دحضرت امام حسین (ع)د اربعین له میلیوني دستورو زمونږ د خبریال عبدالرحیم درانی د سترګو لیدلې حال په دغه راپورکې لیدلې اواوریدلای شئ
د جنوبي افریقا د جانسبورګ پوهنتون د دیني مطالعاتو د ډلې نامتو استاد ډاکټر شهید متي(Shahid Mathee) وویل حسیني اربعین او د امام حسین علیه السلام د پیروانو میلیوني لاریون ښودنه کوي چې د کربلا د سرشیندنې درس د ټولو زمانو لپاره دی.
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي نن د شلمچې له پولې په کتنه کې وویل د حسیني اربعین د زایرینو ډیر زیات شتون د اسلام د دښمنانو په خلې پیاوړی سوک دی .
د ایران د کورنیو چارو وزیر په لا پرتمینه توګه د حسیني اربعین د دستورو د ترسره کولو لپاره د عراق د حکومت له ملګرتیا د رضایت په ښودلو سره وویل: د عراق حکومت او ولس د زیارتوالو لپاره له هیڅ کوششه ډډه نه کوي.
په دې ویډیو کې مولانا نورالدین آغا د امام حسین (ع) او د اهل بیتو (ع) ښکلي او په زړه پوري فضایل بیانوي چېپه اورېدو ارزي.
دایرنا له راپور سره سم د عراق د خارجه وزارت ویندوی احمد الصحاف نن وویل عراق د پاکستان ، لبنان ، افغانستان او یمن ښاریزو لپاره دحضرت امام حسین (ع) د اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره وړیا ویزه ورکوی .
د اربعین د پلي تګ مراسم په راتلونکي اونۍ کې پیلېږي، عراقي چارواکي د اربعین زیارت کوونکو ته د چوپړتیاوو او د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیتي چمتووالي په حال کې دي.
د یوې میرمنې او مور په توګه د حضرت فاطمه(س) رول
د اهل بیت (ع) په سلګونو مینوالو په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته، د شهیدانو د سردار د شهادت په مناسبت د ماتم مراسم ترسره کړل.
د حضرت ابا عبدا... الحسین ع په زرګونو عاشقانو په کربلا کې په شتون سره د عاشورا د ورځې دستورې په ولولې او پرتمین ډول ترسره کړې .