اسلامي اخلاق۹
(last modified Mon, 14 Sep 2020 12:23:16 GMT )
Sep 14, 2020 16:53 Asia/Kabul
  • اسلامي اخلاق۹

د تهران راډیو ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا په اسلام کښې د اخلاقو د لړۍ له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو، په دې نني پروګرام کښې د اسلامي اخلاقو د ځینو نورو ځانګړنو په هکله درسره غږیږو، هیله ده چې د پام او استفادې وړ مو وګرځي.

ګرانو دوستانو په تیر پروګرام کښې مو د اسلامي اخلاقو درې مهمې ځانګړتیاوې مطرح کړې او ومو څیړلې چې په دا ډول دي: په ټولو لوړو اخلاقي ارزښتونو کښې غږمله او هراړخیزه وده، د اخلاقي فضیلتونو هراړخیزه روزنه او د انساني شخصیت جامع وده او بلآخره د اخلاقي ارزښتونو ترټولو بشپړې سویې ته د انسان عروج.

بې شکه چې دا ځانګړنې د اسلام د اسلامي له اخلاقي مکتب لره ځانګړې دي او بل هیڅ کوم اخلاقي مکتب دومره جامعیت نه لري او که په دې ټولګې باندې الهي انګیزه هم ورزیاته کړو او پوه شو چې اخلاقي ارزښتونه هله اصالت مومي چې الهي خوي بوي واخلي نو په دې بڼه کښې د هیڅ ډول شک ځاې نه پاتې کیږي چې د اسلام اخلاقي مکتب ترټولو بشپړ او ترټولو اصیل اخلاقي مکتب دی چې  په کښې د فردي، ملي، نسلي او جغرافیايي انګیزو او د ریاکارانه او غولونکو تظاهراتو هیڅ نښه نه لیدل کیږي او نشته په کښې.

*/*/*/*/*/*/*

بله مهمه موضوع چې د اخلاقي مکاتبو په څیړنې او ارزونې کښې ورته لږه پاملرنه کیږي، دا حقیقت دی چې د اصیلو اخلاقي ارزښتونو د روزنې او ودې لازمه د مناسب بستر او مساعدو زمینو شتون دی. دغه اساسي اصل ته په ټولو مواردو کښې یابد په جدي توګه پاملرنه وشي څو مطلوبه او آئیدیل نتیجه ترلاسه شي. د مثال په توګه که یوه ټولنه د کسانو علمي او روزنیزه وده غواړي نو پکار دي چې د علمي او تحقیقاتي مرکزونو د جوړولو، د پوهو او توانمنو استاذانو د غوره کولو، د تازه علمي بریاؤ په بنیاد د درسي کتابونو د تدوینولو، د مناسبو فضاؤ او چاپیریالونو د جوړولو، د لګښتونو د برابرولو او د پوره او ضروري بودجو د بیلولو په شان ټول ضروري شرایط برابر کړي څو وتوانیږي په علي ډګرونو کښې سیالي وکړې شي او له نورو د مخکښې کیدو لپاره ځان تیار کړي.

یا که یو هیواد په کرهڼیزو محصولاتو کښې پر ځان بسیاینه وغواړي او خپله خپلواکي وساتي نو باید د خیرازو مځکو، د پرمختللو اوزارو، د اصلاح شویو تخمونو او نیالګیو، د بزګرانو او مدیرو او مدبرو او تجره لرونکو کارپوهانو د روزلو په شان ټولې مناسبې چارې باید برابرې کړي څو وتوانیږي د کیفیت او کمیت په اړخونو کښې خپل ضرورتونه پوره کړي او له نورو هیوادونو بې نیازه شي.

*/*/*/*/*/*/

په دې سریزې سره باید ووایو چې په هر نظام کښې د اخلاقي او انساني ارزښتونو وده هله ممکنه ده او د هغه حکومتي سیسټم د کسانو د کړچارونو، ګفتارونو او رودو او ارزښتناکو اخلاقي لاروچارو هیله ګرځیدې شي چې په ټولو څرګندو او پټو زاویو کښې یې مناسب سیاسي، کلتوري او اقتصادي زمینې موجودې وي.

بالکل هم دغه وجه ده چې د سوچه محمدي(ص) اسلام له نظره هغه شخصیتونه باید د اسلام په سیاسي نظام کښې د قدرت واګې په لاس کښې ولري چې له هر اړخه ښه او روزل شوي او په خدای ایمان لرونکي وي څو د قدرت د تږو له بې لاریتوبونو لرې ووسي. په شیطاني وسوسو او هوا هوس کښې ګیر نه شي. د ملي مالونو د لوټلو او د پانګې د جمع کولو په فکر کښې نه وي او لنډه دا چې قدرت ته رسیدل یې هدف نه وي بلکې هغه ته باید په اوزاري توګه وګوري څو وتوانیږي د عدالت او انصاف د ټنیګولو او له توکمپالنې او فسادونو سره د مقابلې په لاره کښې هڅه وکړي.

*/*/*/*/*/*/

شک نشته چې د چارواکو او واکوالانو روده او طریقه د اخلاقي ارزښتونو په ودې او ګټه ور کولو او یا د ارزښتونو په خلاف چارو کښې ټاکونکې رول لري. په هم دې وجه د اسلام په روایت شویو متنونو کښې راغلي دي چې د هرې ټولنې خلک له خپلو واکوالانو څخه په مثال اخیستلو سره د خپل ژوند تګلاره انځوروي. که هغوي د پاکیو، فضیلتونو او اخلاقي او انساني شرافتونو نمونې وي نو په نتیجه کښې خلک د ارزښتونو په لاره روانیږي او که د دې په اپوټه، واکمنانو د فساد او تباهۍ بیګې وي نو خلک هم دغه شان روزل کیږي او د ارزښتونو خلاف ککړه فضا کښې ژوند تیروي. د هرې ټولنې د واکوالانو د نظریاتو او ګروهنو اغیز شیندنه دومره زیاته ده چې په یو روایت کښې راغلي دي: خلک له خپلو واکوالانو سره د لیدتوګو او کړچار له نظره، له خپلو پلرونو ډیر ورته والی لري.

*/*/*/*/*/*

 یو بل مهم لامل چې د سالمې ټولنې په برابرولو کښې مهم رول لري، کلتور یعنې د هر نظام د آدابو او دودونو او د ژوند د سټایل ټولګه ده چې د هرې ټولنې د بڼه نیولو ارګان ګڼل کیږي او پر ټولو فردي او ټولنیزو اهدافو او لورنیونو باندې اغیزه کوي. په دغه شان لیدتوګې سره کلتوري خپلواکي ډیر ځانګړې اهمیت پیدا کوي او بالکل هم دغه وجه ده چې د کلتورونو په مقابله کښې هغه ټولنه او تمدن بریالی دی چې د پردیو د کلتوري یرغل په وړاندې بیداره او هوښیار وي څو د خپل کلتوري هویت او خپلواکۍ دفاع وکړې شي او په پوره توان سره د دښمن د کلتوري  نفوذ مخه ونیسي.

کوم نظام چې د خپلې کلتوري خپلواکۍ د ساتنې په فکر کښې نه وي هغه ورو ورو خپل هویت بایلي او دغه هغه غمیزه ده چې نن سبا د دنیا په ځینو ختیځو هیوادونو کښې چې لرغونې او اصلي تاریخ او تمدن هم لري، له ورایه لیدل کیږي او ځوان نسل یې دومره د لویدیځ کلتور تر نفوذ لاندې راغلې دی چې د هغه په بیلګه ګرځولو سره د خپل ژوند تګلاره برابروي او د ذلالتونو او هوس بازیو په یوه دنیا کښې غوپې وهي او نوره یې د کلتوري ارزښتونو د ودې لپاره کومه زمینه نشته. په دې وجه د هیڅ ډول شک او تردید ځاې نشته چې د اخلاقي ارزښتونو د ودې لازمه په هره ټولنه کښې د کلتوري خپلواکۍ لرل دي.

*/*/*/*/*

ګرانو او قدرمنو دوستانو، د پروګرام وخت هم دلته پاې ته رسیږي خو د دې بحث دوام زمونږ په راتلونکي پروګرام کښې اوریدلې شئ. تر هغه مو خدای مل شه.

*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه