-
په اسلامي ایران کښې د کورونا وایروس په کمیدا دی
Apr 14, 2020 23:48زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزارت د مشر مرستیال ایرج حریرچی پرون په خبري کانفرنس کښې د هیواد په شپاړسو (۱۶) ولایتونو کښې په کورونا وایروس د کسانو د ککړیدا د شمیر د کمیدا خبر ورکړ .
-
کورونا وایروس د امریکا ۲۴۶۱۸ کسان مړه کړي دي
Apr 15, 2020 01:07زمونږ خبریال وايي د کورونا وایروس له کبله په امریکا کښې د نهه سوه اوه اتیا (۹۸۷) نورو کسانو په وژل کیدا سره په دغه هیواد کښې د دغه ناروغۍ له کبله د مړو کسانو شمیر څه د پاسه څلرویشت زرو (۲۴۰۰۰) کسانو ته ورزیات شو .
-
امریکا په لوړه سویه کمزوري شوي ده
Apr 15, 2020 00:58زمونږ خبریال وايي د ایران د ټولو قواو د قومندان لوړرتبه سلاکار او مرستیال برید جنرال یحیی رحیم صفوی په دې خبرې سره چې امریکا به د خپلو سیالانو د ویرولو او د خپل هیبت د ساتلو لپاره له تیر وخت څخه زیات له رواني او اینټرنیټي جنګ څخه ګټه پورته کړي ټینګار وکړ امریکا په لوړه سویه له کمزورتیا ، انفعال او وروستیدا سره مخامخ ده .
-
افغانستان له کورونا سره د مقابلې لپاره مرسته وغوښتله
Apr 15, 2020 00:14ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د نړۍ په هیوادونو او نړیوالو ټولنو غږ وکړ د کورونا وایروس له خپریدا سره د مبارزې لپاره له دغه هیواد سره مرسته وکړي .
-
د افغانستان او یمن بدلونونه د ظریف او لاوروف د خبرواترو چورلیز
Apr 14, 2020 00:45د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او یمن د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.
-
چین له کرونا سره د مقابلې لپاره له فلسطینه په ملاتړ ټینګار وکړ
Apr 14, 2020 02:57د چین ولسمشر له کرونا سره د مقابلې لپاره له فلسطین څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام خبر ورکړ.
-
په سل هاؤ امریکایان له پاکستانه ووتل
Apr 14, 2020 02:16پاکستاني رسنیو وویل چې امریکې خپل شپږ سوه ښاریز په کرونا ناروغۍ د اخته کیدو له ویرې له پاکستانه اوباسلې دي.
-
د امریکې امپریالزم د انساني ټولنې لپاره له کرونا ډیر خطرناک وایرس دی
Apr 14, 2020 00:47د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ونزویلا له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د امریکې امپریالزم د بشري ټولنې لپاره له کرونا څخه لاخطرناک وایرس وباله او ویې ویل: د امریکايي چارواکو زیاته غوښتنې او بدماشۍ، خپلواکه او آزادي غواړي ولسونه تل تر دباؤ لاندې راوستې دي.
-
کرونا په درستې امریکا کې په سترې غمیزې بدله شوي
Apr 13, 2020 09:39وروستي راپورونه ښئ چې تر دې دمه په ا مریکا کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر پنځه لکه پنځه زره دوه دیرش او دقربانیانو شمیر ئې هم دوه ویشت زره دوه سوه شل تنو ته رسیدلی او د نړۍ دهیوادونو په سر کې راغلې ده .
-
په ننګرهارکی په زرګونو اړمنوکورنیو سره خوراکی مرستې کیږي
Apr 13, 2020 08:10د ننګرهار والي وویل په ولسوالیو کې له وړاندی له کابو دیرش زره کورنیو سره د بیلابیلو ادارو له لورې د خوراکي توکیو د ویش لړۍ پیل شوې ده.