-
طالبانو په پاکستان کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي
Feb 17, 2025 07:14د افغان طالبانو د کډوالو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې په بلوچستان صوبې کې له خپلو کورونو د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل.
-
تورن افغان د اسلامي انګېزې له مخې پر خلکو موټر خیژولی دی
Feb 15, 2025 02:43د جرمني د مونشن ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان کډوال دی، د تحقیقاتو پر مهال اعتراف کړی چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو خېژولی دی.
-
ولسمشر کرزي د جرمني په مونشن کې د یوه افغان له لوري برید وغانده
Feb 15, 2025 02:35د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر سره د ۳۶ کسانو ټپي کول غندلي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
-
له افغانانو سره مرستې د نړیوالو په مرستو پورې تړلي دي
Feb 14, 2025 09:29د افغانستان له ګاونډي هېوادونو څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د بهیر له ګرنډي کېدو سره سم، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، له راستانه شویو کسانو سره یې مرستې کړې دي.
-
پاکستان تر ۸۰۰ زره ډېر افغان کډوال ایستلي
Feb 08, 2025 02:46په داسې حال کې چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه لا زیات شوي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنیرۍ ویلي چې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې چې دې هېواد له خپلې خاورې د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر پیل شوی، تر اوسه له ۸۰۰ زره څخه زیات افغان کډوال له هغه هېواده ایستل شوي دي.
-
په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه کډوال ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي
Feb 07, 2025 09:13د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ(یو این ایچ سي آر) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په نړۍ کې ۷.۲ میلیونه کډوال ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
-
د افغانانو نیول د پاکستان کورني ستونزې نه شي حل کولای، بلکې کرکې زېږوي
Feb 03, 2025 01:53په پاکستان کې د افغان طالبانو سفیر سردار احمد شکېب په دغه هېواد کې د افغانانو نیولو او په زوره بېرته افغانستان ته ستنولو په غبرګون ویلي: «د پاکستان د حکومت دغه چلند ستونزې نه شي حل کولای، بلکې کرکې زېږوي.»
-
تاجکستان دې د افغان کډوالو ایستل ودروي
Jan 28, 2025 02:41له تاجکستان څخه تیره میاشت لسګونه افغان کډوال خپل هېواد ته استول شوي او اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دغه هېواده غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل دي پای ته ورسوي.
-
بریټانیا د سلګونه افغانانو د کډوالۍ غوښتنې رد کړې
Jan 28, 2025 02:03د رسنیو په حواله، د بریټانیا حکومت د هغو افغانانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه رد کړل، چې ټرمپ یې د الوتنو مخه نیولې وه.
-
آلمان په جرمونو تورن افغانان له خپلې خاورې باسي
Jan 24, 2025 03:48د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر پرون په برلین کې وویل، جرمني هڅه کوي چې په جرمونو نور تورن افغانان، افغانستان ته واستوي.