاطمه معصومه بی بی د کوربتوب ویاړ   هم دموسی بن خزرج په برخه شو .

 

 

حضرت بی بی معصومه سلام ا... علیها  دقم په خلکوکې تر اولسو ورځو پورې شتون درلود او د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې ئې دپاک پروردګار په درګاه کې په عبادت او لمونځ کې تیرې کړې . او دهغې بزرګوارې بی بی  د عبادت محراب  هم ، په بیت النور ،یعني دنور په خونې مشهور شو .

 

بې شکه  له اسلام سره دبلدتیا  یوه لاره  داسلام دګران پیغمبر او دهغه د کورنۍ له ویاړمن سیرته خبریدل  دي . که څه هم  نن سبا  داسلام دښمنان هڅه کوي  څو ددغه الهي دین  او دهغه  دلوي پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)شخصیّت داغي کړي ،خو حقیقت دادی چې  اسلام درسول ا.... بزرګوار او دهغه دکورنۍ  دتل پاتې تعلیماتو اولوړسیرت  په  مرستو سره پر نړیوالو لکه دلمر وړانګې شني  او هره ورځ  ئې ځلا لاپسې زیاتیږي    د اسلام ،دګران پیغمبر او دهغه بزرګوار دلوړې کورنۍ  دنعمت د ډالۍ په خاطر د خداوندمتعال  ډير منندوي اوستایونکي یوو  . هیله مند یوو  خداي پاک په دغه شان ورځې  مونږ ته توفیق راکړي  څودحضرت بی بی فاطمه معصومه  سلام ا...  علیها  له مهربانۍ او عظمت ډک ژوند اوسیرته  په استفادې سره دځان لپاره یوه توشه  برابره کړو   .

      دوستانو د۲۰۱قمری کال  په همداسې ورځې  اسلامی نړۍ  دحضرت فاطمه معصومه بی بی سلام ا... علیها   درحلت په غم کې ډوبه شوه ، هغه بی بی چې دخپل ژوند په وروستیو برکتناکو شپو ورځو کې  دایران د ټاټوبي  په یوې سیمې کې یعني په قم ښآر کې  دیره شوه  او  همدلته ئې  له نړۍ سترګې پټې کړې .

      حضرت فاطمه معصومه بی بی  دحضرت امام موسی کاظم  علیه السلام لور او دحضرت امام رضا علیه السلام خور وه چې په ۱۷۳قمری کال کې ئې  په مدینې منورې کې  نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې . لس کلنه وه چې  پلار بزرګوار حضرت امام موسی کاظم علیه السلام   په شهادت ورسید او په دې  توګه  ئې  په هماغه لس کلنۍ کې  دغمونو لړۍ په برخه شوه ، البته  دحضرت امام رضا علیه السلام  په شان د ورور ترڅنګ   ژوند ، هغې بی بی په زړه کې دامیدونو اوهیلو وړانګې ژوندۍ  ساتلې  . حضرت بی بی معصومه  په ایمان او تقوا کې لوړه مرتبه درلوده . له هماغه ماشوموالي  د دغې پاکې بی بی  په وجود کې علمی اومعنوي فضایل له ورایه ښکاره وو . نقل شوي دي چې  دغې لویې  بزرګوارې بی بی  حتی په ماشوموالی کې د ډيرو علمی اوفقهي پوښتنو  ځوابونه ویل .

**************************

 تاریخ لیکونکو  لیکلي دي چې  حضرت فاطمه معصومه بی بی حدیث پيژانده وه  او په علم اوپوهې کې  ئې لوړ مقام  درلود. هغې داسلامی معارفو او علومو په زده کولو کې ډير زیار  ایستی دی . حضرت معصومه بی بی  په امانت  او تقوا کې ، هغه څه چې  له خپل پلاربزرګوار ه ئې زده کړي ، له کوم کمښت او زیاتولو پرته ئې  په خلکو کې خپرول . دغې پاکې بی بی له خپل پلاراو نیکونو  ډير حدیثونه نقل کړي چې  داسلام لویو عالمانو داستناد وړ ګرځيدلي دي .

     ددین دلویانو  په قول ، د حضرت بی بی معصومه سلام ا.... علیها  لپاره یو لړ لقبونه  ذکر شوي دي چې  دهغې بزرګوارې دلوړعلمي  ، اخلاقي او معنوي مقام ښودنه کوي .  د :صدیقه : په شان لقب ،چې  د رښتیاویونکي  په معنا دی ، یا: محدثه :  یعني داسې بی بی چې د حدیثونو  روایت کونکي ده . دغې پاکې بی بی له خپل پلار او نیکه بزرګواره    یو لړ حدیثونه نقل کړي دي . همداراز  له حدیثونو سره بلد  او د  پوهې خاوندانو  او دحدیثونو سره بلدو میرمنو اوسړيو ددغې لوئې بی بی له خولې ډير حدیثونه نقل کړي دي .

***************************

 دموسی بن جعفر دلور فاطمه نامه دځينو روایتونو  دسند په لړۍ کې لیدل کیږي  او اهل تشیَع او اهل تسنن  عالمان دهغې روایتونه دمنلو وړ، د صحیح او  ثابتو روایتونو په لیکه کې نقل کوي   .  په دغو روایتونو کې ، چې  له حضرت محمد مصطفی (ص)  او حضرت فاطمةالزهرا سلام ا...علیها سره له متصلو سندونو ته رسیږي .د: غدیر حدیث:  او د :منزلت حدیث:   دحضرت امام علی علیه السلام  دمقام په باب دي . دغدیر په  حدیث کې  داسلام ګران پیغمبر له ځان سره دحصرت امام علی  نسبت ، له موسی سره دهارون  په شان نسبت ګڼلی دی .

       همداراز  حضرت فاطمه معصومه بی بی  دغدیر دمهمې واقعې په بیانولو سره ، دپیغمبر اکرم داهل بیت علیهم السلام  دمقام بیانولو ته مخه کوي څو داسې نه چې  خلک له هغه امانته چې  دخداي رسول  دهغو لپاره په یادګار پریښودلی ، غفلت وکړي اوګمراه شي .

 دځينو مستنداتو په اساس ، حضرت فاطمه معصوه بی بی په کریمه اهل بیت مشهوره ده ،کریمه دبخښونکي  بی بی په معنا ده  ددغې پاکې بی بی  نیکمرغه ژوند  د قرآن اواسلام دتعلیماتو په پيروۍ کې تفسیرکاوه  او د ژوند شیبې ئې  له خداي پاک سره  په اونس او دهغه په یاد کې تیرولې . له دې امله  له دینه  دبشپړ پیروۍ په خاطر  او همداراز دهدایت له لارې  په نه وتلو سره  ،  لوړو انساني کمالاتو  درجوته ورسیدله .  حضرت امام رضا علیه السلام  ددغې پاکې بی بی  دتقوا دمقام   په بیانولو کې  دغه بی بی  : معصومه : بللې یعني له ګناهانو  یوه پاکه بی بی .

************************

 دوستانو حضرت فاطمه معصومه سلام ا... علیها  له خپل پلار حضرت امام  موسی کاظم علیه السلام څخه زده  کړي چې  حتی په خورا سختو شرائطو کې   هم دحق او حقیقت دفاع وکړي   او په دغې لارې کې  هیڅکله هم  لړزانه  نشي .   هغې  دغه تعلیمات  له خپل ورور حضرت امام رضا علیه السلام سره   یوځاي کارولي دي .کله  مرؤ ته دحضرت امام رضا علیه السلام دجلاوطنۍ سفر  وشو ،نو حضرت بی بی معصومه سلام ا... علیها  یوکال  له ورور پرته په مدینې منورې کې ژوند وکړ .  له دې مودې وروسته هغې ته دامام رضا له خوا یو لیک ورسید ،   هغې چې  دخپل ورور دلیدو لپاره ئې زړه بې کراره  ؤ ،  سملاسی   دفضل ، جعفر ،هادي ،زیداوقاسم په ناموسره  خپلو وروڼو  او یو شمیر نورو ورارونو  او نور کسانو   سره  یو ځاي    له مدینې دمرؤ په لور روانه شوه  .

دخراسان په لور له مدینې ددغې لوئې بی بی دسفر آوازه په مسلمانانو کې داسې خوره شوه چې  هرښار او سیمې ته کله رسیدلئ ، نو داهل بیت علیهم السلام مینه وال  او دپوهې اومعرفت لیوال  دهغې بزرګوارې په لور  هرکلی ته  په شوق او ولولې سره ورتلل ، څوله هرکلی سره سره    د دغې لوئې  او پاکې بی بی  له پوهې او کرامت څخه استفاده وکړي .

    حضرت فاطمه معصومه بی بی  په دغه  له خاطرو ډک سفر کې  کله د خلکو تود  هرکلی لیده ، نو له فرصته ئې استفاده کوله  او له حقیقتونو ئې پرده پورته کوله . دغې بی بی پخپلو ویناؤ کې  دبنی عباس واکوالانو حقیقي څيره  هم پر خلکو وپيژندله  او دهغوي سپیره اوسپک سیاستونه ئې  ایشوا کول .  په حقیقت کې حضرت معصومه بی بی  په موجوده وضعیَت داعتراض په  توګه  له  مدینې  څخه مرؤ ته هجرت  غوره کړ او  دغه سفر  او ایشواکونې  دعباسي واکمنانو  له ظلمونو اوګواښونو  سره  د حضرت بی بی معصومه  سلام ا...، علیها دمبارزې یوه برخه وه . حضرت فاطمه معصومه  په ځلونو  دخلکو په ذهنونو کې  دمامون  وړاندیز ته  په ځواب کې دخپل ورور حضرت امام رضا علیه السلام  حکیمانه خبرې ژوندۍ کړې .  مامون دخلکو د غولولو لپاره ، دولی عهدۍ  دموضوع له مطرح کیدا مخکې ،امام رضا ته دخلافت وړاندیز وکړ ،خو  هغه بزرګوار  د مامون په ځواب کې وفرمایل :،  که  خلافت دتاحق دی ،نو باید بل  چاته ئې ورنه کړې  او که دتا حق نه وي ،نوبیا ولې دې ځان خلیفه کړی دی  او ولی عهد ټاکې ؟

حضرت  معصومه بی بی  ددغې واقعې  په یادولو اونقلولو سره  مخاطبان  دې موضوع ته متوجه کول چې  داسلامی ټولنې رهبري  یوازې دپیغمر اکرم له کورنۍ سره ښائي .

 

 په دې توګه  تاریخ  د امامت  دمقام دتثبیتولو لپاره دحضرت فاطمه معصومه سلام ا... علیها  د دوامدارو هلوځلو شاهد دی ، په تیره بیا  په هغه پړاؤ کې چې  په ټولنې کې درهبرۍ موضوع  ددښمنانو د  دسیسو ښکار شوې وه 

************************

عزیرانو ددغې پاکې پی بی روښانونې اوایشواکونې  لامل شوې چې  داهل بیت علیهم السلام دښمنان  دمقابلې لپاره په یوه فرصت پسې شي .  په همدې دلیل ئې  کله چې دهغې بزرګوارې کاروان  د :ساوه : په نامې  ښآر ته ورسید ، داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) داهل بیتو مخالفان ښار ته  ددغه کاروان په رسیدو خبر شول  او دهغې بی بی په کاروان ئې حمله وکړه . په دغې نښتې اواخ وډب کې  دحضرت بی بی معصومه سلام ا... علیها  ټول وروڼه او ورارونه چې هغې بزرګوارې سره  یوځاي وو  شهیدان شول . کله دغې بی بی دخپلو ۲۳عزیزانو  له شهادت سره مخ شوه ،  نو ډیره ورته سخته شوه .  هغې بزرګوارې   په نامناسبې روحیې او ناروغه بدن سره چې ئې درلود،  او دناکرارۍ په احساس سره چې په ساوه ښآر کې ئې  احساس کاوه ، وفرمائيل ، ما قم ښار ته بوځئ ، چې  ما له خپل پلاره آوریدلي  ، قم ښار دمونږ دپيروکارو مرکز دی :.

حضرت فاطمه معصومه سلام ا... علیها   پخپل حساب شوي   او دبنی عباس دواکمنانو  په رسوائۍ  او ایشواکونو کې دخپل ورور  په عشق  په حرکت سره  ډير زیات کړاؤنه وزغمل  او د ۲۰۱قمری کال  دربیع الثاني په  لسمه نیټه  له دې مخکې چې د هغې سترګې مبارکې دخپل ورور  په  دیدن  روښانه شي ، په مسافرۍ  کې او د هغې بزرګوارې  د دوستانو  او مینه والو په مینځ کې وفات شوه .

په قم سپيڅلی ښآر کې ددغې لوئې بی بی  پاک حرم  داهل بیت علیهم السلام  دمینه والو  دزړونو قبله ګاه  شوه  . ددغه برخلیک ټاکونکي شتون په برکت ،  همدااوس دقم ښآر  داهل بیت علیهم السلام دعلومو   او د اسلام دمعارفو  یو لوي مرکز دی .  په دې توګه چې  داسلامی علومو ډير زیات مینه وال  له درستې نړۍ  ددغه ښار په علمیه حوزې کې  دلویو عالمانو اوفقیهانوله درسه استفاده کوي او دعلم اوپوهې مینه وال خپله  علمي تنده ماتوي.

 

درود اوسلام وي پر محمد او دهغه پر آل  او پربی بی فاطمه معصومه ، په هغې پاکې اوبزرګوارې بی بی چې  دهغه ورور بزرګوار  حضرت امام رضا علیه السلام  دهغې دلوړمقام   او عظمت په بیانولو سره  فرمائيلی دي :،  هرچا په قم ښآر کې دمعصومه بی بی  زیارت وکړ ،ګواکې زما زیارت ئې کړی دی

خداي پاک دې مونږ ټولو ته داهل بیت علیهم السلام  دپيروۍ  اودهغوي په سیرت دعمل کولو توفیق راپه برخه کړي .

 

ټیګونه