-
پاریس کښې د ایران او فرانسې ترمینځ مذاکرات وشول
Sep 03, 2019 03:06د ګډ اقدام د جامع پروګرام یا ایټمي موافقې د پیاوړتیا د لارو چارو د څیړنې په موخه د ایران او فرانسې د ماهرو پلاویو خبرې اترې پرون په پاریس کښې وشوې.
-
د ایران د ژمنو د کمولو دریم ګام به د پروګرام مطابق وي
Sep 03, 2019 03:08د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره د د ایران د برجامي ژمنو د کمولو دریم ګام به د پروګرام مطابق پرمخ لاړ شي، ټینګار وکړ: که اروپایان ونه توانیږي چې په ایټمي موافقه کښې خپلې ژمنې پوره کړي نو ایران به دریم ګام پورته کړي.
-
که اروپا خپلې ژمنې پوره نه کړي نو ایران دریم ګام اجرا کوي
Sep 01, 2019 01:14د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا د فرانسې له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې ټینګار وکړ: که اروپا ونه توانیږي چې خپلې ژمنې پوره او عملیاتي کړي نو ایران به د خپلو ایټمي ژمنو په کمولو کښې دریم ګام پورته او اجرا کړي.
-
د جي-۷ خبرې اترې رغنده وې
Aug 27, 2019 03:02د فرانسې ولسمشر له خپل امریکايي همرتبه سره په یوه ګډه خبري ناسته کښې اووه ډلې مذاکرات، د ایران په شمول زیاتره موضوعاتو کښې رغنده وبلل.
-
ورځپاڼو ته کتنه
Aug 26, 2019 07:33د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه او مقالې
-
ظریف د سویډن له خارجه وزیرې سره وکتل
Aug 20, 2019 11:45د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر نن سهار له اروپايي چارواکو سره د سلامشورو په دوام کښې د سویډن له خارجه وزیرې سره ملاقات وکړ.
-
ظريف: په اوسنيو حالاتو کښې د ايران دريم ايټمي ګام به حتماً عملياتي کيږي
Jul 31, 2019 09:21د ايران خارجه وزير د خپلو برجامي ژمنو په اجرا کښې د اروپايانو بدقولۍ ته په اشارې سره تاکيد وکړ، په اوسنيو حالاتو کښې او تر هغه وخته چې اروپا لازمي اقدمات ترسره نه کړي بې له شکه به د ايران دريم ګام عملي شي.
-
په ویانا کښې د برجام د کمیشن بیړنۍ غونډه، د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره له پاتې وروستي فرصته هیلې
Jul 29, 2019 11:16د فرانسې، بریطانیې، جرمني او ایران په غوښتنه د برجام کمیشن بیړنۍ غونډه د اروپايي اتحادیې د استازي په شتون او د ایران د مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچي او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مرستیال مسئولې هلګا اشمیډ په مشرۍ په ویانا کښې ترسره شوه.
-
عراقچي: د ويانا غونډه رغانده وه
Jul 29, 2019 01:11د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل، په ويانا کښې د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن غونډه رغانده وه خو نه شي ويل کېدې چې هر څه هوار شول.
-
په لسګونو غېر قانوني پاکستاني مهاجر له ايرانه خپل هېواد ته ستانۀ کړې شول
Jul 29, 2019 00:30د ايران د اسلامي جمهوريت پوله ساتونکو ځواکونو دوه اويا پاکستاني مهاجر چې ايران ته په غېر قانوني توګه ننوتو نيول شوي وو پاکستان ته ستانه کړې شول.