روژه د خدای میلمستیا
(last modified Wed, 21 Apr 2021 09:10:20 GMT )
Apr 21, 2021 13:40 Asia/Kabul
  • روژه د خدای میلمستیا

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې؛روژه دخداي میلمستیا ؛ نومې لړۍ له ننني مطلب سره په دې هیلې سره چې پخپلو عبادتونو او لمنځ کې به مونږ هم نه هیروئ ،ستاسو په خدمت کې  یوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .

 دوستانو حضرت امام رضا علیه السلام په یوه روایت کې فرمائيلي دي ؛واړې ګناهانې ، د سترو ګناهانو زمینه ده :::: ، هر څو ک چې په واړې ګناه  کې له خدا وندمتعاله څخه  وه نه وریږي ، نو په سترې ګناه کې به هم ورڅخه ونه وریږي ، یعني  که څوک  واړه ګناه وکړي  او واړه او هیڅ ئې حساب کړي ، نو همدغه چاره  د جسارت او سپین سترګیتوب  او دګناه دتکراریدا سبب  کیږي ، چې دخداي تعالی په نزد ستره  ده او دهغه ګناه  هم ستره او کبیره ګناه  حسابوي .

 حکمت روزه داشتن بګذار ، بازهم  ګفته و شنیده شود 

 صبرت آموزد  و تسلط نفس  ، و ز نو شیطان  تو رمیده شوه .

هرکه  صبرش شتون ایمان بود، پشت شیطان  از  او خمیده شود .

           په یوه روایت کې راغلي دي ،حضرت محمد مصطفی (ص) جابر بن عبدا... ته فرمائيلي دي ؛ ائ جابره ! دغه مسات د روژې مبارکه میاشت ده  ، هر څوک چې روژه وساتي په ورځې م او د شپې په یوې برخې کې عبادت باندې ودریږي ، او خپله خیټه او شهوت  له  حرامو  وساتي ،  او خپله ژبه هم محفوظه وساتي ، له ګناهانو داسې وځي  ،لکه چې د روژې له میاشتې څخه وځي . جابر ووئيل ، یا رسول ا... !څومره ښه دی دغه حدیث چې د وفرمائيل . هغه بزرګوار وفرمائيل ؛ ائ جابره ! څومره سخت  دي دغه شرائط چې مې ووئيل ::::: 

          حقیقت دا دی چې  ګناه ،انسان  د کمال، ودې او هدایت  له قافلې او کاروان څخه  وروسته  پاتې ساتي  او  له لارې  ئې غړوي . ډيره  مسلمانان او دخداي ښه بندګان،د معمول په اساس،له ګبیره یا سترو ګناهانو ډډه کوي،خو لکه څنګه چې معصوم نه دی،کله کله واړه یا صغیره ناهانې ورڅخه ترسره کیږي،  او ځکه چې دا ګناه  واړه ګڼي،نو د پریښودو لپاره ئې  هم جدي هوډ نه لري . په داسې حال کې چې  دوام ئې  یا  دهغې ګناه کولو فیصله، له توبې او پښمانۍ پرته ،پر ګناه ټینګار ګڼل کیږی.حضرت امام رضاعلیه السلام په یوه لړزونکي روایت کې فرمائيلي دي؛واړې ګناهانې،د سترو  ګناهانو  زمینه ده .  هرڅوک چې   په  واړې ګناه کې له خدایه  ونه ویریږي،نو په سترې ګناه کې به هم له خدایه ونه ویریږي :::یعنی که څوک  واړه  ګناه وکړي او دا  واړه او هیڅ حساب کړي،نو همدا چاره د سپين سترګیتوب او د ګناه د تکراریدا لامل کیږي  او همدغه چاره  دخداي په نزد لویه  حسابیږي او دهغه ګناه ، کبیره  ګناه حسابیږي .همداراز  که ګناهګار کس هغه څوک وي،چې خلک ورباندې اعتماد وکړي ا و له هغه پيروي وکړي،او د هغو په نظر کې په ظاهره هغه ګناه واړه وګڼل شي ، نو  په داسې شرائط کې  دا واړه یا صغیره ګناه  دخداي په نزد ستره یا کبیره ګناه حسابیږي . له همدې امله باید  له  هرې یوې واړې او سترې ګناه ډډه وشي، څو په دې مبارکې میاشتې کې د واقعي روژې په حقیقت  پوهه شوو.

               خوږو دوستانو،  دمطلب په دوام کې ،د روژې په  مبارکې میاشتې کې د روژې ساتنې سره نورو احکامو ته هم یوه ځغلنده کتنه کوو .  مناسبه ده  پوهه شئ،چې د اسلامی فقې په اساس ، د شونډو اوژبې خوشتَوَل،  روژه نه باطلوي . همداراز ،د خولې د لاړو تیرول  هم روژه نه باطلوي ،د خواړو څکل  ، په داسې بڼه کې چې  یو شه خولې ته وارد نشي ، فرق نه کوي . که روژه ساتونکی  د تندې د ختمولو لپاره په خوله کې د اوبو لغَړَول،   که له مرئ لاندې لاړې نشي ، نو  روژه نه باطلوي ،غرغره کول  هم څه مشکل نه لري ، خو که اوبو له میرئ لاندې لاړې شي ، روژه باطله ده  او باید انسان روژه ماته کړي .

 کله کله داسې هم کیږي ، چې  له پشماني  وروسته ، د خواړو خوند  او بوئ او یا مسواک   خوند تر یوه وخته  په خولې کې پاتې شي ، نو دا هم څه فرق نه کوي ،که انسان   دپشماني په وخت د خوراک  پّ حال کې وي او پوهه شي ، چې  د سهار آذان شوی ، نو باید  هغه نوړۍ چې په خولې کې ئې ده ، له خولې بهر کړي   او که  له پوهیدا وروسته ئې  قصدا  تیره کړي ، نو روژه ئې باطله ده  او  پر هغه کفاره هم واجب کیږي ، ( چې په دې باب به په ورپسې مطلبونو کې وغږیږو)

پر دې سربیره  که روژتی  په هیریدا سره څه شی وخوري ، نو د بل چا په وسیله ورته یادونه واجب نه ده ، خو  د احتیاط په اساس واجبه ده چې که  په تیره بیا  په عام ځاي کې وي ، نو هغه ته یادونه وشي څو  ورته یاد شي ، چې روژه ده  او که  په خولې کې ئې چې څه دي بهر  ئې کړي ،نو دهغه روژه سمه ده او  څه فرق هم نه کوي .

              خوږو دوستانو  روژه تی باید په دې پوهه  وي  چې  دشونډو د چاودیدو دمخنیوي لپاره  پر شونډو  دویټامیني کریمو لګول ،که  د خولې له لاړو سره ګډوډ نشي ، او له مرئ لاندې لاړ نشي ،نو هیڅ فرق نه کوي .د  روژې په حالت کې  د بوي کونکي کریمو استعمالول او له شامپو څخه استفاده  هم  روژه نه باطلوي .  د روژتي لپاره  د عطرو استعمال هم سنت دی ، خو د معطرو  اوبوي ورکونکو بوټو  بوي کول  ضرر لري . پر دې سربیره ، په سترګو کې د درملو اچول ،(یعني په سترګو کې دقطرو اچول)  هم روژه نه باطلوي . همداراز  د  خوَلو  یا عرق  ضد محصولاتو   چې یوه داسې ماده ولري ، چې د خوَلو په غدد کې جذبیږي ، او د خولو  مخه نیسي ، نو که دغه  محصولات  د تغذئې  رول نه لري ، او  د درملو په څير وي ،نو ورڅخه  استفاده د روژې دباطیلیدا سبب نه کیږي .
کله کله  د انسان معده تیزابیّت پیدا کوي او خولې ته تراخې اوبه راپورته کیږي ،نو که  روژتی ئې  سهوا بیرته  تیر کړي ،نو دهغه روژه نه باطلیږي ، خو که قصدا ئې تیر کړي ، نو دهغه روژه باطله  کیږي . همدرااز که روژتی بې اختیاره اولتۍ وکړي ،نو  د هغه د روژې لپاره څه  مشکل نه رامینځةکیږي ، خو که قصدا داسې کار کوي چې  د اولټۍ  کولو لامل کیږي ، نو بیا ئې روژه باطله ده او  پر هغه کفاره هم واجبه او فرض ده .

که  روژتی ، خپلې هستۍ ته ښه فکر وکړي ،  نو ښه پوهیږي ، چې  له هیڅ یو شی د هغه خپل نه دی ، هغه  به یوه ورځ حتی  خپل ژوند هم ، له دې پرته چې  پرې اختیار ولري ،  له لاسه ورکړي . کله  څوک حتی  دخپل  حیات او هستۍ خاوند  نه دی ، هنو څرنګه  دخپل بدن او مالونو خاوند کیدلی شي  او ځان  دخپلو بچیانو ،ماندنې او  خپلې شتمنۍ  خاوند ګڼي .  دغه شان کس  د کلمې په حقیقي معنا سره ،   فقیر او بې وځله دی .  داسې فقیر چې له هیڅ ډول شتمنۍ سره نه مړیږي ،مګر  له خداوندمتعال سره د قرب اونزدکیدا په شتمنۍ سره ،  هغه  چې ډیر غني  اومطلقه بې  نیازه دی .  د دعا یو ادب ، د همدغې وجودي بې وځله ، فقر او ذلت درک کول ، دهغه په وړاندې چې  نه یوازې دهغه د هستۍ خاونددی ، بلکې  ددرستو نړیوالو  صاحب اختیار او مالک دی . له همدې امله ده چې  خداوندرحمان د قرآن کریم د فاطر سورې په ۱۵ آیت کې فرمائي ؛؛؛ يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۱۵﴾ 

؛  ائ خلکو  تاسو (ټول) خداي ته اړتیالرئ ، یوازې خداي دی چې  بې نیازه  او د هر ډول حمد او ستاینې  وړ دی ::::

 دوستانو د ابوحمزه ثمالي  په دعا کې چې  د روژې دمبارکې میاشتې د شپو لپاره سپارښتنه شوې ده،دا ټکی په ښه ډول مشخص او د درک وړ دی . ددغې دعا لوستونکی  ځان،یو فقیر بنده  ګڼي  چې د مغفرت  او رحمت د سترې سرچینې  په مقابل کې د تعظیم سر ټيټوي  او  له هغه سره راز او نیاز کوي .

نو راځئ  د  ابو حمزه ثمالي  د دعا یوه برخه په ګډه سره واورو .

دعای  ابوحمزه ثمالي   

«یَا رَبِّ بِکَ عَرَفْتُکَ وَ أَنْتَ دَلَلْتَنِی عَلَیْکَ وَ دَعَوْتَنِی إِلَیْکَ وَ لَوْ لا أَنْتَ لَمْ أَدْرِ مَا أَنْتَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی أَدْعُوهُ فَیُجِیبُنِی وَ إِنْ کُنْتُ بَطِیئاً حِینَ یَدْعُونِی وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی أَسْأَلُهُ فَیُعْطِینِی وَ إِنْ کُنْتُ بَخِیلاً حِینَ یَسْتَقْرِضُنِی وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی أُنَادِیهِ کُلَّمَا شِئْتُ لِحَاجَتِی وَ أَخْلُو بِهِ حَیْثُ شِئْتُ لِسِرِّی بِغَیْرِ شَفِیعٍ فَیَقْضِی لِی حَاجَتِی وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی لا أَدْعُو غَیْرَهُ وَ لَوْ دَعَوْتُ غَیْرَهُ لَمْ یَسْتَجِبْ لِی دُعَائِی ، وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی لا أَرْجُو غَیْرَهُ وَ لَوْ رَجَوْتُ غَیْرَهُ لَأَخْلَفَ رَجَائِی وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی وَکَلَنِی إِلَیْهِ فَأَکْرَمَنِی وَ لَمْ یَکِلْنِی إِلَى النَّاسِ فَیُهِینُونِی وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی تَحَبَّبَ إِلَیَّ وَ هُوَ غَنِیٌّ عَنِّی وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی یَحْلُمُ عَنِّی حَتَّى کَأَنِّی لا ذَنْبَ لِی فَرَبِّی أَحْمَدُ شَیْ ءٍ عِنْدِی وَ أَحَقُّ بِحَمْدِی....... اللَّهُمَّ أَنْتَ الْقَائِلُ وَ قَوْلُکَ حَقٌّ وَ وَعْدُکَ صِدْقٌ [الصِّدْقُ ] وَ اسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ اللَّهَ کَانَ بِکُمْ رَحِیماً وَ لَیْسَ مِنْ صِفَاتِکَ یَا سَیِّدِی أَنْ تَأْمُرَ بِالسُّؤَالِ وَ تَمْنَعَ الْعَطِیَّةَ وَ أَنْتَ الْمَنَّانُ بِالْعَطِیَّاتِ عَلَى أَهْلِ مَمْلَکَتِکَ..... یَا رَبِّ رَاهِباً رَاغِباً رَاجِیاً خَائِفاً إِذَا رَأَیْتُ مَوْلایَ ذُنُوبِی فَزِعْتُ وَ إِذَا رَأَیْتُ کَرَمَکَ طَمِعْتُو فَإِنْ عَفَوْتَ [غَفَرْتَ ] فَخَیْرُ رَاحِمٍ وَ إِنْ عَذَّبْتَ فَغَیْرُ ظَالِمٍ حُجَّتِی.... وَ أَنَا یَا سَیِّدِی عَائِذٌ بِفَضْلِکَ هَارِبٌ مِنْکَ إِلَیْکَ..... یَا رَبِّ هَذَا مَقَامُ مَنْ لاذَ بِکَ وَ اسْتَجَارَ بِکَرَمِکَ وَ أَلِفَ إِحْسَانَکَ وَ نِعَمَکَ وَ أَنْتَ الْجَوَادُ الَّذِی لا یَضِیقُ عَفْوُکَ وَ لا یَنْقُصُ فَضْلُکَ وَ لا تَقِلُّ رَحْمَتُکَ..»

ائ پروردګاره!تا په تا باندې پيژنم،او تا زه پرخپلې هستۍ سم کړی یم  او ځان  واخوا ته  دې بللی یم،چې که  د تا لارښونه نه وائ،نو زه نه پوهیدم چې ته څو ک ئې....د هغه خدایه ډيره ستاینه کوم چې کله  ورته فریاد وکړم،نو ځواب راکوي،که څه هم  هرکله چې ما ته  غږ کوي ،او ما  بولی،نو سستي کوم .... او ستاینه د هغه خداي ، چې  ماته صبر کوي لکه څنګه  چې ګواکې ما کومه ګناه کړي نه وي ! ستا عظمت او  وعده  لامل شوي ، زه پخپل حاجت سره ستا درګاه ته حاضر شم  او خپله اړتیا ستا دربار ته وړاندې کړم ....  په داسې حال کې چې  پوهیږم ،  چې وړ ئې نه یم ، چې  غوښتنه  مو واوریدل شي  او  ددې جوګه نه یم چې ستا له خوا وبخښل شم .... ائ لویه خدایه ! تا ووئيل ،  دخداي له فضله وغواړه چې  خداي پر تا مهربان دی  او  د تا خبره برحقه  ،  او د تا وعده  رښتیا ده . ائ زما پروردګاره !،  دا د تا په شان کې نه ښائي ، چې  غوښتنه مې ونه آورې او له بخښنې مې ډډه وکړې ..... تاته استدعا کوم،ائ دما پروردګاره!  د ویرې ،امید او لیوالیتا په حال کې،ائ د ما مولا!،هرکله چې خپلې ګناهانې وینم ، نو بې تابه شم،او هرکله  چې ستا کرم او مهرباني وینم ، نو تمه مې پیدا شي ، نو که  مې وبخښې  تر ټولو لوي رحم کونکی ئې ، او که  عذاب رباندې وکړې ،نو کوم ظلم دې نه دی کړی ..... ائ زما مالکه ! زه د  تا رحم او کرم ته پناه وړم ،  او د تاله غضبه ، د تا درحمت واخوا ته ،........  ائ پروردګاره! دا   دهغه چا ځائيګی دی ، چې   د تا کرم ته ئې پناه وړې او  ستا احسان اومهربانۍ ته ئې سترګې نیولي دي  او  ته هغه سخاوتمند ئې ، چې  بخښنه  دې نه ختمیږي  او احسان دې هم نه کمیږي  او  رحمت دې  هم  بې انتها دی .  

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه