-
طالبانو په جوزجان کې یو بل کس په عام محضر کې اعدام کړی
Feb 27, 2024 03:11د طالبانو سترې محکمې په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د درې ګونو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر هبت الله د تائید وروسته یې د جوزجان مرکز شبرعان په ورزشي سټډیوم کې د فبرورۍ په ۲۶مه په یو تن د قصاص سزا تطبیق کړې ده.
-
په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیز باید لرې شي
Feb 20, 2024 04:47د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترش په اېکس پاڼه کې لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید وشي کړای چې د ژوند په ټولو برخو کې په ټولګیو کې له څوکیو نیولې، تر هغو میزونو پورې چې پرېکړې پکې کېږي په بشپړه او معنا لرونکې توګه برخه واخلي.
-
طالبان باید د نجونو د زدهکړو او ټولشمولیت په اړه رښتینی فکر وکړي
Feb 20, 2024 04:37په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچي یماماتو وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په لړ کې د افغان نجونو زده کړه او د ټولشمولیت په ګډون مسایل ډېر مهم دي او طالبان هم باید په اړه یې په ریښتینې توګه فکر وکړي.
-
په سمنګانو ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې
Feb 20, 2024 02:33د افغانستان د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې سیمه ایزې سرچینې د یو ځوان د ځانوژنې خبر ورکړی دی.
-
په کندهار کې د انځور او ویډیو پر اخیستو بندیز لګېدلی
Feb 20, 2024 02:26د کندهار د والي ویاند ویلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشیرین آخند د کندهار ملکي او پوځي ادارو ته یو مکتوب لېږلی، چې له مخې یې باید د «ژوندیو» موجوداتو له انځور او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وشي. هغه ویلي چې یاد حکم عامو وګړو لپاره نهدی.
-
په بلخ کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۰۸ کسان وژل شوي
Feb 20, 2024 01:17د افغانستان په بلخ ولایت کې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تردې مهاله، ۱۰۸ کسانو په ټرافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
-
پر غزې د صهيونیسټي رژيم د حملې له پېل راهيسي، هره ورځ يو خبريال په شهادت رسېږي
Feb 19, 2024 02:18د صهیونیسټي رژیم په حملو کې د خبریالانو د شهادت په هکله وروستی راپور ښیي، چې پر غزې د نیواکګر رژیم د حملو له پیل راهیسې تراوسه ۱۳۱ خبریالان شهیدان شوي دي.
-
په مونیخ ناسته کې د افغان ښځو په اړه یادې شوې اندېښنې بېبنسټه دي
Feb 19, 2024 02:05د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په مونیخ ناسته کې د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې، په دې غونډه کې د افغان ښځو د حقونو په اړه یادې شوې اندېښنې بېبنسټه دي او ټول افغانان خپلو حقونو ته لاسرسی لري.
-
روان کال تر ۷۰ زرو زیاتو سیلانیانو هرات ته سفر کړی
Feb 19, 2024 02:03د افغانستان د هرات د اطلاعات او کلتور مشر ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ۷۰ زرو بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د دې ولایت بېلابېلو تاریخي سیمو ته سفرونه کړي.
-
د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته د بندو دروازو تر شا پیل شوې
Feb 19, 2024 01:40د قطر د بهرنیو چارو وزارت لخو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوحې دویم کنفرانس د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د قطر په کوربه توب پرون دسلواغې په ۲۹مه پیل شوه.