الهی نومونه
د خدای تعالی هر نوم د هغه له کمالاتو یوه کمال ته اشاره کوی . خو الله هغه یوازنې نوم دې چی درستو الهی صفتونو او کمالاتو ته اشاره لري
عزیزانو الهی نومونه له دوهم پروګرام سره تاسو په خدمت کې یو. په تیر پروګرام کې مو وویل چی بهترین او تر ټولو ښکلی نومونه له خدای تعالی سره اړه لري . لکه د رحمان ، رحیم ، لطیف ، حکیم ، عزیز په شان نومونه چی خدای تعالی له مونږه غوښتی دي تر څو هغه په دغو نومونو سره یاد کړو . لکه څرنګه چی د اعراف سورې په ۱۸۰ ایت کی فرمایی ، او نیک نومونه له خدای سره لړه لری او هغه په هغو نومونو سره یاد کړئ .
خداوند متعال خپل نومونه د رحمت د پراختیا او د خپلو مخلوقاتو د حاجتونو د پوره کولو لپاره ګرځولی دي ، تر څو د هغه د نومونو په یادولو سره د هغو له ګټو برخمن شي . خدای تعالی په قران کریم کی دغو نومونو ته اشاره کړی ده او هره چاره له خپلو نومونو ځانګړی نوم پوری نسبت ورکوی . د بیلګې په توګه د زمر سورې په ۶۲ ایت کې فرمایی ، خدای تعالی د هر څیز خالق دې او هغه دې چی په هر څیز وکیل دې . په دغه مبارک ایت کې خلقت او د هر څیز رامینخټه کول د خالق نوم ته نسبت ورکول کیږی او په بله وینا په دغه ایت کې فرمایی خدای د خپل خالق په نوم هر څیزپنځوی .همداراز د انعام سورې په ۹۵ ایت کی د دانو او تخمونو د ټوکیدا او د هغو دننه د نویو حقایقو ظاهریدا په فالق نوم سره ځانته نسبت ورکوی .
خدای تعالی د دانې اوهستو راټوکونکې او ژوندې له مړی راوباسی او مړې له ژوندی راوباسی ، د تاسو خدای ، پس څرنګه له حقه غړیږئ ؟
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
خدای تعالی د ځان د معرفی کولو لپاره په خاصو صفتونو سره تجلۍ کړی او خاص نومونه یې رامینځته کړی دي . خو دغو نومونو ترمینځ یو نسبت ټینګ دې . دغه نومونه د یوه ځواک د عسکرو په شان دي چی هم د لوړې درجې او هم ټیتې درجې عسکر لري . یعنی هماغه ډول چی عسکرو ترمینځ ، میجر له کپتان بره وی ، خو پخپله د کرنل تر حکم لاندې وي ، د خدای نومونه هم درجه بندۍ لرۍ ، په دې معنا چی د خدای تعالی ځینې نومونه عام او پراخ دي او په ځان کې نور نومونه هم لري .د بیلګې په توګه خدای تعالی په دې وجه چی بیمار ته شفا ورکوی ، شافی دې .د شافی نوم د رزاق نوم تر ټولګې لاندې دې ځکه چی هغه ډول ډول رزقونه نازلوی چی شفا هم پکې یو دې . رزاق هم د خالق تر ټولګې دې ځکه چی لومړې باید موجود راوپنځول شی تر څو د رزاق نوم وکارول شی او رزق او روزی یې برابره کړی ، همداراز خالق هم د قادر تر ټولګې لاندې دې ځکه چی خدای تعالی په هر څیز قدرت لری چی پنځول هم پکې یو دې . په دې اساس د هر یوه نوم دپاسه بل نوم دې تر دې چی دغه د نومونو لړۍ تر ټولو لوړ ، پراخ او ستر نوم ، یعنی ا... ته ورسی . هغه اسم اعظم چی د بل نوم تر ټولګې لاندې نه راځی او درست نومونه د هغه تر ټولګې لاندې راځی . نو ځکه ا... هغ نوم دې چی په ټولو نومونو او صفتونو بره او د هغو درست کمالات لري .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ا... جلاله ټکې د خدای تر ټولو جامع او خاص نوم دې . د ا... د ټکی د جرړې په اړه ویل کیږی چی ا... له دو برخو الف او لام د اله په څنګ کې د معبود په معنا دې . د اله لپاره بله معنا هم ویل شوی ده .اله هغه څوک دې چی عقلونه د هغه په پیژندنه کې حیرانه او سرګردانه دي . هغه چا ته هم ویل شوی دي چی ټول د هغه لیواله وی او دهغه په فراق کی بیتابه دي . همداراز اله هغه څوک دی چی که خلک د هغه له عظمته خبر شي نو د هغه پروا به وکړی او د حرمت خیال به یې ساتي . په ا... د اله د بدلیداد څرنګوالی په اړه ویل شوی دی چی واحد او بی ساری خدای ته اله ویل شوی او بیا د ال تعظیم ورسره زیات کړی دی چی په الا له بدل شوی دی . د دغه ټکی زیات استعمال د همزه د کمیدا سبب او په ا... ټکی بدل شو ی دې .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
خدای ته ا... وایی ځکه چی عقلونه د هغه د سپیڅلی ذات په وړاندې حیرانه ، یا متوجه او د هغه عاشق او هغه ته پناه وړي . لکه څرنګه چی حضرت امام علی ع په یوه حدیث کې راغلی ، ا... هغه معبود دې چی خلق پکې حیرانه دي او له هغه سره عشق کوی ، هغه هغه کس دې چی د سترګو له درکه لیرې او د عقلونو له افکارو په حجاب او پټ دې .
ا... هماغه معبود دې چی عقلونه د هغه په معرفت کې سرګردانه او له پیژندلو یې بی وسه دي ، خو زړونه د هغه په ذکر او ځانونه د هغه په یاد سره ارامښت مومي . یوازې هغه دې چی نور ته له تیارو د انسان ژغورونکې دې . هماغه راز چی له هغه لیری کیدا اوهغه ته شا کول له انسانه حقیقی ارامښت لیری کوی او په وجود کې یې غم او سټریس رامینځته کیږی . له همدې امله دې چی د ا... نوم په قران کریم کی څه د پاسه دوه نیم زره ځله ذکر شوی دی . دغه نوم د انسان زړه روښانه کوی او په نور او امید سره هغه ته ارامښت وربخښی . البته هماغه ډول چی په تیر پروګرام کی مو اشاره وکړه چی یوازې د دغه نوم اخیستل کافی ندی بلکې دغو نومونو ته ورته والی او تخلق لاره پرانستونکی دی .
«««««««««««««««««««««««««««««««
د خدای تعالی هر نوم د هغه له کمالاتو یوه کمال ته اشاره کوی . خو ا... هغه یوازنې نوم دې چی درستو الهی صفتونو او کمالاتو ته اشاره لري . په بله وینا د درستو الهی صفاتو جامع دې . په همدې دلیل د خدای تعالی نور نومونه غالبا د ا... د نوم لپاره د صفت په توګه ذکر کیږی لکه فان ا... غفور رحیم ، یعنی به تحقیق سره چی خدای ډیر بخښونکې او مهربان دې . چی د د خدای تعالی د بخښنې اړخ ته اشاره کوی . د فان ا... سمیع علیم په عبارت کې ، په حقیقت کی خدای اوریدونکې دان دې ، د هغه د پوهې صفت ته اشاره شوی ده .
همداراز د حشر سورت په ۲۳ او ۲۴ ایتونو کی فرمایی ، هغه ا... دې چی له هغه پرته بل معبود نشته ، هغه مطلق حاکم ، له ناپاکیو لیرې ، له هر ډول ظلم او زیاتی امن بخښونکې ، دهر څه ساتونکې ، وسمن او ماته نه خوړونکې ، په ټولو موجودانو قاهر او عظمت لرونکې دې .
همداراز په ۲۴ ایت کې فرمایی ، یعنی هغه دې راپنځونکې او د نړۍ او نړیوالو رامینخټه کونکې ، د مخلوقاتو صورت جوړونکې ، د هغه ډیر نیک نومونه دي چی په دغو ایتونو کی څو نومونه د ا... نوم وصف بیانوی ، لکه خالق اوباری چی پنځون او مصور ته اشاره کوی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ا... نوم له اسلام مخکې هم خدای تعالی پورې اړونده وو . په حقیقت کې کقفار او مشرکینو هم د ا... د وجود نفی نه کوله او په همدې نوم یې پیژنده ، خو مدعیان وو چی هغه د بوتانو په شمول د ټولو څیزونو خالق دې . نو ځکه متعال خدای د لقمان سورت په ۲۷ ایت کې د بت پرستانود سیرت او رودې په بیانولو کې فرمایی ، که له هغو پوښتنه وکړی چی څوک د اسمان او مځکې خالق دې نو حتما به په ځواب کی ووایی ا... .
البته له اسلامه په مخکې پړاو کې پیژندل شوې ا... یو خدای نه وو ، بلکې یاران ، ملګري او لوڼې او زامن یې درلودل .(نعوذبالله )
د جاهلیت د پړاو د شاعرانو په شعرونو کې هم ا... دخدای سپیڅلی ذات ته بیل وو ، لکّ څرنګه چی د جاهلیت د وخت مشهور شاعر لبید داسې شعر ویلی دې ، الا کل شی ما خلا ا... باطل و کل نعیم لامحاله زایل ، یعنی له ا... پرته هر څه باطل دي او هر نعمت بالاخره له مینځه تلونکې دې .
پیغمبر اکرم (ص )دغه شعر تصدیق کړی دې او فرمایلی یې دي ،دا شعر هغه تر ټولو ریښتیا شعر دې چی عرب ویلې دې .
البته موحدینو هم تل د ا... په همدې نوم سره د حق تعالی یاد او ذکر کړی دی ، لکه څرنګه چی حضرت سلیمان (ع) خپل لیک په بسم ا... الرحمن الرحیم و سره پیل کړه او له هغه مخکې حضرت نوح (ع) په بسم ا... سره کشتۍ ته حرکت ورکړ او په بسم ا... سره یې په وچې کې کښینوله .
««««««««««««««««««««««««««««««««
وروستۍ خبره دا چی کله د ا... نوم اخلو ، یو دنیا عظمت ، قدرت ، علم ، حکمت زمونږ په زړه کی تجلی کوی . دغه نیک نوم ته دوامداره پام چی د ټولو کمالاتو خاوند دې اوهر عیب او نقص مبرا دې ، زمونږ روح او ځان اسمانی کوی او له تیارو اوبدرنګیو لیرې کوی . په حقیقت کی د ا... په حضور کی دغه دایمی د شتون احساس او پام انسان له ګناه او ککړتیا لیری کوی . د هغه یاد ځان ته صفا او زړه ته ارام وربخښی . لکه څرنګه چی خدای تعالی د رعد سورت په ۲۸ ایت کې فرمایی ، الا بذکر ا... تطمین القلوب ، په تحقیق سره د ا... په یاد او ذکر سره زړونه ارام مومي .
پس دا پر مونږ ده چی دغه ذکر په هیڅ حال کی له یاده ونه باسو .
پای