ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۸-۹۹
(last modified Sun, 08 Nov 2020 08:08:19 GMT )
Nov 08, 2020 12:38 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۸-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

په سر کښې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه، دغې ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: د امريکې راتلونکے حکومت دې قانون او مقرراتو ته غاړه کيږدي .

ولسمشر روحاني د سپینې ماڼۍ د واکوالانو د اقتصادي ترهه ګرۍ په وړاندې  د ایراني ملت له بی ساري مقاومت او ټينګ اودریدو په قدرونې سره هیله څرګنده کړه چی بائیکاټ کونکي به متوجه شوي وي چی په  هیڅ  توګه به خپلو هدفونو ته ونه رسيږي او له دغې تجروبې په درس اخیستلو سره قانون ته تسلیم او خپلو ټولو ژمنو ته ستانه شي.

روحانی زیاته کړه ایراني ملت به مقابل لورے په مقاومت او صبر سره د مقرراتو او قانون منلو ته مجبوره کړي . روحاني همدارنګ د کورونا خپریدو او دغې ناروغۍ په وسیله رامنځته شویو مشکلاتو ته په اشارې سره وویل د سختو  او دقیقو روغتیائي پروټوکولونو د اجرا لپاره ضروري ده چی زیات تمهیدات په نظر کښې ونیول شي.

-----------

د تهران چاپ رسالت  ورځپاڼې بې نقابه دښمن لاړ او نقابداره دښمن راغی تر عنوان لاندې خپله سرمقاله کښې وليکل، د امريکائي رسنيو د اعلان له مخې جوبائيډن د ۲۹۰ الېکټرول رايو په ګټلو سره په رسمي توګه د امريکې ولسمشر اعلان شو.  سرمقاله زياتوي ټرمپ بيا هم په انتخاباتو کښې د ټګۍ په اړه خپله ادعا يو ځل بيا تکرار کړه. هغه زياته کړه زما انتخاباتي جنګ به د ګل له ورځې نه په محکمانه توګه شروع کیږي، دا په داسې حال کښې دي چې د امريکې د انتخاباتو کمېشن د ډونالډ ټرمپ د تور په ردولو سره اعلان وکړ چې په انتخاباتو کښې هيڅ ټګي نه ده شوې. مقاله ليکونکي د صهيونېسټ  رژيم د سياسي شناندو له قوله وليکل  چې هغوي په خپلو شننو کښې ليکلي دي چې د امريکې د ولسمشر چې هر څوک راشي خو له دغو انتخاباتو نه دا خبره په ډاګه شوه چې په مجموعي توګه امریکې ماتې وخوړه.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د زمکني ځواک قوماندان په نقل سره وليکل: د ایران دشمال لویدیځ پولې هیڅ ډول خطر نه ګواښي.

د اسلامی ایران  دپوځ د مځکني ځواک قوماندان جنرل  کیومرث حیدري  په یولړ څرګندونو کې د  آرمېنيا او آذربایجان جمهوریت  ترمینځ په قره باغ سیمې کښې  د نښتو  په علت  د رامینځة شوو اندیښنو په اړه  دواړه  لوري  سوله ایزو خبرواترو ته بللي او  وئيلي ئې دي ، ایران  له هر دواړو ګاونډیو هیوادونو سره  ډير مشترکات لري  او    دواړو ګاونډیانو ته دایران سپارښتنه ،  نړیوالو قوانینو ته  احترام ، د نړیوالو پولو ساتل  او د ديپلوماټيکو  او سوله ایزو  لارو  د ځپل مینځیو مشکلاتو حل کولو ته مخه کول دي .

جنرل حیدري  په دې خبرې باندې په تاکيد سره چې  د ایران اسلامی جمهوریت  د سیمې په جیوپولیټیک  حالاتو کې بدلون نه مني  وئيلي دي ، د سیمې د جیو پولیټيک وضعیّت ساتل  د ایران سره کرښه ده او  هیڅ یو قدرت باید  د سیمې په جغرافیې کې د بدلون  په لټه کې نشي .

---------

د تهران چاپ يوې بلې اطلاعات ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل، امريکه پکار دے د ايران په وړاندې خپله رويه بدله کړي.

د ورځپاڼې په قول محمد جواد ظريف وېنزوېلا ته له خپل سفره وروسته برجام ايټمي موافقې ته د امريکې د ستنېدو احتمال ته په اشارې سره وويل: امريکې حق نه لرۀ چې له برجام ايټمي موافقې خارجه شوې وې ځکه چې دا موافقهد ايران او امريکې ترمېنځ نه وه بلکه د امنيت د شورا پرېکړليک دے نو که امريکې غوښتل چې چې د دغې موافقې له ژمنو ځان خلاص کړي نو پکار دے له ملګرو ملتو څخه وتلې وې نه يوازې له يوې موافقې.

د آسټریا حکومت په دغه هیوا کښې یو شمیر جوماتونه بندوي.

د آسټریا حکومت  نیّت لري  په ویانا کې دتیرې اونۍ د ترهه ګرو حملو په پلمه  ددغه هیواد ځیني  جوماتونه وتړي .

د تیرې دوشنبې په شپه  په ویانا کې په یو شمیر ځایونو کې ډزې شوي  چې  دآسټریا رسندویو  وئیلي دي ،  یو شمیر وسلوالو کسانو په ویانا کې په شپږو ځایونو کې  حملې کړي  دي .

په دغو ترهه ګرو حملو کې  لږتر لږه  پنځه کسان وژل شوي او کابو ۲۵نور ټپیان شوي وو .

---------

د تهران چاپ ايران ورځپاڼې  بيا د ایران د اسلامی شورا د فلسطین له انتفاضې  دملاتړ د نړیوال کنفرانس  د سېکتر له قوله وليکل: اسلامی نړۍ به د لویدیځي غاړې نیواک هیڅکله هم ونه مني. په یولړ څرګندونو کې د فلسطنیانو د کورونو په ړنګولو کې  وحشي صهیونیستي رژيم  سپیرو اقداماتو ته په اشارې سره  وئيلي دي ،  اسلامی نړۍ   او د فلسطین  مقاومتي ډلې  به  د لویدیځي  غاړې د نیواک او له نیواکي ټاټوبو سره دیو ځاي کولو اجازت ورنکړي .

 امیر عبداللهیان  د دې خبرې په کولو سره چې  د لویدیځي غاړې د ښارونو او کلو  په نیواک کې  د صهیونیسټي رژيم  خاموشي، دنړیوالو قوانینو او پریکړه لیکونو په خلاف یو سپيرۀ  اقدام دے ، زیاته کړه ،  دغه اقدام د هغو صهیونیسټانو له خوا  داسې ګستاخ او بې شرمه تیرے  دے  چې د  ګوتو په شمیر  عربو هیوادونو په خیانت سره ترسره شوے دے .

--------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د وزيراعظم په حوالې سره وليکل، په پاکستان کښې عامه خلق په اول ځل له حکومت څخه مطمئن دي. هغه د دغه هېواد په تېر وزيراعظم نواز شريف تور ولګوۀ چې د اېن آر او نه ترلاسه کولو په وجه د پاکستان د فوځ په خلاف بيانيې جاري کوي.

--------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل د پاکستان د بلوچستان صوبې د مسلم ليګ نواز څانګې يو صوبائي مشر عبدالقادر بلوچ او د دغې صوبې پخواني وزير اعلی نواب ثناء ا... زهري د پاکستان د فوځي په خلاف د نواز شريف د بيانونو د ورکولو په ردعمل کښې له هغه سره ملګرتيا پرېښوده.

ورځپاڼې بيا د دغه هېواد د جمعيت علماء اسلام د مشر او د حزب اختلاف د مشر مولانا فضل الرحمان له قوله وليکل، حکومت له دسمبر نه مخکښې مخکښې ختم شي. هغه وويل، په پاکستان د موجود حکومت پاتې کېدل د هېواد د استحکام لپاره خطرناکه چاره ده.

----------

د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې وليکل: د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې په فرانسه کښې د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې له سپکاوي نه د ډکو کارټونونو د خپرېدو او د دغه هېواد د ولسمشر  د ګستاخانه بيان په خلاف احتجاجي مظاهرې دوام لري.

د ورځپاڼې له مخې د اسلام آباد،کراچي، اېبټ آباد، سرګودها، بوريوالا، سانګلا هېل، بونير او ډېره مراد جمالي په شمول د هېواد په مختلفو ښارونو کښې خلق يو ځل بيا سړکونو ته راووتل او د فرانس او د فرانس د ولسمشر امانوئل مېکرون په خلاف د نعرو په وهلو سره د هغه جوړ کړې شوے ګوډاګی او فرانس بېرغ ته اور واچوۀ.

مظاهره کونکو ته په خپلو وېناو کښې د مختلفو طبقو علماو او مشرانو له خلقو وغوښتل چې د فرانسې د څيزونو بائيکاټ دې وکړي، هغوي همدارنګ د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو په وړاندې د اسلام د ټولو مذاهبو ترمېنځ د اتحاد او يووالي غوښتنه هم وکړه.

--------

 

ټیګونه