له افغانانو سره مرستې د نړیوالو په مرستو پورې تړلي دي
د افغانستان له ګاونډي هېوادونو څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د بهیر له ګرنډي کېدو سره سم، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، له راستانه شویو کسانو سره یې مرستې کړې دي.
د دې ادارې ویاند فرامرز برزین ویلي چې، د راستانه شویو او بیځایه شویو کسانو لپاره یې نوې ستراتیژي جوړه کړې ده.
د برزین په خبره، په ستراتیژي کې د ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ کاله د بېځایه شویو او راستانه شویو کسانو لپاره تګلارې روښانه شوي دي.
د هغه په وینا، په کلیدي کارونو کې د نقدي مرستو وېش، راستنو او بېځایه شویو ته د دایمي استوګن ځای برابرول، په لویو او کوچنیو کارونو پانګونه او د فني او حرفوي زده کړو لپاره زمینه برابرول دي شامل دي.
برزین وړاندې ویلي وو، له افغانانو سره مرستې، د نړیوالو په مرستو پورې تړلي دي.
دا په داسې په حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي کډوال وايي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي او هېچا ورسره مرسته نه ده کړې.
خو ځیني بیا وايي، که څه هم له دوی سره مرستې شوي خو کافي نه دي او ډېرو مرستو ته اړتیا لري.